«اکثره آلمانان له مهاجرو
د منفي اغېزو اټکل کوي»
د يوې تازه تر سره سوي نظر
پوښتني پايلي ښيي چي د آلمانانو اکثريت فکر کوي چي پناه غوښتونکي به د دغه هيواد
پر اقتصاد او ټولنه منفي اغېزې وکړي.
د آلمانانو اکثريت بيره لري چي په زيات
شمېر د پناه غوښتونکو راتګ به د آلمان اقتصاد او ټولني ته منفي پايلي ولري. د يوې
تازه تر سره سوي نظر پوښتني له مخي د پوښتل سوو آلمانانو۵۷ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو په راتګ سره به
آلمان د ژوند کولو له پاره تر پخوا خراب سي.
د اقتصادي څېړنو له پاره د آلماني انستيتيوت (DIW) له خوا په تر سره سوې دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۳ سلني ويلي چي «د پناه غوښتونکو له کبله به د آلمان د کلتوري ژوند برخه زیان وويني.» د دغې نظر پوښتنې پايلي د فونکه په نوم آلماني ورځپاڼي او رسنيو ډلي په خپل يو راپور کي خپرې کړي دي.
د پوښتل سوو۳۰ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو له کبله به په
آلمان کي کلتوري ژوند لا زياته وده وکړي. په داسي حال کي چي د پوښتل سوو۴۷ سلنه فکر کوي چي پناه غوښتونکي به د آلمان پر
اقتصاد منفي اغېز ولري.
خو د پوښتل سوو کسانو هر دريم فکر هم کوي
چي د آلمان پر اقتصاد به د پناه غوښتونکو د مثبتو اغېزو کچه تر منفي اغېزو زیاته
وي.
په عمومي توګه د پوښتل سوو کسانو ۷۹ سلنه په دې نظر دي چي د مهاجرو د راتګ بهير ګواښونه يې تر چانسونو زیات دي. تقريبا ۵۷ سلنه پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي تر اوږدې مودې پوري به د پناه غوښتونکو د راتګ ګواښونه تر چانسونو زیات وي.
په عمومي توګه د پوښتل سوو کسانو ۷۹ سلنه په دې نظر دي چي د مهاجرو د راتګ بهير ګواښونه يې تر چانسونو زیات دي. تقريبا ۵۷ سلنه پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي تر اوږدې مودې پوري به د پناه غوښتونکو د راتګ ګواښونه تر چانسونو زیات وي.
خو د پناه غوښتونکو د منفي اغېزو له بيري
سره سره د پوښتل سوو تقريبا ۳۰ سلني
ويلي دي چي له مهاجرو سره يې مرستي کړي دي. په دغو کي ځينو د موادو او ځينو بیا د
پيسو مرستي کړي دي.
د دغو کسانو۲۶ سلنه وايي چي په پام کي لري په راتلونکې کي هم
له مهاجرو سره کومک وکړي. د پوښتل سوو کسانو ۵ سلني ويلي دي چي په سياسي توګه د پناه غوښتونکو
ملاتړ کوي.
د دغو کسانو په وينا دوی د احتجاجونو،
لاريونونو او ورته فعاليتونو په مرسته د پناه غوښتونکو سياسي ملاتړ کوي.