د پښتو ژبې  په وده کې د مجلې کردار / ډاکټر نورالبصر امن

په دې کې هېڅ شک نشته چې پښتون زوړ قوم دى او دغه شان پښتو ژبه هم له ډېرو پړاوونو راتېره شوې، زړه ژبه ده، خو د بده مرغه زمونږه سره د پښتو ليک لوست تاريخ ډېر وروستو شروع او هم دغه وجه ده چې زمونږ نسلي رخځېلۍ تر دې دمه د مغالطو ښکار ده او زمونږ تاريخ لا تراوسه په قياسونو اډانه لري. سره د دې چې پښتون په نړۍ کې د شمېر، ننګ ناموس او ژبې په لحاظ يو ښکاره قوم دى، خو تاريخ يې پټ دى. يو متل دى چې "پښتون کيسې او هندو پېسې ګټي"، خو څومره به ښه وه چې دغه کيسې يې په خپل لاس قلم ته سپارلې وې، نو نن به د پښتون او پښتو تاريخ نه د قياسونو بندونه نه تړلي کېدل. په تاريخي دستاوېزونو کې چې مونږ ګورو نو پښتو د وېدا او اوستا سره سمون خوري.
د پښتو ژبې  په وده کې د مجلې کردار / ډاکټر نورالبصر امن
"د تاريخي دورې له سره يواځې دوه ليکلي شوي آثار (وېدا – اوستا) پاته دي. د مقايسوي ژبپوهنې له مخې د دې دواړو ژبو اثرونه په افغاني ژبو او د افغانستان په ځايو او نومو کې څرګند دي. او زياتره لرغونې کلمې اوس هم په هم هغه خپلو تاريخي معناوو مستعملې او ژوندۍ دي او په تېره بيا پښتو بې او د افغانستان د لمر ختېځ شمال ځېنو لهجو داسې تاريخي مواد زياتره ساتلي دي…. نو ځکه موږ پښتو ژبه د سنسکرت او اوستا خور بولو، چې په غږو او قواعدو او تورو کې د دواړو ژبو سره ګډه ده".(١)
د دې دومره تاريخي پس منظر باوجود هم په پښتو کې ليک ډېر وروسته شروع شوى دى. د دې هم ډېر وجوهات دي چې پښتانه په تاريخ کې د ډېرو يرغلګرو سره په ډغرو کې پاتې شوي، دوى چې په کومو سيمو کې پاتې کېدل، د دې ښکار د نيت د ډېرو خلکو پاتې شوى، په دغه وجه دوى په تاريخي دورو کې د قلم نه زيات توره د ځان ملګرې ساتلې ده. که نن دوره مونږ د تاريخي دورې سره پرتله کړو، نو قلم اګر چې راغلى دى خو توره هغه شان نه ده ورکه شوې، څنګه چې پکار وه، مونږ چې په پښتو ادبياتو کې د ليک کومې نښې نښانې وينو، هغه د ١٣٩هـ څخه د امير کروړ بابا د نظم "وياړنې" نه شروع کېږي.
