پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندلو ۳ هڅې وکړې

په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په موده کې درې ځلې هڅه وکړه چې پر طالبانو د ډیورند کرښه په رسمیت ومني.
ملا عبدالسلام ضعیف وايي، لومړی پلا پاکستان هغه مهال پر افغانستان د دیورند کرښې د منلو هڅه وکړه چې ملا عبدالرزاق د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو، دوهم ځل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر معین الدین حیدر کابل او کندهار ته د همدې مقصد لپاره سفرونه وکړل خو منفي ځواب یې ترلاسه کړ.
ښاغلی ضعیف وايي، پاکستان د ډیورند کرښې د منلو غوښتنه درېم ځل د جنرال مشرف د دولتمشرۍ په دوره کې وکړه.
ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ م کال د افغانستان د هماغه وخت د حکومت او بریتانیا ترمنځ وکښل شوه.
خو کله چې انګرېزان له هندوستانه ووتل او هند ووېشل شو، د افغانستان خاوره، چې د ډیورند په نتیجه کې موقتاً انګرېزانو ته سپارل شوې وه، پاکستان ته پاتې شوه.
د ډیورند د ۱۸۹۳ میلادي کال د قرارداد سل کاله مخکې پوره شوي خو پاکستان حاضر نه دی چې خیبر پښتونخوا او د بلوچستان یو شمېر افغاني خاورې افغانستان ته ورکړي.
د یو شمېر نظرخاوندانو په باور په افغانستان کې د روانې ناکرارۍ یو اصلي علت د دیورند کرښه ده. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو په لاس د جنګ د تود ساتلو په وسیله پر افغان چارواکو دیورند کرښه ومني.
 
Top