افغان چارواکي: له چین او پاکستانه
یې تضمین اخیستی که څوک سوله نه مني پر ضد به یې اقدام کېږي
ویل
کیږي چې د افغانستان حکومت د لسو کسانو یو لست د پاکستان حکومت ته سپارلی دی چې دا
کسان د سولې خبرو ته چمتو کړي. تر اوسه د دې کسانو نومونه نه دې افشا شوي، خو ځیني
سرچینې وایي چې په دوی کې د طالبانو د دواړو ډلو، د اسلامي حزب او د حقاني شبکې
مشران شامل دي.
د
افغانستان د حکومت دننه ځیني سرچینې چې د نوم له افشا کیدو ډډه کوي وایي چې دا لس
کسه د دې لپاره معرفي شوي دي، څو د مارچ په لومړۍ نیټه د سولې په مخامخ خبرو کې
نامعلوم کسان د طالبانو د استازیو په نوم له افغان پلاوي سره خبرو ته څوک رانه
ولي.
طالبانو
د افغانستان د حکومت د سولې د وړاندیز په اړه تر دې دمه رسما څه نه دي ویلي، خو د
افغانستان د حکومت دننه یو شمیر کسان وایي چې له پیکنګ او واشنګتن او اسلام اباد
څخه تضمین اخیستل شوی دی، چې هر هغه څوک چې د سولې خبرو ته نه چمتو کیږي له هغه
سره به یو ځای سخت چلند کیږي.
د
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ طالبانو ته د افغان حکومت له
استازیو سره د مخامخ خبرو بلنه ورکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په
جګړې ټولو ښکیلو ډلو ته یې په خبرو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
طالبانو
تر دې رسمي بلنې مخکې ویلي و چې چا له دوی څخه د سولې په خبرو کې د برخې اخیستنې
غوښتنه نه ده کړې او دوی یو لړ شرایط لري که هغه پوره شي، بیا خبرو ته کښیني، خو د
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په څلور اړخیزه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ
په کابل کې ترسره شوه ټولو لوریو موافقه وکړه چې د سولې د مخامخ خبرو لپاره به وار
له مخه شرطونه نه ایښودل کیږي.
طالبانو
د افغان چارواکو د دغو څرګندونو او دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د
بلنې په باب تراوسه څه نه ذدي ویلي خو ګلبدین حکمتیار ته نژدې سرچینې وايي چې له
دوی سره تراوسه پوري د توپک په ژبه خبرې شوي کنې دوی د سولې خبرو ته په سوله ځواب
وايي.