"مونږ پښتو د تحريري ادب تاريخ د دوهمې هجرۍ پېړۍ څخه شروع کوو، ځکه چې د پښتو کوم لومړى شعر چې لاس ته راغلى دى، هغه په (١٣٩هـ) کې ويلې شوې دي. امير کروړ د امير فولاد زوى دى، امير فولاد د ملک شنسب له زامنو څخه و، چې په غور کې يې پادشاهي کوله. امير کروړ په (١٣٩هـ – ٧٥٦ګهـ) د غور په مندېش کې پاچا شو. دې يو غښتلى، کلک او محکم سړى و، په يو تن به د سلو تنو سره جنګېده، نو ځکه کروړ او جهان پهلوان بلل کېده. هغه وخت چې په جنګو کې يې ډېرې فتحې وکړې نو يو زبردست حماسي شعر يې ووايه، چې "وياړنه" يې بولي، د دې شعر يو څو بندونه دا دي:
زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نشته
په هند و سند و پر تخار و پر کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته"(٢)
امير کروړ بابا چې کومه پهلواني په قلم شروع کړې وه، هغه هم هغه شان تانده پاتې شوه او وخت په وخت يې د پرمختګ پړاوونه سر کول، د روښانيانو او دروېزه ګانو په دور کې د نظم سره سره نثر ته هم پاملرنه وشوه او دغه شان په پښتو کې په اول ځل مکمل کتاب د "خېرالبيان" په شکل کې بايزيد انصاري پير روښان وليکلو. د خوشحال بابا او خټکو ادبي دورې پښتو کې د نوي ادبياتو ردې کېښودې، ځکه نو دغې دور ته د پښتو "زرين دور" وييلى شو. د خوشحال نه پس د شاعرۍ په مېدان کې چې د نازکخيالۍ کوم نوښت شروع شو نو پښتو يې د فارسۍ سره څنګ په څنګ ودروله. د سکانو او څه وخت د پېرنګيانو په دوره کې د پښتو ادب په مېدان کې جمود و، خو په اولسي مېدان کې په څه نه څه شکل کې تخليقات روان وو.
"د سکانو د دورې نه يې راواخله د انګرېز د دور د يوې خاصې برخې پورې بغېر د عوامي شاعرۍ نه نوره داسې شاعري په نظر نه راځي، چې د شاعرۍ د تاريخ سازۍ په لړ کې د حوالې په توګه پېش کړى شي. کومه شاعري چې په دغه دور کې شوې ده، د څه خاص قومي خصوصياتو رنګ نه لري، لويه برخه يا خود زمانې بادونو په مخه يوړه او يا تر قلمي نسخو محدود پاتې شوه او د بدقسمتۍ نه زمونږ د نظر نه هډو تېره نه شوه، داسې ځکه وشول چې دغې شاعرۍ د قومي خصوصياتو نمايندګي نه شوه کولى".
د جمود د دغه دورې نه پس د خدايي خدمتګار تحريک شروع کېږي او د هغوى په مقاصدو کې د پښتو ژبې او ادب پرمختګ ته خصوصي پاملرنه شامله وه، ځکه د خدايي خدمتګار تحريک مشران باچا خان، عبدالاکبر خان اکبر، ميا اکبر شاه، عبدالخالق خليق وغېره په دې خبره پوهېدل چې د ژبې د ترقۍ نه بغېر د قوم ترقي ممکن نه ده او دغه وجه ده چې دوى په خپلو سکولونو کې پښتو د يو لازمي مضمون په حېثيت په نصاب کې شامله کړه، چې د هغې ډېرې ګټورې نتيجې مينځ ته راغلې.
د دې نه علاوه به د دوى په جلسو کې هم د پښتو نظمونه پېش کېدل او سالانه مشاعرې به هم راجوړولى شوې، چې د پښتو د ابلاغ يوه اهمه ذريعه وه او دغه وجه وه چې په خدايي خدمتګار تحريک کې نه صرف پښتو عمومي ادب په شعوري او غېر شعوري طور ترقي وکړه، بلکې د صحافت ضرورت يې هم مخصوص کړو او د "پښتون" په نوم يې اخبار شروع کړو، چې د پښتو ژبې ادب په وده او ابلاغ کې يې کردار د چا نه پټ نه دى.
"په جېلخانو کې ما په ښه شان د خپل قوم په حالاتو باندې غور کړى و، زه په دې نتيجه ورسېدم چې دنيا کې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې نه ترقي کولى نه شي او په هغه کې علوم او فنون پېدا کېدى نه شي. ما دا اراده کړې وه چې ضرور به يوه رساله په پښتو کې د خپل قوم پوهولو، د دنيا د حالاتو نه خبرولو او خپلې ژبې ته مائله کولو دپاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن خپله ژبه کې د بچو دپاره د ابتدايي تعليم انتظام وکړي. د راتلو سره ما دا دواړه خبرې انجمن ته پېش کړې. انجمن دې خبرو سره اتفاق وکړو، لېکن د مالي مشکلاتو په وجه به پرې عملي قدم فوراً اخستلى نه شو. د اجازت نامې دپاره مې حکومت ته درخواست وکړو، اجازت نامه مې حاصله کړه او په ١٩٢٨ء کې مې د "پښتون" په نوم يوه رساله د پښتو په ژبه کې د اتمانزو نه جاري کړه".(٤)
د پښتون مجلې شروع کولو سره پښتو ژبه کې د ميډيا تګ ډېر بختور ثابت شو او په خلکو کې د ليک لوست حوصله پېدا شوه. د پښتو د قلم روزنه شروع شوه او په لږ وخت کې ډېر ښه اديبان، شاعران او صحافيان وروزل شول او دغه سفر تر نن پورې جاري دى.
