قسم دې رښتیا وايم

 زمونږ د کلي د  دوو ملکانو دا اته کاله کیږي چې سره ورانه ده ، لومړي سر کې ښه ملګري وو په درز او غرب به یې تګ راتګ کوو، په ښه او بده کې به یوبل سره ولاړ وو ، د ملګرتیا نوم یې نورو کلو کې خپور شوې و ، خو بیا  د نظره شول شخړه یې ان دښمنې ته رسېدلې د یو بل له وېرې اوس ټوپکونه ګرځوي ، شپه نه په ارامه ویدیږي او نه د ورځې بې غمه ګرځیدای شي ،
اخوا ، زمونږ د کوڅې  دغه دوه ګاونډي چې کورنۍ ناسته پاڅه یې لرله  ګاونډي کم او وروڼه ډیر ښکاریدل په اخترونو کې به دواړو یو ډول جامې کولې او په ملګرتیا یې ټوله کوڅه حیرانه او سوځیده ، خواوس سره وران دي  دا څلور کاله د یو بل له سیوري مخ اړوي او هر یو ته چې برابره شي نو د نورو مخ کې یو بل ښکنځي،
دلته په کور کې دغه سکه وروڼه ، چې مور اوپلار کلونه وړاندې  په جګړو کې شهیدان شول مشر ورور یې خپل پنځه وروڼه او درې خویندې په ډیره مینه وپالل د مور د عاطفې او دپلار د لورېنې هیڅ کمې یې ورنکړ،
خو اوس یې چې خپل کور او اور شو مشر او کشر مالوم ندې هر څوک  په خپل سر دي ،او هغه سختې تنګې د ټولو هیرې دي.
 دا خبره په دې کوم چې، په دې ورځو کې اورېدل کیږي چې د سولې شورا لپاره نوی مشر ټاکل کیږي ، د مقدماتې غونډو په لړ کې د راتلونکې غونډې ځاې او څرنګوالې روښانه دې ، داسې ویل کیږي چې ناسته به کابل کې وي
 په دې وروستیو کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین استازو موافقه کړی چې له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو اترو د نیټې ټاکلو له پاره کوښښ کوي.
 تمه کیږي چې دغه خبرې اترې د فبروۍ میاشتې تر پایه پورې ترسره شي
ویل کیږي یاد څلور لوري چې د سولې بهیر ګامونو او پړاونه مشخص کوي موافقې ته رسیدلی ده
بله خوا ولسمشر غني هم د سولې بهیر د پرمختګ خبرې کوي او عبدالله هم وايي چې  پدې برخه کې ګامونه ګړندي شوي
خو ولس نا هیلې دي او دا خبرې ټوکې ګڼي، خدای بښلي پلار ،وزیر زوی او وزیر مرستیال  څه توره کړې چې د شورا نوی مشر به یې وکړي
کیدای شي بیا دې شورا سره د امریکا او بریټانیا د مرستو د جاري کېدو لپاره کوم چل وي په هر حال په دې به راتلونکې کې خبرې وکړو
خو اوس خبره دا ده چې  د افغانستان حکومت اعلان کړې د سولې د راتلونکو خبرو اترو پایله به سیاسي وي ،  ، چې په افغانستان کې د زورزیاتي په ختیمدو او یوې دوامداره سولې په رامنځته کیدو تمام شي
خو هغه غونډه چې په پاکستان کې جوړه وي سرتاج عزیز یې د ګامونو او پړاونو د مشخصولو خبرې کړي او پدي اړه جزییات د دی هیواد په مرسته او لاس مشخص شوي وي نو کومې نتیجې په تمه پاتې کېدای شو؟
که دوه ملکان کله سره ملګري وو او اوس دښمنان دي علت به یې ستر وي پکې به ډیرې مداخلې شیطانۍ او تېروتنې شوي وي که ګانډي سره وروڼه ول او اوس له یو بل مخ ګرځوي د منځ خبرې یې مالومه نده چا پکې ګټه لیدلې او څه کوي دا به دوې ته هم مالومه نه وي ، هغه د یوې مور زامن چې پرون یې له یو بل پرته ژوند نشو کولې نن یې دا تشه څنګه ډکه شوې احسان او نیکې څنګه هیروې شي مینه په کرکې څنګه بدله شوې دا ټولې پوښتنې دي چې دوې ورته ځواب نشي پیدا کولې قناعت نشي کولې او زړونه یې سره نه پاکیږي
د ناراضي، خفګان او مرورېدو په حالت کې دواړه لوري ځان حق په جانت ګڼي او پړ ملامت مالوم نه وي ، سلامت دواړه لوري وي

همداسې د افغانستان د سولې خبرې او روانې شخړې یو سر نه لري یوه عادي کورنۍ شخړه چې په اسانې نه حل کیږي او صداقت نه موندل کیږي نو د هیواد د سولې دا لانجمنه او پيچلې موضوع دومره په ساده توب اواریدای شي دا نشو منلی
دا نه وایم چې که غل نه اوړي مل دې واوړي،
د یوې ستونزې د اوارې په موخه  لومړې باید د مشکل علت پیدا شي ، د سیاسي شنونکو په وینا دوست او دښمن باید وپيژندل شي ، د خپلې ستونزې د اوارې مسولیت او مشري به سړی خپله وکړي
سوله چا سره کوئ طرف مالوم کړئ
  هغه مهال چې د ښار په مرکزي نقطو ، په وکیلانو وزاتونو  ښونځیو او چارواکو برید کیږي نو وايي دا د پردي کار دی او یا مشخص وايي دا د پاکستان کار دي مخالفین داسې نشي دا امکانات نه لري او….
 که تاسو ته لورې مشخص دی لومړې له دوې سره حساب برابر کړئ
منافقت ، لاس وهنې او د نورو ګټې مالومې کړئ
دا ساده خبرې دي په دې حکومت او مسولین ښه پوهیږي
په حکومت کې څوکې او دسیاسي ونډې ورکړه هیڅکله د افغانستان ستونزه نشي اوارولې په دې وینا او ناستو سره مه ځان غولوئ او مه ولس
د سوکاله افغانستان په هیله
 
Top