افغان او فنلنډ د کډوالۍ د مخنیوي لپاره پر مشترکو برنامو کار کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر  د خپل کار په دفتر کې د فنلنډ جمهوریت د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې اغلې پیرکو هامالانین سره وکتل.
په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او په فنلنډ کې د افغان کډوالو د وضیعت په اړه خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې هېواد یې د فنلنډ په شمول له ټولو اروپایي هېوادونو سره پر داسې مشترکو اقتصادي او امنیتي برنامو کار کوي، چې د تطبیق په پایله کې یې د کډوالۍ یو شمېر مهم عوامل رفع شي. د هغه په وینا افغان دولت د سولې خبرو د پیل لپاره د څلور اړخیزو مزاکراتو پایلو ته امیدوار دی او هیله لري، چې د افغان دولت د سولې د ټینګښت او د امنیت د تامین هلې ځلې به مثبتې پایلې ولري او په دې توګه به د کډوالۍ امنیتي لاملونه له منځه لاړ شي. 
د فنلنډ د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې اغلې پیرکو هامالانین و ویل، چې په هېواد کې یې تر عراقي کډوالو وروسته ډېر شمېر افغان کډوال مېشت دي. د هغې په خبره هېواد یې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره پر مشترکو اقتصادي او امنیتي برنامو کار ته ژمن دی. 
په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.
 
Top