نوازشریف: له طالبانو سره د سولې د
خبرو پرېکړه مثبته وبلله
د
پاکستان صدراعظم د افغانستان د ولسي جرګې له ريیس سره په کتنه کې وویل چې د
افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرېکړه د سولې د پروسې لپاره یوه مثبته
نښه ده.
د
افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو په خپله څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې،
چې پرون /سې شنبه/ په کابل کې جوړه شوه، پرېکړه وکړه چې د راتلونکې مارچ په لومړۍ
اوونۍ کې به د طالبانو په ګډون بله غونډه په اسلام اباد کې کوي.
نوازشریف
نن /چهارشنبه/ په خپل دفتر کې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي په
مشرۍ له افغان پلاوي سره په کتنه کې وویل چې له افغانستان سره داسي تلپاتې او
هراړخیز مشارکت ته لېوال دی چې د دوو هیوادونو له امنیت او سوکالۍ سره مرسته وکړي.
نوازشرذیف
د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ د پاکستان لپاره حیاتي وباله، ویې ویل چې
پاکستان له افغانستان سره ورورګلویزو اړیکو ته خورا زیات اهمیت ورکوي.
نوازشریف
وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ پیاوړې اړیکې به په سیمه کې د سولې او پرمختګ لپاره
هلې ځلې غښتلې کړي.
د
پاکستان صدراعظم اسلام اباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د سفر یادونه
وکړه، ویې ویل چې پاکستان د دوو هیوادونو ترمنځ د اعتماد پر رامنځته کېدو تمرکز
کوي ځکه چې اعتماد په ټولو برخو کې همکاریو ته لار هواروي.
نوازشریف
وویل چې تروریزم د دواړو ګډه دښمن دی، افغانستان او پاکستان ته پکار ده چې د
ترهګرۍ له بلا څخه د خلاصون لپاره په ګډه کار وکړي.
ده
په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې لپاره د پاکستان
هلې ځلې ریښتونې وبللې. د پاکستان صدراعظم د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د
استازو د څلور اړخیزو غونډو په لړ کې شوي پرمختګونه وستایل، ویې ویل دوی سم لور ته
ښه پرمختګ کړی دی.
د
پاکستان صدراعظم په عین حال کې وویل چې افغانستان باید داسي شرایط برابر کړي چې
افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته په عزت او درناوي ستانه شي.