د
کندهار د امنيه قومندان او والي ترمنځ د اختلاف اوازې رد سوې
دکندهارولایتي اداره وایې چي
دسپین بولدک ولسوالۍ دګمرک دري مامورین یې داختلاس په تور نیولي او څارنوالۍ ته یې
معرفي کړي دي. جنرال عبدالرازق
بلخوا دکندهار دوالي ویاند هغه آوازي هم په کلکه رد کړې چي ګواکي دنیول سوو کسانو پر سر دوالي او امنیه قومندان ترمنځ اختلافات رامنځته سوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايې چي د سپین بولدک ولسوالۍ د ګمرک مدیر او دوه نور مامورین له دې امله نیولي چي شاوخوا ۱۵ موټرانو ته يي د ګمرکي محصول پرته د تېریدو اجازه ورکړي وه.
د خپلواک په خبره د تیری یکشنبې په ورځ د کندهار والي لخوا یو پلاوي د سپین بولدک ولسوالۍ سرحدي ګمرک ته د فساد د ادعاوو د څېړو لپاره واستول سو.
د خپلواک وایې چي د پلاوي تر څیړیني وروسته معلومه سوه چي یو شمیر باربري موټرانو ته دګمرکي محصول پرته د تیریدو اجازه ورکول کیږي .
د نوموړي په خبره د ملي امنیت ځواکونو او د ورغلی هیئت لخوا د موضوع سره په تړاو د ګمرک مدیر او دوه نور مامورین نیول سوي .
همدارنګه دکندهار د والي ویاند زیاته کړه چي په یاده موضوع کي ممکن دکندهاردعمومي ګمرک یوشمېر لوړپوړي مامورین هم ښکیل وي.
دخپلواک په خبره چي څیړوونکى پلاوى پر دې موضوع هراړخیز کار کوي ترڅو معلوم کړي چي دکندهار دګمرک څو تنه لوړپوړي او ټیټ پوړي مامورین په فساد کي ښکیل دي.
په ورته وخت کي داسي راپورونه هم خپاره سوې چي نیول سوي کسان دکندهار په امنيي قومندانۍ پورې اړه لري چي په ترڅ کي يې دکندهار والي او دامنیه قومندان ترمنځ اختلافات رامنځته سوي، خو دکندهار والي ویاند صمیم خپلواک دغه تشي آوازي بولي او وایې چي دیادو دوو لوړپوړو چارواکو اړیکي دپخوا په رقم دي.
ها خوا بيا دکندهار د امنیي قومندانۍ ویاند ضیا درانی هم وایې چي ددغه کسانو تر نیول کیدو وروسته شپږ موټره وسله وال چي ګمرک ته دپولیسو د اجازې پرته داخلیدل هم نیول سوي دي .
د دراني په خبره چي پلټني رواني ترڅو معلوم کړي نیولي سوي کسان په چا پوري مربوط دي.

په ټولنيزو رسنيو کې دا موضوع
خورا جدي نيول سوې ده او ويل سوي دي چې د کندهار د امنيي قومندان او والي ترمنځ
اختلافات رامنځته سوې خو په لويه کې ويل کيږي چې ددي موضوع څخه ډېرى کسان ناوړه
ګټه پورته کوي.