"د دې سوچ او فکر په رڼا کې باچا خان اخر په دې نېک کار کې بريالى شو او د "پښتون" په نوم يې يوه رساله په پښتو ژبه کې جاري کړه، چې د پښتو ژبې اولنۍ رساله ده. که يو خوا په پښتون قام کې د پښتو ژبې د لوستلو او ليکلو شوق پېدا کول وو نو په بل اړخ په قام کې د سياسي بېدارۍ دپاره هم د "پښتون" رسالې لاره خپله کړى شوه. په دې دواړو اړخونو باندې "پښتون" رسالې ډېر د ستاينې وړ خدمات ترسره کړل".(٥)
چونکې په دغه وخت کې د پېرنګي حکمراني وه، هغه د دغه قسم سرګرمو ته ويرېدل، ځکه چې دې مجلو، ورځپاڼو او کتابونو که يو طرف ته په خلکو کې پوهه راوسته، نو بل طرف ته يې د انګرېز د غلامۍ نه د ازادۍ دپاره هم راپارول او د بغاوت دپاره به يې تيارول، چې څومره به وخت تېرېدو، نو دغه مجلې او بلاغ به نه صرف زياتېده بلکې د انګرېزانو خلاف به يې په خلکو کې بېداري پېدا کوله. انګرېزانو دا ويره محسوسه کړه، که چرې په پښتو کې د ابلاغ دغه ذريقعه، ورځپاڼې او اخبارونه، پمفلټونه او کتابونه، هم دغه شان په تېزۍ سره په ترقۍ روان وي، نو دا به زمونږ د حکومت دپاره ډېره خطره جوړه شي، ځکه چې خلک به پوهه شي. سياسي بېداري به پکې راشي، د خپل حق غوښتو جوګه به شي، نو د دغې ويرې او د دې مسلئې حل روس کېپل داسې تجويز کړو:
"په فرنټير رېګولېشن کې دې د يوې نوې دفعې اضافه وکړى شي، چې د هغې له مخه به مقامي انتظاميې ته دا اختيار ترلاسه شي چې د داسې ټولو اخبارونو په داخله بندېز ولګوي، کوم چې د سرحدي صوبې د اولس جذبات راپاروي. د دغې رنګ دفعې نفاذ ته به نه يواځې د معاشرې بهترين عناصر هرکلى ووايي، بلکې دا شان د هندوستان د ورانکارو د ورانو په ناکامۍ کې به لوى کار وکړى شي".(٦)
اګر چې دا کوشش تر څه حده پورې کامياب شو، خو دغه کوششونه يې منع نه کړى شو، بلکې په نتيجه کې يې دغې صحافت ښه وده ومونده او د وخت سره سره به نوې نوې مجلې شروع کېدې. د پښتو ژبې او ادب په وده کې د شلمې صدۍ په وړومبي دور کې دې مجلو ښه کردار لوبولى دى.
