هغوی چې غله او مفسدین دي

   ستاسې له سیمې نه یم خبر، خو زموږ په سیمه کې هغوی چې غله او مفسدین دي، هغوی چې رشوتخواره دي، هغوی چې قاچاق وړونکي دي، هغوی چې د پردیو لاسپوڅي دي، هغوی چې له نامشروع لارو یې ډیرې شتمنۍ ترلاسه کړې دي. په خلکو کې د عزت خاوندان دي. هغوی حاجیان دي، هغوی خلکو ته خیر رسونکي ښکاري، هغوی سخیان دي، خلک یې درناوی کوي.
هغوی چې غله دي، هغوی چې له ناسمو لارو یې ډیرې پیسې ترلاسه کړې دي ځینو یې خیریه ټولنې جوړې کړې دي او کله کله له هغو خلکو سره چې ددوی خوښ وي مرستې هم کوي. د خپلو مرستو رپوټونه په رسنیو کې خپروي. هغه خلک چې دوی پیژني، فکر کوي چې دادی اوس ښه شوي دي د ټولنې خیر رسوونکي کسان ترې جوړ شوي دي. هغوی چې دوی نه پیژني فکر کوي چې ددې وطن ترټولو ښه او مهربانه خلک همدوی دي.

نه پوهیږم ستاسې په سیمه کې غلو او مفسدینو ته خلک په کومه سترګه ګوري، زموږ په سیمه کې خو ورته په درنه سترګه ګوري. هغوی چې د غلا، اداري فساد، بهرنیانو ته د جاسوسي له لارې او د قاچاقو له لارې د افسانوي شتمنیو خاوندان شوي دي. که له یوې خوا نه یوازې  ځینې حکومتي ادارې ورسره سازش او ګوزاره کوي بلکې د هغوی هره خبره مني له بلې خوا یې خلک هم نه یوازې غله او مفسدین نه بولي بلکې احترام یې کوي.
یو وخت به که کوم دولتي چارواکي یا کوم خان او ملک رشوت اخیست په خلکو کې به په بد نامه مشهور و، اولادونو ته به یې پیغورونه ورکول کیدل. خو اوس په ټولنه کې اخلاقي انحطاط دې حد ته رسیدلی چې رشوت خور او مفسد نه یوازې بد نه ګڼل کیږي بلکې ترنورو یې احترام هم کیږي. اوریدلي به مو وي چې ځینې خلک وایي پلانکی ډیر تکړه او هوښیار سړی دی، په پلانکۍ دنده کې یې ښې ډیرې پیسې پیدا کړې، خپل ژوند یې جوړ کړ د خپل اولاد د آینده غم یې وخوړ.
خو هغوی چې پاک نفسه دي، وطن او خلک پرې ګران دي، رشوت نه اخلي، غلا نه کوي ، له دولتي واک څخه ناوړه ګټه نه اخلي، په ادارو کې د خپلو خپلوانو او ملګرو پر ځای  وړ او مسلکي کسان مقرروي، زیاتره خلک اوس هغوی کم عقلان ګڼي. زموږ د خلکو دې ډول طرز فکر زموږ په ټولنه کې غله او مفسدین نور هم سپین سترګي کړي او اوس ورته نامشروع کارونه مشروع ښکاري، وایي:
څراغ یې لګي تر سهاره دلته
څوک ناروا ته ناروا نه وایي
څو زورور مو په سرو ولاړ دي
خو ورته هیڅ زموږ پاچا نه وایي
له فساد غلا او رشوت څخه ځان ساتل که له یوې خوا دیني وجیبه او قانوني جبر او مسوولیت دی له بلې خوا اخلاقی خصلت هم دی. چې د هرسلیم عقل خاوند ددې لپاره چې په ټولنه کې خپل اعتبار ته زیان ونه رسوي، باید ترې ځان لیرې وساتي. خو زموږ د اوسنۍ  ټولنې مفسدینو ددې ټولو لپاره ځان ته لارې پیدا کړې دي. مفسدین او رشوتخواره تر ټولو دمخه په منډه جومات ته ځي، لمونځ په جماعت ادا کوي. خلک یې هم مفسدین نه بلکې دینداره کسان ګڼي.
زموږ د سیمې مفسدین او رشوتخواره ، زموږ د جومات ملا ته تل ډیرې پیسې ورکوي. په کورونو کې اکثرآ د قرآن عظیم الشان ختمونه کوي او ملا صاحب او نورو قاریانو ته لونګۍ او جامې ورکوي، زموږ ملا صاحب هم پخپلو وعظونو کې د رشوتونو، غلاوو او اداري فساد په اړه هیڅ نه وایي. یو ځل خلکو یو بل ملا راووست. نوي ملا د مازدیګر له لمانځه وروسته د رشوتخورو په اړه وعظ وکړ زموږ د جومات مفسدینو سبا هغه جومات ته راپرې نه ښود او بیرته یې زوړ ملا راووست. اوس زموږ په جومات کې غله او رشوتخواره په لومړي صف کې په لمانځه ولاړ وي او زموږ د سیمې ترټولو دینداره او له ګناه پاک کسان همدوی بلل کیږي.
دغه مفسدین خو ټولو ته معلومه ده چې له قانوني څار څخه بې غمه دي. ځکه دوی دومره زر او زور لري چې هر څوک ورته احتیاج دي. پاته شوه د اخلاقي وجیبې خبره.
پخوا به ځکه ډیرو کسانو له رشوت او غلا او نورو ناروا کارونو ډډه کوله چې خلکو به دغو کارونو ته ناروا ویل. او دا متل عام و چې د ناروا څراغ تر ګهیځه نه لګیږي. اوس ډیری خلک ناروا ته روا وایي ځکه خو د ناروا څراغ تر سهاره بل دی. رشوتخواره او غله له دې درکه هم بې غمه دي. نه یوازې خلک بد نه ورته وایي بلکې زیاتره دغه غله او مفسدین تکړه، ښه او هوښیار خلک بولي.
نو آیا موږ پخپله د فساد او منکر کارونو په زیاتوالي کې برخه نه ده اخیستې؟
 
Top