پښتو ژبه او پښتانه / استاد رحمت شاه سايل
په تېرو څو کالو کې ځينې بېن الاقوامي قسم ادارو ويره څرګنده کړې ده، چې په راتلونکو څو کالو کې ځينې ژبې ورکېدى شي.
اوس په نړيواله سطح يويشتمه فروري د مورنو ژبو ورځ ده او دا مونږ هم لکه د نورو خلکو کال په کال کوؤ. زمونږ سره هم يوه ويره موجوده ده. اګر چې زمونږ ژبې ډېرې سختې مرحلې هم ليدلي دي او دا ژبه د ډېرو سختو حالاتو باوجود هم ورکه شوې نه ده. بلکې اوس خو د يو حده پورې شته شوې ده.
خو چې په تېرو ورځو کې دا افواه خوره شوه چې د پنځم جماعت دپاره يې امتحاني پرچه په پښتو کې جوړه نه کړه نو زمونږ د ادب سره وابسته خلکو په ميډيا خصوصاً په سوشل ميډيا يو غوبل جوړ کړو ـ او په دغه غوبل کې د پښتونخوا د اوسني حکومت دغه قدم، په مسلسل ډول د قلم خاوندانو او عامو پښتنو هم وغندو ـ او ډېر امکان شته چې د حکومت ددې قدم خلاف د ژبې د بچ کېدو دپاره د قلم قبيلې د خلکو يو محاذ جوړ شي او د احتجاجونو يوه سلسله روانه شي. ځکه چې د پښتو ژبې سره د وابسته خلکو په پښتنو ډېر اثرات دي. دغسې د پښتنو سياسي ډله چې د اې اېن پي په شکل کې کار کوي او په دغه ګوند چې د باچا خان او ولي خان د سياست کوم اثرات هغې د ژبې اهميت او ضرورت ته خلک يعني عام پښتانۀ ډېر راقريب کړي دي. د باچا خان قول دى چې د کوم قام نه خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي ـ او کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي. دې يو قول هم پښتانه د ژبې غوښتنې ته ډېر رانزدې کړي دي ـ او هسې هم ژبه اوس يو عام شى نه دې پاتې شوى. اوس پښتانه په دې هم پوهه شوي دي، چې دا يوه معاشي مسئله هم ده. د بدقسمتۍ نه ځينې انګرېزي زده خلک چې هغوى اکثر په انچونو کارونه کوي او په ډېرو پېسو يې کوي. هغوى د تعليم يافته خلکو ګمراه کولو دپاره د انګرېزۍ ژبې ضرورت د خلکو د غاړې غړوندى کول غواړي او پښتو واپس غلامۍ طرف ته وړل غواړي. دغسې شايد چې چا د پښتونخوا حکومتي حلقې هم په دې عمل قائلې کړې وي. حالانکې د ژبې مسئله که يو ځل راپورته شوه نو د ډېرې خرابۍ به يې دغه خلک هم تسليم کړي، چې ددې ژبې د ضرورت او اهميت د مقاصدو سره څومره خلک وابسته شوي دي.
نن د ټولې دنيا د تعليم سره وابسته ماهران، پوهان فېصله لري چې تعليم په مورنۍ ژبه کې په کار دى. دا تحقيق د خلکو نه تعليم يافته جوړول دي او زمونږ د اېډهاک ازم سره وابسته دانشوران خپل قام او خپله ژبه د پردو ژبو په روا لارو ورکه کول غواړي. د غازي امان الله په زمانه کې هغه وخت په افغانستان کې، شهزاده نصرالله په لندني ماڼۍ کې يو رېډيو سټېشن جوړ کړى و. دا هغه وخت وو چې لا په هند، ايران، روس، چين او ددې ځاى په نورو ملکونو کې رېډيو نه و. ان چې دغه وخت بي بي سي هم نه و. ددغې رېډيو نوم و (پښتون ژغ) دغه وخت هغوى له دا چل هم نه ورتلو چې په دې څه نشريات پېش کړي. نو په دغه رېډيو هغوى خلکو ته پښتو ورزده کوله.
نن په پښتو کې نه يوازې د ډاکټرۍ او انجينيرۍ پورې، هلته تعليم کېږي، بلکې هلته او دلته په زرګونو کتابونه په هره هره موضوع چاپ کېږي ـ او اوس عام پښتانه د خپلې ژبې سره د مور غوندې مينه کوي.
لکه يونانيان چې د عقيدې تر حده د ماشوم درې مياندې په ګوته کوي. يو مور ګېډه، دا د تحقيق نه وتې خبره ده چې ماشوم چې کله ساه ولري. د هغې وخت نه دى د مور په ګېډه کې ژبه زده کول شروع کړي. د پېدائش نه پس چې دده مور کومه ژبه وايي دغه دده دويمه مور وي ـ او دريم ده ته مور د کور کلي او وطن مينه ورکوي. دى چې په کومه خاوره خړپوسې وکړي او دغه خاوره وڅکي نو وطن يې دريمه مور شي. تر اوسه چې د پښتون بچي سره په دې معامله کې کوم ظلم او زياتى شوى دى. بايد چې دا ورسره نور ونۀ شي. که څوک غواړي چې پښتون دې تعليم وکړي ـ نو بايد چې ددغې تاريخي قوم ژبه د سکول، کالج، دفتر او عدالت ژبه شي. دا د پښتنو بنيادي حق دے ـ او دا چې ترې څوک هم په هره بهانه تروړل غواړي. هغه د دوى نه خپل بنيادي حق تروړل غواړي. حالانکې اوس ددغسې کولو وختونه او زمانې نه دي. خلکو دا مرحلې سرکړي دي. په دې ډېرې خبرې او بحث ممکن دے، خو زمونږ سره د زياتو موادو پېش کولو ګنجائش ډېر کم وي، نو دا خبرې به د مولانا ابوالکلام آزاد په دې خبره بس کړو. هغه وايي، چې د مورنۍ ژبې تعليم داسې دى لکه ته چې د بادام نه پوټکى لرې کړې ـ او د بادام مغز په ماشوم وخورې ـ ماشوم ته په نورو ژبو کې سبق ورکول داسې دي لکه ماشوم له چې د پوټکي سره بادام ورکړې. دغسې هغه ته نه د بادام د ذائقې پته ولګي او نه دده بدن ته کومه وده ورکړي. بلکې د پوټکي د بادام په چغژۍ آزادولو کې هغه خپل وخت وبايلي.