افغان او امریکايي پوځیانو ۳۰ پولیس له طالبانو سره د همکارۍ په شک نیولي

افغان امنیتي ځواکونو او امریکايی پوځیانو په هلمند کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو پولیس وواژه او ۳۰ نور یې ونیول.
ادعا شوې ده چې دغو پولیسو له وسله والو طالبانو سره همکاري کوله.
ویل شوي چې په ځینو سیمو کې د پولیسو او اردو ترمنځ اختلاف د دې سبب کېږي چې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د یو بل ملاتړ ونه کړي.

د هلمند امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ نن /یکشنبه/ رویټرز خبری اژانس ته وویل، د جمعې په ورځ په سنګین ولسوالي کې د افغانستان د اوږدې جګړې تر ټولو درنه او خونړۍ جګړه ونښته.
ده زیاته کړه:«د ملي اردو ځواکونو یو شمېر پولیس ونیول او په هلمند کې یې د ملي اردو قول اردو ته راوستل. دا شېبه له هغوی څخه پوښتنې – ګروېږنې دوام لري.»
د سرجنګ په وینا په نیول شویو پولیسو کې د سنګین ولسوالي سرپرست امنیه قوماندان هم شامل دی.
سرجنګ د دغو پولیسو د نیولو د علت له څرګندولو انکار وکړ خو په هلمند کې د افغان ملي اردو یوه جګپوړي افسر وویل چې اردو او امریکايي سلاکاران پر نیول شویو پولیسو شک لري چې طالبانو ته یې وسلې او مهمات ورکول او دوی په پام کې لرل چې په نهایت کې به ځانونه طالبانو ته تسلیموي.
دغه پوځي صاحب منصب، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل:«د تحقیقاتو په لړ کې موږ ځیني شواهد ترلاسه کړي چې دوی له طالبانو سره کومک کاوه او موږ ډارېدو چې دوی به ولسوالي طالبانو ته وسپاري. موږ په ګډه د دوی پر ضد عملیات وکړل او ومو نیول.»
په کابل کې د امریکا د پوځ ویندوی په دې اړه د رویټرز خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پوره معلومات نه لري چې په دې قضیه کې به امریکايی سلاکارانو څومره ونډه لرلې وي.
په وروستیو میاشتو کې په هلمند کې د افغانستان د ملي اردو شاوخوا ۱۰۰ افسران لېري کړای شوي او اردو په څو ولسوالیو کې خپلې پوستې پرې ایښي او په نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
 
Top