په دې ورځ وروستی شوروي پوځي له افغانستانه ووت

د شوروي اتحاد د ځواکونو یرغل په افغانستان باندې افغانانو ته داسې زیانونه اړولي چې دا دی د دې یرغل شپږ دیرش کاله تیریږي او لا هم په میلیونونو هغه افغانان چې د شوروي د سرو لښکرو د یرغل له امله مهاجر شوي وو، افغانستان ته نه دي ستانه شوي او ځیني خو یې په پردیو هیوادو کې داسې ځای پرځای شوي دي چې ماشومان به یې کله هم افغانستان ته راونه ګرځي.

کله چې شوروي ځواکونو په افغانستان باندې یرغل کاوه د افغانستان بانک ۵۰۰ میلیونه ډالر زیرمه لرله، هغه مهال دا پيسې د دریمې نړۍ په هیوادونو کې لږې نه وې. خو له دې یرغل سره د افغانستان اقتصاد خاورې شو، ځکه چې جګړې تودې شوې. د اقتصادي فعالیتونو رکود د افغانستان په څېر هیواد کې چې ډيره وده یې نه وه کړې بیا هم ډیر مهم ټکی نه و، مهم ټکی دا و چې د شوروي له یرغل وروسته لویدیځ د شوروي ځواکونو پرضد له مجاهدینو سره د پاکستان له لارې مرسته پیل کړه. پاکستان د عربي هیوادونو په ملاتړ افغان ماشومانو ته نژدې ۳۰۰۰۰ مدرسې  جوړې کړې او په دې مدرسو کې یې افغانان داسې وروزل چې د هغې په نتیجه کې په میلیونونو افغانانو داسې ذهنیت خپل کړ چې ټولې نړۍ ته د دښمن په سترګه وګوري، د داسې دښمن چې مرګ یې روا دی.
دا ذهنیت یوازې نوي نسل ته نه ورکول کیده، په عمر پاخه ته هم د اعلانونو له لارې دا ذهنیت تلقي کیده، مثلا د مجاهدینو د ګوندونو په کارتونو کې به د سر خبره دا لیکل شوې وه چې جهاد زموږ هدف دی او بیا د تنظیمونو په خپرونو کې به ډیرې لیکنې پر دې وې چې جهاد تر قیامته دوام لري.
د مجاهدینو لپاره په پاکستان کې د زرګونو مدرسو تر څنګ یوازې درې لیسې وې، یوه د اسلامي حزب، بله د جمعیت او دریمه د ملي محاذ. په دې لیسو کې هم د قرانکریم هغه ایتونه لوستل کیدل چې یوازې د جهاد په اړه دي خو د جهاد داسې تفسیر کیده چې باید له مسلمان پرته بل هرڅوک ووژل شي.
 د دغه ذهنیت له امله نن هم زموږ په کلیو او ښارونو کې په لسګونو زره کسان جګړې کوي او کله چې د ناټو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ جګړه نوره هم توده شوه، یو مخ لکه چې مجاهدین د ډاکتر نجیب د حکومت پرضد جنګیدل.
د شوروي یرغل د کلاشینکوف داسې کلچر افغانانو ته په میراث پرې ایښی دی چې اکثر خلک پرې ویاړي، حتی د کرکټ او فوټبال د لوبو د ګټلو پرمهال مو ماشومان په ښارونو کې د شپې د خوښۍ له ډزو خوب نه شي کولی.
د پخواني شوروي سرو لښکرو د ليونيد برژنيف د واکمنۍ په دوره کې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نېټه د افغانستان اشغال پر مهال د هماغه وخت افغان ولسمشر حفيظ الله امين وواژه او ببرک کارمل يې د واک پر ګدۍ کښېناوه. دې پیښې له همهغه وخته تر ننه په سیاسي برخه کې یو ډول بې اعتمادي د افغانانو تر منځ پیدا کړې ده. هرڅوک چې په دې څه باندې ۳۵ کلونو کې په سیاسي ډګر کې واکمنان شوي دي اکثریت خلکو یو ډول د شک په سترګه ورته کتلي دي. البته په دې برخه کې پرته له څه شکه چې د مجاهدینو حکومت دا بې باوري زیاته کړې او ژوره کړې ده.
 له شوروي ځواکونو سره په لس کلنه جګړه کې ویل کیږي چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ شوروي عسکر وژل شوي دي په مقابل کې یې مجاهدین د ۲۰۰۰۰۰۰ افغانانو د شهیدیدو ادعا کوي.
د ۱۹۸۹ ع کال د فبروري په ۱۵ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستي پوځي، جنرال ګروموف د امو له سینده واوښت. دا هغه وخت و چې په لسګونو زره افغان ماشومان په شوروي کې په زده کړو بوخت وو. ویل کیږي چې د دغو ماشومانو لویه برخه بیرته افغانستان ته ستنه شوې او شک کیږي چې ښایي دغه نسل چې اوس ستر شوی دی یوه برخه یې د غرب پرضد د پوتین په مشرۍ د روسیې د ګټو لپاره کار کوي. دا خبره هغه وخت نوره هم زړه ته لویږي چې روسیې د کابل لپاره ځانګړی استازی وټاکه، خپل سفارت یې جوړ کړ، له افغانستان سره یې په پوځي ډګر کې یو لړ مرستې وکړې او کله چې هم د افغانستان د روغې جوړې خبرې تودې شوې دي دوی پکې خپل دریځ ډير ښکاره بیان کړی دی، لکه چې په وروستیو کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې هیله لري په لنډ راتلونکي کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي، خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف وویل چې دا خبرې ژر نه شي پیلیدای. تر دې مخکې داسې نه تایید شوي راپورونه خپاره شوي وو چې د طالبانو له مشرانو سره روسانو کتلي دي.
 
Top