_دافغانستان اجرایه ریس جمهور ډاکتر عبدالله عبدالله نوم دنړۍ په ګرانبیه پلورنځي کې پر طلا لیکل شوی !
عبدالله عبدالله دافغانستان دبهرنیو چارو پخوانی وزیر او د اوسني حکومت اجرائیه رئیس د نړۍ دګرانبیه پلورنځيHose of Bijan کې پر طلا لیکل شوی دی.
هاوس اف بیژن، د دوو ایراني الاصله امریکايانو بیژن پاکزاد او دار محمودي لخوا په ۱۹۷۶ز کې دکالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې جوړ شوی دی.
یوازې دنارینه و کالي پلوري.
دا پلورنځای، چې دنړۍ په کچه تر ټولو ګرانبیه هغه شمېرل کیږي، دخپل هر مشتري له ذوق او غوښتنې سره کالي ډیزانوي او بیا دا ډیزاین نوروته نه ورکول کیږي.هر ډیزاین، چې دا پلورنځای جوړوي، بیا یې دشیک کالیو په بڼه وړاندې کوي او دیو یا ځانګړي کس لپاره غوره شوې وي. سره له دی، چې ددې پلورنځای مراجعین ډېر لږ دي، خو مشتریان یې اړ دي، چې له ورتګ وړاندې وخت واخلي.
دا پلورنځای ځکه مشهور دی، چې دنړۍ مشهور او بډایه خلک یې له مشتریانو څخه ګڼل کیږي، ددې پلورنځای دمنځنۍ کچې سودا یا پېرل نږدې ۱۰۰ زره ډالره بیه لري، له همدې دلیله ګرانبیه شمیرل کیږي.
هاوس اف بیژن، چې دنړۍ له ګرانبیه پلورنځیو څخه دی، نوموتي مشتریان لري، بډایه،هنرمندان، سیاستوال یې مشتریان دي، ډیری مشتریان یې دهالیوډ ستوري، عرب شیخان، سیاستوال دي.
پر طلا( سرو زرو) دمشتریانو نوم لیکنه


هاوس اف بيژن دخپلو نوموتو او مشهورو مشتریانو په ویاړ دهغوي نومونه د پلورنځای پر بهرنۍ ښېښه دسرو زرو پر اوبو لیکي، دکومو مشتریانو نومونه، چې پر طلا لیکل شوي دي تر نومونو لاندې یې دا جمله لیکل شوې ده( پر ښه ذوق او سبک مو درود،ځواکمن د زمان له قید وراخو فکر کوي)
جورج کلوني، دهالیوډ ستوری،جاني ډپ دهالیوډ ستوری،پاول مک کارټنی، مشهور انګلیسي سندرغاړی،ټایګرووډ دګلف مشهور امریکايي لوبغاړی،دانګلستان شهزاده، ریچارډ هیلټن دهیلټن مشهورو هوټلونوڅښتن، داماراتو بهرنیو چارو وزیر، داردن پاچا عبدالله، چینايي ملیارډیرلی جینوان،ولید بن طلال بن عبدالعزیز دسعودي عربستان دشاهي کورنۍ غړی، جورج ډبلیو بوش، باراک اوباما، ولاډیمیر پوټین، ټوني بلیر، جان کیري،خوان کارلوس دهسپانیې پاچا او دافغانستان دبهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله.
د هاوس اف بیژن دمشتریانو شتمني
د هاوس اف بیژن څښتن پاکزاد له لاس انجلس ټایمز سره په خپله مرکه کې ویلي دي، زموږ دپلورنځای مشتریان باید دمیاشتې لږ تر لږه یو ملیون ډالر ګټه ولري، زموږ مشتریان له ټکس ورکولو وروسته باید هره میاشت یو ملیون ډالر وګټي، زموږ مشتریان دمیاشتې یو ملیون ګټه لري، خو ددریمې نړۍ دمشتریانو لپاره دا بیا اسانه چاره نه ده، زموږ دڅیړنیو له مخې زموږ دځینېو مشتریانو شتمني داسې اټکل شوې ده.
باراک اوباما ۱۲ ملیونه ډالر
ولادیمیر پوتین له ۱۰۰ ملیونو ډالرو زیات .
جورج کلونی ۱۴۰ ملیون ډالر
روبرت دنیرو ۱۸۵ ملیون ډالر
ډیویډ بکهام ۷۷۱ ملیون ډالر
عبدالله دوم ۷۵۰ ملیون ډالر
جابر الثانی۱۲ ملیون ډالر
ټوني بلیر ۸۷ ملیون ډالر
عبدالله بن زیاد ال نهیان ۲۳ ملیون ډالر
جان کری ۱۹۸ ملیون ډالر
اوس، چې په هاوس اف بیژن کې دمشتریانو نومونو ته وګوروډیری یې په ملیونو پانګه او شتمني لري، خو عبدالله عبدالله دحکومت اجرائیه رئیس دهمدې پلورنځای له مهمو مشتریانو څخه دی، د۱۳۹۴ په قوس کې دفساد پر ضد ادارې سره خپله شتمني ثبت کړې ده نوموړي ویلی دي، چې ۱۰ ملیونه افغانی او ۷ زره ډالر لري.
عبدالله عبدالله، چې خپله شمتني ثبت کړی ده، چې له ۱۰ ملیونه افغانۍ او ۷ زره ډالرو زیات څه نه لري، خو نوم یې دهاوس اف بیژن په پلورنځای کې دسرو زرو یا طلا پر اوبو لیکل شوی دی، په همدې پلورنځای کې دعبدالله عبدالله داسې یو انځور هم شته، چې دحامد کرزي دواکمنۍ پرمهال دبهرنیو چارو وزیر و، عبدالله عبدالله، چې په افغانستان کې پر شیک پوش مشهور دی داسې مهال له یاد پلورنځای څخه ګرانبیه توکي او کالي رانیسي، چې دافغانستان نږدې ۴۰٪ وګړي تر بیوزلۍ له کرښې ټیټ ژوند کوي، د۴ او ۸ ملیونه وګړي
بېکاره دي، یوازې تېر کال ۲۵۰ زره وګړو افغانستان پرېښی دی.
اوس یې نو درسره شربک کړه
کافی سعید کریمی
 
Top