بلغاري
پولیسو ۳۹
افغان مهاجر ونیول
د بلغاریا پولیس وايي
چې د پلازمېنې صوفیې په لمنه کې یې ۳۹ تنه
غیرقانوني افغان مهاجر نیولي دي.
د بلغاریا د کورنیو
چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس د دغه هیواد پولیسو وویل، د صوفیې په لمنه کې یې ۳۹
تنه ونیول، هغوی چې هیڅ راز اسناد نه لرل، ادعا کوله چې افغانان دي.
په دې خبرپاڼه کې، چې
د شنبې په ورځ / فبروري ۲۷/ خپره شوه، همداراز ویل
شوي چې ۳ بلغاریان هم په دې خاطر نیول شوي چې دغه
غیرقانوني افغان پناه غوښتونکي یې په موټرونو کې د صوفیې تر لمنو پوري رسولي ول.
په نیول شویو افغانانو
کې ۱۱ نارینه، ۱۵
ښځې او ۱۳ ماشومان دي.
په همدې حال کې په
زرګونو افغان پناه غوښتونکي د یونان په پولو کې ایسار پاتې دي.