"مياشتيزه سرحد، افغان، يوه يادګاري مجله، مياشتيزه پښتون، اووه ورځنۍ انګار، اووه ورځنۍ سېلاب، مياشتيزه ستړې مشې، مياشتيزه آزاد پښتون، اووه ورځنۍ رهبر، اووه ورځنۍ جمهوريت، اووه ورځنۍ انصاف، مياشتيزه الصادقه، مياشتيزه اسلم، پنځلس ورځنۍ جمهوريت، مياشتيزه لار، درې مياشتيزه پښتو، اووه ورځنۍ هلال نو، مياشتيزه ننګالى، اووه ورځنى دوران، اووه ورځنۍ خپلواک، مياشتيزه ژوند، اووه ورځنۍ ژوند، مياشتيزه رڼا، اووه ورځنۍ غنچه، مياشتيزه ليکوال، اووه ورځنۍ امن، پنځلس ورځنۍ رڼا، کوهسار بنو، وږمه نوښار، شفق مردان، هشنغر چارسده، ملاکنډ تاڼه، کاغان اېبټ اباد، کتهار هري پور، چنار پاړه چنار، کرم بنو، ګندهارا پېښور، ګومل ډېره اسماعيل خان".(٧)
په دې مجلو کې اکثر مجلې خالصې ادبي مجلې وې، چې ټولې ليکنې به يې د پښتو ژبې او ادب په اړه وې. دغې مجلو په ادبي مېدان کې پښتو ژبې له ډېره موده ورکړه. بعضې مجلې نيم ادبي يا سياسي وي، خو بيا هم په څه نا څه شکل کې يې د ژبې خدمت کولو. په بعضې اردو مجلو او ورځپاڼو کې هم د پښتو څه نه څه حصه ضرور شامله وه. د بعضې سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو نه هم مجلې جاري وې، چې د پښتو حصه يې هم لرله.
دا وخت نه صرف په لر او بر کې د پښتو بې شمېره مجلې او ورځپاڼې د پښتو ژبې او ادب په پرمختګ کې لګيا دي، بلکې د لر او بر پښتونخوا نه علاوه په پاکستان، افغانستان او بهر ملکونو کې چې پښتانه اوسي، هغوى هم د مورنۍ ژبې د ودې دپاره او د خپلې ادبي تندې دپاره مختلفې مجلې شروع کړي دي، چې ډېر ګټور مضمونونه پکې چاپ کېږي، چې نه صرف د نوي ليکوالو روزنه کوي، بلکې د هغوى د ليکونو د چاپ اهتمام او حوصله افزايي هم کوي.
نن هم ډېرې مجلې داسې دي چې همه وقت د پښتو ژبې او ادب په خدمت کې لګيا دي، په دغه مجلو کې ريسرچ جرنل "پښتو" پښتو اکېډمي، ريسرچ جرنل "تکتو" کوټه، ريسرچ جرنل "پيوټاج" پېښور، امېل پېښور، تاتره پېښور، ليکوال پېښور، پاڅون مردان، مرکه مردان، جرس کراچۍ، غورځنګ سعودي عرب، لمبه کوټه، ټکى جلال آباد، اوربند کابل، خال کوهاټ.
نن دور کې دنيا بدله شوې ده، سائنس او ټېکنالوجۍ ډېره ترقي کړې ده. د ادب رجحانات هم بدل شوي دي، مونږ له هم پکار دي چې د ژبې او ادب د ترقۍ دپاره د وخت سره سم تګ ته ځان چمتو کړو. د پښتو ژبې او ادب په ترقۍ کې د سائنس د ايجاداتو او جديدې ټيکنالوجۍ نه کار واخلو. د عصري تقاضو مطابق د ژبې د پرمختګ لاره خپله کړو. نن دور د کمپيوټر او انټرنېټ دى، پکار ده چې د ابلاغ دغه روايتي طريقو له نوى رنګ ورکړو. دا ډېره د خوشقسمتۍ خبره ده چې پښتو د کمپيوټر ژبه شوه او تر ډېره حده د انټرنېټ ژبه هم، خو مونږ ته لا اوس هم په دغه ټيکنالوجۍ کې د تګ ډېر مزل پاتې دى، ځکه چې ګوګل لا تراوسه پښتو نه ده خپله کړې او د دې نه علاوه د پښتو انلاين ژباړن هم په خړپوسو دى. دغه شان پښتو د انټرنېټ، ګوګل او مارکيټ ژبه جوړول به مونږ ځان ته خپل هدف ږدو، نو ايله به کار کېږي.
 
Top