د انځورونو په پلورلو
مهاجرو ته ودانۍ رانيول سوه
د مشهور آلماني هنرمند، انځورګر او
مجسمه جوړونکي ګېرهارد ريشتر د ۶ انځورونو په پلورلو سره مهاجرو ته ودانۍ رانيوله سوه.
دغه مرسته د دوسلدورف د يوې مرستندويي ټولني له خوا سوې ده.
ياده ټولنه چي له هغو انسانانو سره مرسته کوي چي
د سرپناه ځای نه لري، وايي چي د ريشتر د انځورونو په خرڅلاو يې ۳۰۰ زره يورو په لاس راوړي چي د مهاجرو له پاره د يو
کور په رانيولو کي مصرف سوي دي.
د يادي مرستندويه ټولني رئيس هوبېرت اوستن دورف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۵مه نېټه) په دې تړاو د رسنيو خبرونه تائيد کړل.
د يادي مرستندويه ټولني رئيس هوبېرت اوستن دورف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۵مه نېټه) په دې تړاو د رسنيو خبرونه تائيد کړل.
اوستن دورف ويلي دي چي دغه پيسې يې د ډياکوني په
نوم سازمان و ځايي څانګي ته ورکړي چي هغه په دوسلدورف ښار کي د مهاجرو له پاره د
درو اپارتمانونو يوه ودانۍ رانيسي.
د دياکوني مرستندويه سازمان ويلي دي چي له درو
رانيول سوو اپارتمانونو څخه يو اپارتمان د سوريې څخه راغلي يوې کورني ته ورکول سوی
چي څلور غړي لري. ويل سوي چي هغه نور دوه اپارتمانونه و داسو کورنيو ته ورکول سوي
چي هره يوه يې ۷ کسه غړي لري.
ګېرهارد ريشتر
کوم انځورونه چي پلورل سوي، هغه د ۸۳ کلن هنرمند ګېرهارد ريشتر له خوا و «فيفټي
فيفټي» مرستندويه ټولني ته د بسپني په توګه ورکړل سوي ول.
دغه آلمانی هنرمند چي انځورونه يې په لوړو
قيمتونو پلورل کيږي، زيات وختونه خپل انځورونه هغو سازمانونو ته د بسپنې په توګه
ورکوي، چي له بې کوره انسانانو سره مرستي کوي.