پښتو او د مورنيو ژبو نړيواله ورځ
يويشتمه فروري هر کال په ټوله نړۍ کې د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، ښه خبره ده خو تر ټولو وړاندې د موجوده بنګله دېش مننه کول ضروري دي چې که هغوي دا قرباني نه وې ورکړې نو نن به چا هم د مورنيو ژبو ارزښت نه منو۔ که هغه ځوانانو خپلې وينې نه وې توئې کړې نو کله به هم ملګرو ملتونو دا ورځ نه وې خاص کړې۔ د بنګال د مننې وروستو صرف دوه خبرې ليکم کومې چې په تېره لنډه موده کې ما اورېدلي او کتلي دي۔
ما ډېره موده وړاندې په يو کتاب کې کتلي وو چې انسان بايد تخليق په هغه ژبه کې وکړي په کوم کې چې خوب ليدل کېږي ځکه چې د جذباتو کومه عکاسي په خپله مورنۍ ژبه کې کېږي نو د هغې لپاره په پردۍ ژبه کې لفظونه خوښول او راغونډول يو زړه ستړی کار دی۔ بيا هم مونږ ته له وړوکوالي راهسې وئيل کېږي چې کاميابي په نړيواله ژبه زدۀ کولو کې ده نه چې په هغه ژبو کې چې يو خاص ټولنه ئې وائي، نو د هغې ځواب خو مې ډېر زر راپېدا کړو چې کومه ژبه مونږ د کاميابۍ ضمانت ګڼو هغه هم د يوې ټولنې ژبه ده، هغوي هم د دغه ژبې لپاره ډېرې ستړې کړي، ډېرې قربانۍ ئې ورکړي، ډېر کتابونه ئې ليکلي، ډېرې څېړنې ئې کړي، د خلکو ډېرې سپورې ستغې ئې هم وړي۔ يوه خبره دا ياد ساتل پکار دي چې نن که يوه ژبه په نړيوال کچ د رابطې يوه ذريعه ګڼل کېږي نو هم دا ژبه د نن نه دوه سوه يا درې سوه کاله وړاندې چا هم نه وئيله، بلکې که چا به وئيله نو خلکو به ورپورې خندل، خو د هغې وئيونکو خپلې هڅې ودرولې نه وې، په خپله ژبه ئې وياړ کوو، څېړنه ئې پکې کوله، ناولې، ډرامې، لنډې قيصې او عامې خبرې ئې پکې ليکلې، تر دې چې څو سوه کاله پس ئې په ټوله نړۍ ومنله۔
په هغه دوه خبرو کې يوه خبره دا ده چې تېره ورځ په پاکستاني رسنيو کې مې د يو اسلامي ګوند د سند څانګې د يو مشر له خُلې دا لفظونه واورېدل چې" دا ځل که په وطن کې سرشمېرنه کېږي نو بايد د سند صوبې اوسېدونکي خپله مورنۍ ژبه سندۍ وليکي"، ښه خبره ده، مونږ پرې خوشحاله يو چې خپلې مورنۍ ژبې سره هغه خلک هم مينه کوي څوک چې وائي چې که عربي زدۀ شي د دنيا هره ژبه زدۀ کېږي۔ د دې مطلب کله هم دا نه دی چې مونږ کله د يوې ژبې سپکاوی کوو، هره ژبه مونږ ته دومره درنه پکار ده څومره چې خپله ژبه وي خو هغه د حمزه بابا په ژبه چې:
اول خپله ژبه پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا
نو که په سند ايالت کې د يو اسلامي ګوند سالار يا يو عام کارکن دا خبره کوي بايد په هر ايالت کې د هغې کارکوونکي دا خبره ومني چې اول خپله ژبه پسته نورې ژبې ځکه چې کوم حق په مونږ د مورنۍ ژبې دی هغه هومره د دې نورو نه دی، لومړۍ د خپلې ژبې ساتنه په مونږ فرض ده، که څوک نورې ژبې زدۀ کوي بالکل دې زدۀ کړي خو خپله ژبه هېرول کمال نه بې کمالي ده۔ دا د جنت او دوزخ قيصې به د مرګ نه پس ته پرېږدو چې په جنت کې به کومه ژبه وي او په دوزخ کې به کومه، ځکه چې د وخت نه مخکې تګ د کم عقله انسانانو کار دی۔ مهم دا دی چې دلته مونږ له کومې پېژندګلو سره پېدا کړی شوي يو يا پېدا شوي يو د هغې ساتنه وکړو، د هغې روزنه په ځان فرض وګڼو نو داسې نه يواځې زمونږ د ژوند يوه لويه فريضه پوره شوه بلکې مونږ به سبا په هڅکه غړۍ نړۍ ته دا وايو چې د خپلو رواياتو، خپلې ژبې او خپل کلتور مونږ ساتنه اور روزنه کړې۔
