د قانون حاکمیت
کله چې په یوه ټولنه کې قانون حاکم شي، نو
په خپله هغه ټولنه د ارتفاع پوړیو ته رسېږي.
د نړۍ پر مختللي هیوادونه چې نن یې موږ او تاسو د نوښتونو شاهدان یو.
د نړۍ پر مختللي هیوادونه چې نن یې موږ او تاسو د نوښتونو شاهدان یو.
له هغه را وروسته چې کله ډیورنډ تپل شوې
کرښه رامنځ ته شوه، یو وجود یې په دوو برخو ووېشه
له هغه وروسته چې کله د ای ایس ای تورو لاسونو زموږ د هیواد قانون تر ستوني ونیو.
له هغه وروسته چې کله د ای ایس ای تورو لاسونو زموږ د هیواد قانون تر ستوني ونیو.
ددې پر ځای چې خلک د قانون په اړوند پوهاوی
تر لاسه کړي، نو له دې امله يې زموږ ځينو خلکو ته وسلې ورکړلې، تر څو د قانون د
پلي کولو مخه ونيسي، غاصب هم د خپل غصب په موخه د قانون پر مادو پښه کېښوده،
زورواکي بیا د خپل ځواک د ساتنې په موخه د قانون موانعو ته لغته ورکړه.
تر ټولو ښه بېلګه يې د ۱۳۹۳ ل کال د وري د میاشتې په شپاړلسمه نېټه چې د
جمهوري رياست ټاکنې تر سره شوې، ټاکنې بهراني حالت ته لاړې او بالاخره خپله دولت
قانون نقض او اجرايه رياست يې رامنځ ته کړ.
د منبر ملا امامان یې دې ته وهڅول چې د
قانون خلاف غږ پورته کړي، هغه مهال چې ګوډ ملا د غازي امان الله خان د قانون په
وړاندې خنډ وګرځېدل.
هغه مهال چې قانون د ټوپک شپېلۍ وګرځېده،
هغه مهال چې قانون په سپينه پاڼو تورې کرښې پاتې شوې، هيچا قانون ته درناوی ونه
کړ.
له هغه مهاله بیا تر ننه پورې زموږ دمینې
هیواد له سختو ننګونواو ستونزو سره مخ شو.
د ښځو په وړاندې بې عدالتي، د ماشومانو په وړاندې زور زیاتی خپله د قانون د نقض څرګندې بېلګې دي.
د ښځو په وړاندې بې عدالتي، د ماشومانو په وړاندې زور زیاتی خپله د قانون د نقض څرګندې بېلګې دي.
دا چې اوس په هیواد کې د قانون څخه خبراوی
به په نژدې راتلونکې کې د غاصبینو، زورواکو او چورواکو د زور واکمني ختمه کړي.
اوس د هیواد په کچه ډېر داسې ځوانان پیدا
شوي دي، چې د قانون د حاکمیت څخه ننګه او دفاع کوي.
دغه ځوانانو سره له هیواد نه لرې په هيواد
مين افغانان هم مله دي، چې له ډلې څخه يې پاک زړی او رښتينی افغان سیار دهسبزی چې
تل يې په هيواد کې د قانون د حاکميت لپاره هلې ځلې کړې دي، په دغه تحريک کې ملګری
دی.
انشاالله دغه ځوانان به د ښځو د حقونو د
خونديتوب لپاره هڅې او هاند کوي، واړه ماشومان ل به له شاقه او سختو کارونو څخه
ژغوري د علم او پوهې لپاره به زمينه برابروي او دوی ته به قلمونه او کتابچې په
لاسونو کې ورکوي.
د ځوانانو د پرمختګونو او نوښتونو په پار
لاسونه کوم.
سیار دهسبزي ته هم اوږد او له خوښیو ډک
ژوند غواړم چې یواځینۍ هیله یې د لوی افغانستان جوړېدل او د قانون حاکمیت دی.
د قانون د حاکميت ځوانانو ته بریاوې غواړم
او په هیواد کې د قانون د حاکمیت په هیله خپله ليکنه رانغاړم.