ژبې چې هېوادونه جوړوي او ورانوي
زه د پښتــــــــون د قافلو سره ځم
دا قیصه د هغه ورځ نه شروع کیږي کله چې محمد علي جناح د پاکستان د وړومبي ګورنر جنرل په حېث ډهاکه کښې په انګرېزۍ ژبه خپل تقریر کښې دا اعلان وکړو چې برهمنه اردو به د ټول مملکتِ خداداد پاکستان قامي ژبه وي. بنګالیانو ځلمو دا د خپلې ژبې او خپل قام سپکاوی وګڼو او دومره زوږ ئې وکړو چې محمد عليجناح په انګرېزۍ ژبه کښې خپل تقریر نیمګړی پرېښودو او د تالار نه سپک راوګرځېدو او بنګالیانو ځلمو ملک په مخه واخستو.
یویشتمه فروري د مورنیو ژبه نړیواله ورځ ده. دغه ورځ د نړۍ ټولو باشعوره قامونو ته دا زیری ورکوي چې مورنۍ ژبه د یو قام اولس فطري، اخلاقي، قانون حق دی خو د دې ورځې د نمانځلو شا ته هاغه خونړۍ حادثه ده چې د دې ملک د واکمنو قوتونو د ناوړه پرېکړې نه راولاړه شوې وه، د کومې تر مخه چې د هندوستان د وېش نه پس دوي دا اعلان کړی ؤ چې اردو به د پاکستان سرکاري ژبه وي او هغه بنګالي ژبه چې د وېش نه اګاهو په کرنسۍ او سټامونو باندې لیکلې راروانه وه، له منځه یوړې شوه. هم دغه پېښه وه چې د بنګال هاغه اولس چې مفلس، پښې ابله، په تن بربنډ، په خېټه نهر خو په فکري توګه شتمن، ذهني توګه باشعور او په قامي توګه بېدار لارو کوڅو ته راووتو. د دې احتجاج او لاریون مشري د "مجلسِ تمدن" سیکتر ابوالکاشم (ابوالقاسم) کوله. جګن ناتهـ پوهنتون ډهاکه کښې په دې پر امن لاریون مرمۍ وورولې شوې چې پایله کښې ئې څلور کسان عبدالسلام، رفیق الدین احمد، ابو البرکات او عبدالجبار په ټکي شهیدان شول. دا د یویشتمې فرورۍ 1952ء نېټه وه. د دې شهیدانو د وینې برکت ؤ چې نه یواځې پاکستانی زور ئې اوبه کړو او د خپلې بنګالۍ ژبې حرمت او اهمیت ئې په ځای وساتل بلکې د نړۍ د نورو قامونو ژبو ته ئې هم د خپل حق او وجود د پاره اواز ورکړو او دوي کښې ئې دومره توان پېدا کړو چې د خپلو ژبو د حق د پاره راپاڅي. ښکاره دا وي چې څه وخت د پاکستان زورورو بنګالي ژبه د حساب، کتاب او نصاب نه ویستله، بنګالیان د ټول پاکستان د ابادۍ څلور پنڅوس فیصده برخه وو.
نه یواځې دا، بلکې دا هغه بنګالیان وو چې د یو اسلامي هېواد د جوړولو د پاره ئې د وړې وچې مسلمانانو کښې ټولو نه زیاته ونډه درلوده. هغوي کښې دا سوچ پېدا شو چې دې نوي هېواد کښې مونږ ته د یو مسلمان ورور په سترګه نه بلکې د یو مرئيي قام په سترګه کتلی شي. په شعوري توګه بېدارو بنګالیانو د خپل قامي وجود او تشخص د پاره ګام پورته کړو او د دې ناوړې پرېکړې اخري نتیجه د "بنګله دېش" صورت کښې مخې ته راغله.
ښکاره دې وي چې دې نه وړاندې هم د پاکستان خوځښت اصل کښې د ژبې په بنیاد د سي.پي او یو.پي د اردو دانو خوځښت ؤ چې د وېش نه مخکښې ئې د انګرېز استعمار په نغوتې د Divide and rule تر مخه د هندي او اردو ژبې د شخړې په حېثیت راپورته کړی شوی ؤ چې وروستو ترې هندو مسلمان تنازعه جوړه شوه او اخري نتیجه ئې د 'اسلامي جمهوریه پاکستان' په صورت د یو نوي هېواد په شکل څرګنده شوه. دې نه اندازه کیږي چې هېوادونه په ژبه جوړیږي هم او ورانیږي هم.
د بنګالیانو دغه سرښندنه تر اوسه خپل قام هېره کړې نه وه. تر دې چې د "وانکور" (کاناډا) یو بنګالي رفیق الاسلام د ملل متحده مشر کوفي عنان ته په نهمه جنورۍ 1998ء کښې یوه چیټۍ وکړه او دغه ټوله پېښه ئې ور په یاده کړه. هم د دې باشعوره بنګالي دغه هڅې وې چې یونیسکو په نولسم نومبر 1999ء کښې د دغه شهید شوو بنګالیان په یاد کښې یویشتمه فروري د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځوله. دا ورځ مونږ ته هر کال دا یادګیرنه راکوي چې یو باشعوره، باهمته قام د خپلې ژبې د پاره د هرې سختې، هر کړاک نه د تېرېدو توان او زغم په ځان کښې پېدا کولی شي چې د هغې په ذریعه خپله ژبه د زورورو زبېښاک کوونکو قوتونو نه په زور وتروړي.