«د مهاجرو د زده کړو له
پاره دې یوه طرحه جوړه شي»
د آلمان په ټولنه کې د ځوان مهاجرو د
ادغام د ملاتړ په موخه، د ځوانانو د ټولنیزو مرستو او همکارۍ سازمان، د ټول هیواد
په کچه د دوی د زده کړو او تحصیل له پاره د یوې بشپړي طرحي غوښتنه کړې ده.
د ځوانانو د ټولنیزو مرستو او همکارۍ سازمان د
ویاند مرستیال کلاوس واگنر د پنجشنبې په ورځ (مارچ په ۲۴) په برلین کې وویل: «بې تفاوته ده چې یو ځوان
مهاجر څومره وخت په آلمان کې پاتيږي، طبیعي ده چې د کومکونو او ټولنیزو مرستو مستحق
گرځي.»
دغې اتحادیې په دقیق ډول، د نورو تر څنگ د سره
صلیب، د کاگرو ملاتړ کوونکو ادارو عمومي ټولنې او په کلیسا پورې اړوند د ځوانانو
ملاتړ کوونکي ادارې څخه وغوښتل چې تر هغه وخته چې د یوه ځوان مهاجر دوسيه معلومیږي
د دوی له پاره دې د مشورې ورکولو او لارښونې وخت را کم کړي.
د دې تر څنگ دغو ځوانانو ته باید د دوی د تحصیل
او مسلکي زده کړو په دوره کې د بیرته لیږد ممانعت رامنځته شي. واگنر وویل چې
سربیره پر دې لا زياتو پيسو ته اړتيا شته چي د ځوانانو له پاره د ژبې د زده کړې او
نور فردي امکانات برابر کړای شي.
د دغې ټولنې د ویاند مرستیال په خپلو خبرو کې
زیاته کړه، حتی په هغه صورت کې هم چې په آلمان کې د دوی د پاتېدو چانس نامعلوم وي:
«دغه انسانان د خپل ژوند برخلیک ټاکونکې وخت دلته تیروي، له دې امله دا په موږ
پورې تعلق لري.»
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ملگرو ملتونو
د کنوانسیون له مخې اکثره مهاجر په آلمان کې د ډیر وخت له پاره د پاتېدو او د عمر
په تناسب د مرستو مستحق گرځي.
هغه خبردارۍ ورکړ: دغو ځوانانو ته چې تر ۱۵ میاشتو پورې د هیڅ څه کولو اجازه نه ورکول کیږي،
د دې سبب وگرځي چې اکثره وختونه د ډیرې لوړې انگیزې درلودونکو ځوانان هم ناهیلي
کیږي.
همدارنگه د ځوانانو د همکارۍ سازمان د هغو مهاجرو
ځوانانو چې په آلمان کې په موقت ډول د پاتې کیدو اجازه یا لنډ مهاله ویزه لري د
اصلاحاتو په ترڅ کې د ځوانانو د ټولنیز کار له برخې څخه پر حذف کیدو هم نیوکه وکړه.
د آلمان د قانون له مخې په دغه هیواد کې هر یو
ځوان انسان ته باید د لیسې دورې څخه د فارغت امکانات برابر شي.