میرکل
د کار په بازار کې د مهاجرو د ژر ادغام ملاتړ وکړ
میرکل د
خپل هیواد د اقتصاد څانګې هغي غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی، چې له مخې یې باید د
کار بازار ته د مهاجرو د ادغام په برخه کې سهولتونه رامنځ ته شي.
هغې د ادارې پروسې او
بیروکراسي پر لنډولو باندي ټینګار وکړ او ویې ویلې چې د پناه غوښتونکو باید سخته
څارنه وشي.
میرکل د جمعې په ورځ
په مونشن ښار کې د څلورو اقتصادي ټولنو له غړو سره د لیدني پر مهال وویل چې د کار
په بازار کې د مهاجرو د ادغام په موخه به د آلمان د کار فدرالي اداره له دغو ټولنو
سره ډیر نزدې کار وکړي.
ميرکل د خپل دې کار
هدف د ادارې موانعو له منځه وړل او همداراز له کډوالو څخه هدفمنه ساتنه عنوان کړه.
هغې روښانه کړه چې کار د روزنیزو دورو د برابرولو او غځولو له لارې کیدای شي.
په عین حال کې د آلمان
اقتصادي ټولنو د میرکل د پلانونو ملاټړ اعلان کړ. د آلمان صنعتي، سوداګریزې او
لاسي صنایعو ټولنو په یوه ګډه اعلاميه کې وویل چې په اروپا کې یوازي د یووالي له
لارې پر دغې ستونزې باندي غلبه کیدای شي.
په اعلامیه کې راغلي
دي چې دغه ټولني د اروپا له بهرنیو پولو څخه د ساتني د پلان ملاتړ کوي. همداراز په
اروپايي هیوادونو کې د کډوالو پر منصفانه ویشل کیدو باندي هم ټینګار شوی دی.
تر دې مخکې د آلمان
اقتصادي ټولنو د دغه هیواد پر قانون جوړونکو باندي هم غږ کړی وو چې د کار بازار ته
د مهاجرو د ورگډېدو شرایط یو څه اسانه کړي.
د آلمان سوداګریزو او
صنایعو خونو دا هم ویلي ول چې د روزنیزو پروګرامونو پر مهال او د هغه تر بشپړیدو
دوه کاله وروسته، باید مهاجر بیرته خپل هیواد ته وا نه ستول شي.
د آلمان د کارفرمایانو
ټولني همداراز د دې هیواد له حکومت څخه غوښتي ول چې په آلمان کې د پناه غوښتنلیک د
رسیدګي بهیر ګړندی کړي، څو مهاجر ژر د کار په بازار کې ادغام شي.