د أفغانانو مشكلات په سعودي عربستان كي!
ګرانو ملګرو د کمپيوتړي پاسپورټو سره د سعودي مېشت افغانانو ته سرخوږي او مشکلات سل چنده سوه، په سعودي د افغانستان سفارت د افغانو سره داسي رويه کوي لکه دښمن ،هغه افغانان چي په سعودي کي پيدا سوي تر اوسه يې افغانستان په خوب هم ندي ليدلي هغه خو اوس دا وايي چي دلته مو سفارت کي داحال دي هلته وطن کې خو شايد کالي را څخه وکښل سي،په سفارت کي افغانانو ته وايې که غواړي چي پاسپورټونه کمپيوټري کړي نو تذکري بايد ولري هغه څوک چي دلته پيدا سوي دي او يا شل کاله د مخه دجنګونو له لاسه دلته راغلي دي هغه اکثر تذکري نلري ، او هغه څوک چي بيا تذکري ور وړي بيا ورته وايې تذکري تصديق کړي ، يو او نيم خلګو تذکري هم تصديق کړي خو اوس بيا ورته وايې چي تذکري انګليش ته واړه وي اوبيا يې په وزات خارجه کي تصديق کړي او وزارت خارجه به هم موږ ته دا ليکئ چي دغه نفر افغاني او تذکره يې اصلي ده،موږ خو خوشحاله و چي متفکرلالا به مو لږ ستونزي را حواري کړي خو برعکس، په وطن کې څه مشکلات دلته څه مشکلات ؟
ايا دا د تذکرو شعبي او د وزارت خارجه مامورين بغير د څه شي(رشوت)څخه به موږ ته کار په ښه صداقت را وکړي ،نه هيڅکله نه په دي خو موږ او تاسي هم ښه پوهيږو !
متفکرصاحب!!
ايا ته دعوامو د زيرولو او کړولو لپاره ريس جمهور شوي متفکر صاب !
د خدايﷻ روي وګوره يا خو سم خدمت وکړه اويا استفاء وکړه بسته نور نو د ټولو حوصله ختمه ده.
د دنياوالو چي کارونه کمپيوټري کيږي اسانه کيږي خو دافغانانو دا برعکس ،ښه مثال يې د امارتو دي چي د افغانانو لپاره يې اقامي او ويزي پرمخ بندي کړي چي علت يې هم دغه ؤ چي ايرانيانو ته کمپيوټري افغاني پاسپورټونه ورکول سوي ؤ .
ايا د ايران فاحشي تر موږ حقداره دي چي کمپيوټري پاسپورټونه ورکول کيږي او موږ ته نه.
خدايﷻ دي وکړي چي دا مشکلات مو حل او وطن مو جوړ سي ....