دوئمه خبره دا ده چې څو ورځې وړاندې د کراچۍ نه د سفر په غرض د سند ايالت دننه سيمو ته تګ مې په نصيب شو، هلته د مزې او وياړ خبره دا ده چې بې له سندۍ ژبې څوک بله ژبه وئيل خو څه چې ليکل هم نه خوښوي۔ خلک که سياسي دي او که غېرسياسي، هره خبره او هر پېغام ئې په خپله مورنۍ ژبه کې دی، که د اسلامي ګوند څوک مشر راځي نو ورته هرکلی په سندۍ ژبه کې ليکل کېږي، که څوک خپل د سياست تبليغ کوي، بېنرې، پوسټرې، پمفلټې يا لوی لوی بورډونه جوړوي نو بله يوه ژبه هم نه وي بلکې سندي ژبه وي خو هم دغه خلک چې کله زمونږ پښتونخوا ته راشي نو بيا ترې مورنۍ ژبه هېره وي۔ په دې کې د هغوي ګناه نشته، ګناه زمونږ د عامو خلکو ده ځکه چې په پښتنو ځوانانو او پېغلو کې لس اتيا فيصده نه زياتو له پښتو ليک لوست نه ورځي او نه ئې د زدۀ کولو سنجيده هڅه کوي ځکه چې د هغوي په نزد کاميابي، روزګار او معاشي ګټې يواځې په انګليسۍ يا اردو ژبه کې دي۔ ژبې ټولې زده کول ضروري دي ځکه چې که مونږ خپل پېغام رسوو نو بايد نړيوالې ژبې وکاروو، که مونږ د بل يو قام د وګړي سره خبرې کوو بايد د رابطې لپاره نورې ژبې زدۀ کړو خو خپله ژبه له هرڅه وړاندې، له ځانه هم وړاندې پکار ده ځکه چې هم دا زمونږ پېژندګلو او د بقا ضمانت دی۔
ډېر خلک نن سبا خوشحاله دي چې ګوګل کې پښتو خوندي شوه نو دا ژبه څوک هم نه شي ورکولی، خو زۀ وايم نۀ، لا پښتو کې ډېرې ستونزې دي، عن تر دې چې دغه ژباړه کوونکې ژبه هم د يو څو خلکو د وئيلو لهجه ده نه چې د ټولو پښتنو۔ نن په نړۍ کې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ نمانځل کېږي، مونږ هم کېدای شي د پښتو ورځ ونمانځو خو د سوچ، فکر (زۀ خو وايم د افسوس) خبره دا ده چې کوم خلک ئې نمانځي په هغوي کې هم زياتره له د پښتو سم ليک لوست نه ورځي۔
نن که مونږ په دې سوچ وکړو چې پښتو ليک لوست زدۀ کولو سره سره د دې ژبې استاذان کېني، څېړنه وکړي، بحثونه وکړي، د خلکو رائې واخلي، د هغې وروستو ټول قام ته دا زيری ورکړي چې مونږ د ژبې په اړه دا فېصلې وکړې او دا متفقه فېصلې دي۔ مونږ ته اوس هم لا د ليک لپاره د يو سم ليکدود ضرورت دی۔
په دې خبره به زما سره ډېر ملګري اتفاق کېدای شي ونه کړي چې پښتون په ژبه ليکلو کې هم لا يو نه دی، خو دا سوچ زمونږ د ژبې استاذانو له پکار دی، که هغه د پُولې دې اړخ ته دي او که هغه اړخ ته، چې سره يوځای کېني او هغه ټولې ستونزې هوارې کړي کومې چې نن د پښتو زدۀ کوونکو ته راپېښې دي۔ زۀ د دې ليک د لارې او د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې پر مهال ټولو استاذانو مشرانو ته خواست کووم چې زمونږ د راتلونکي نسل، د پښتو د بقا، د پښتو د ودې، روزنې او ساتنې لپاره يوځای شي او په شريکه سره مونږ ته يو ليکدود راکړي او ورسره يو داسې لېنګوېج ليبارټري هم جوړه کړي چې نوي ټکي په شريکه سره جوړوي او پښتنو ته ئې وربخښي۔داسې به نه يواځې د پښتون قام د يووالي يو پوخ ثبوت مخې ته راشي بلکې بيا به څوک هم او کله هم د ځانه نوي ټکي نه جوړوي بلکې هم دغه استاذان مشران به ټکي منظوروي او قام ته به ئې ورکوي۔
په پای کې ټولو پښتنو ځوانانو او پېغلو ته دا خواست کووم چې دا ژبه سپکه ونه ګڼي، که چا ته پرې ځان بدي ښکاري نو د هغه ژبو تاريخ دې وګوري کومې چې نن په دنيا بادشاهي کوي چې د دې وړاندې هغه څنګه وې او څنګه ئې دومره پرمختګ کړی دی۔