د ځمکی تر ۴۰ فیصده کم اوسیدونکو په خپلو هیوادونو کی نیکمرغه دی

د ځمکی له هرو لسو اوسیدونکو څلور کسه ځانونه په خپلو هیوادونو کی نیکمرغه نه احساسوی او د مهاجرت په هکله فکر کوی، تر ټولو له ژوند نه ناراضه کسان په هغو هیوادونو کی اوسیږی، چیری چی جګړه وه او اقتصادی ستونزی وجود لری.

د ځمکی له هرو لسو اوسیدونکو څلور کسه ځانونه په خپلو هیوادونو کی نیکمرغه نه احساسوی او د مهاجرت په هکله فکر کوی، تر ټولو له ژوند نه ناراضه کسان په هغو هیوادونو کی اوسیږی، چیری چی جګړه وه او اقتصادی ستونزی وجود لری. دا نتیجه د نړیوالی نظرپوښتنی په نتیجه کی ترلاسه شوی چی د Gallup International/WINد خپلواکو څیړنیزو اژانسونو له خود د ۷۰ زره کسانو په منځ کی د نړی په ۶۵ هیوادونو کی تر سره شوی ده.


د Global barometer on hope and despair د کلنی نظرپوښتنی سره سم چی معمولاْ د کال په پای کی تر سره کیږی، پوښتونکو ته د هغه هیواد د یادولو وړاندیز شوی وو، چی دوی غواړی هلت ژوند وکړی. په سلو ۳۸ نه غواړی خپل هیواد بدل کړی او وایی چی هلته نیکمرغه دی.


په سلو کی ۹ غواړی په امریکا او په سلو کی ۷ غواړی په کاناډا کی ژوند وکړی. تر دی هیوادونو وروسته سویس – په سلو کی ۶، په سلو کی ۴ فرانسه، الممان او انګلستان، په سلو کی ۳ ایتالیا او سعودی عربستان، په سلوک ۲ اسپانیه او په سلو کی ۱ برازیل غوره کړی دی.
بشپړ لوستل: 
 
Top