قتلونه لا ترڅو
هر سهار چې له خوبه راپاڅو، خبرونه اورو ،
په لومړي خبر کې پر موږ د یو چا له خوا یوه ټکه رالویدلې وي. یا مو کوم کلی بمبارد
شوي وي، یا مو د شپې نا معلومو کسانو ښوونځی را سوځولی وي، یا په ځانمرګي برید یا
کومه چاودنه کې په لسګونو او سلګونو مړه او ټپیان سوي یو.یا مو کوم واده په ویر
بدل شوی وي د خوښۍ پر محفل مو هغو دښمنانو چې موږ یې سترګې لیدای نه شو، یرغل کړی
وي.
هغه ورځ ښایي لومړنی سهار و چې لا مې د
ناپیژاندو دښمنانو له خوا پر خپلو خلکو د کوم برید یا بدې پیښې خبر نه و، اوریدلی.
که خوشحاله نه وم نو په زړه کې مې د کوم غم احساس هم نه کاوه، په ټلویزیون کې
خبرونه و، خو ما لکه چې نه غوښتل وایې ورم، پخپل کار لګیا وم، ټلویزیون ته مې نه
ورکتل خو د چا ژړا مې سترګې د ټلویزیون په لوري ور واړولې.کتل مې چې یو ماشوم د
یوې جنازې تر څنګ په خاورو کې ناست دی، ژاړي.ټول خبر مې وانه وریده فکر مې وکړ بیا
زموږ په کوم کلی الوتکو بمبارد کړی یا کومه چاودنه شوې او دغه ماشوم به یې دخپل
پلار له سیوري محروم کړی وي.خو ددغه تازه خبر نور جزیات ژر خپاره شول: د ځمکې پر
سر د یوه کلي د اوسیدونکو تر منځ په نیښته کې درې تنه وژل شوي دي، څو
تنه نور سخت ټبیان دي د ځمکې پر سر په دې جګړه کې څو کورونو ته هم اور اچول شوي او
دغه کورونه سوځیدلي دي، ورسره په یو وخت کې دا خبر هم خپور شو چې په یو بل ولایت
کې دوو قومونو د ځمکې پرسر سره جګړه کړې ده په دې جګړه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله
اوښتې ده.
د دواړو مسلمانو خواوو د یوې ټوټې ځمکې
پرسر سره جګړه وکړه، دواړو خواوو د مقابل لوري کسان ووژل. د جګړې په ډګر کې هغو
تصویرونو چې ټلویزیونونو وښودل، دهر لیدونکي زړه لړزاوه. یوازې دهغو میرمنو او
ماشومانو چیغو چې له رسنیو څخه واوریدل شوې هر آن سخت زړی سړی ژړولی شوای.او دجګړې
ډګر او ددوو مسلمانو خواوو قهراوغوصې زموږ د وحشت انځور وړاندې کاوه.
آیا په دې دومره قومونو کې داسې څوک نه و،
چې خلک یې زغم ته رابللی وای؟ آیا بې د یوبل له وژلو او د هغه ماشوم له یتیمولو چې
د پلار له جنازې نه پاڅیده او دهغې مور له بورولو چې د خپل زوی جنازې ته بې سیکه
ناسته وه بله لاره نه وه؟
له رسنیو سره په مرکوکې هرې خوا د حق دعوه
لرله هرې خوا خپله جګړه برحقه بلله. دې جګړې یو ځل بیا زموږ د وحشت انځور وړاندې
کړ یو ځل بیا یې دا وښودله چې که بهرنیان یا نور مخالفین وي که نه موږ به په خپل
منځ کې یو بل سره خورو، پر یوبل به ظلم کوو دیوبل وینې به تویوو او دې خونخواري ته
به بهانې لټوو.
دا ډول پیښې په ډیرو وروسته پاتې او آن
وحشي قومونو کې کیږي. د مسلو د هواري نورې لارې هم شته، خو موږ له جګړو مرګ او
وینو سره دومره عادت شوي یو چې لومړی ګام مو جګړه او وینې تویول وي. داسې پیښې سړی
نور هم ناهیلی کړي ددې ډول پیښو معنا داده چې موږ په هر صورت باید یو بل سره ووژنو
او د یو بل وینې تویې کړو.
په دې برخه کې کې یوه ټوکې ته ورته کیسه هم
شته ، وایي یو وخت یوه بهرني سیلاني له کوم افغان څخه پوښتنه وکړه، چې دا جرګه او
مرکه څه شی وي چې تاسې یې ډیره یادوئ؟ افغان ورته ویلي په ساده ټکو کې د جرګې په
اړه ویلي و، چې دا زموږ ملي دود دی، کله چې دوه کسه یا دوه قومونه پخپل منځ کې سره
شخړه وکړي، جنګ وکړي یو بل ووژني بیا ددوی د روغې جوړې لپاره جرګه کیږي او جرګه او
مرکه د نورو وینو تویولو مخه نیسي، ویل کیږي بهرني سیلاني ورته وخندل ویې ویل: نو
خو جګړې مه کوئ، یو بل مه وژنئ هغه وخت به جرګې ته هم ضرورت نه وي، او آیا دا جرګه
نه شي کولی چې له جنګ او وینې تویولو دمخه د جنګ او فتنې مخه ونیسي؟
نو زموږ خلکو او په تیره مشرانو ته په کار
ده چې ډیری ستونزې پخپله هوارې کړي. له وړو خورو ورو جګړو رانیولې بیا زموږ پر وطن
د تپل شوې څلویښت کلنې جګړې د مخنیوي او ورکاوي لپاره موږ او زموږ مشران ډیر څه
کولی شو. بل خوا زموږ قلموال باید په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي، پخپلو
لیکنو سره زموږ یو شمیر جګړه خوښوونکي هیوادوال له اوسني وحشته راوباسي. که خدای
مه کړه زموږ دا حال وي نو بیا خو رښتیا هم زموږ خاوره د وحشت جزیره ده او د بې
غرضو او بې زورو زرو کسانو لپاره ژوند پکې ناممکن دی.