له جرمني څخه نژدې ۱۰۰۰ تنه افغانان په خپله خوښه هیواد ته راګرځي

په جرمني کې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هیواد کې نژدې ۱۰۰۰ تنو افغان کډوالو خپل هیواد ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده.
په برلین کې د افغانستان سفارت نن /پنجشنبه/ وویل چې خپل هیواد ته په خپله خوښه د بېرته تلونکو افغان کډوالو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغانانو له بېرته ستنېدو سره د مهاجرت نړیواله اداره یا آی او ایم او د جرمني حکومت مالي مرسته کوي.
د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې افغانان په دې خاطر له جرمني څخه خپل هیواد ته بېرته ځي چې په دغه هیواد کې پر پناه غوښتونکو یو لړ قیود وضع شوي دي. په دغو قیودو کې یو هم دا دی چې له کډوال سره د هغوی د کورنیو غړي نشي یوځای کېدای.
په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت وویل، له هغو پناه غوښتونکو سره، چې په خپله خوښه خپل هیواد ته ستنېږي، ۷۰۰ یورو مالي مرسته کوي.
پرون /چهارشنبه/ ۱۲۵ تنه افغان پناه غوښتونکي له جرمني څخه کابل ته راغلل. (نور)
تېر کال په جرمني کې د افغانستان سفارت او دوو کونسلګریو ته ۳۲۰ تنو افغان پناه غوښتونکو خپل هیواد ته د بېرته تګ تقاضاوې کړې وې.
خو هر څومره چې د جرمني او نورو اروپايي هیوادونو له لوري پر پناه غوښتونکو چاپېریال تنګېږي په هماغه اندازه زیات پناه غوښتونکي بېرته تګ ته لېواله کېږي.


 
Top