یونان کې ولې نارینه کډوالو 'فحاشۍ' ته مخه کړې؟
شریک یې
کړئ
بي بي سي موندلې چې د یونان
پلازمېنه آتن کې یوشمېر ځوانو نارینه وو پناه غوښتونکو د ژوند د تېرولو لپاره ان
فحشا ته مخه کړې ده.
یوناني چارواکي وايي، شاوخوا
۶۰ زره کډوال د اژ ټاپو د کډوالو
پنډغالي کې اوسېږي.
ګڼ کډوال شمالي اروپا ته د
رسېدو هڅه کوي، خو د سرحدي قوانینو د بدلون له کبله په یونان کې بند پاتې دي او
هلته په قانوني توګه کار نه شي کولی.
ځینې کډوال اړ شوي چې د خپل
ځان د چلولو لپاره فحشا ته مخه کړي.
له دغو کسانو یوه ۲۵ کلن ایراني بي بي سي ته ویلي، له
بوډاګانو سره ناروا جنسي اړیکو په اړه سخت شرمنده دی.
دی وايي، د فحاشۍ له کبله یې
له ۵ تر ۱۰ پورې ډالر ترلاسه کول.
د بي بي سي خبریال وايي،
ځوانان د آتن په پارکونو کې د مشتریانو په تمه ناست وو.
په یوه بله پېښه کې یوه ۱۵ کلن تنکي افغان کډوال هم فحاشۍ ته
مخه کړې ده.
د امیر په نامه دغه افغان
زلمی چې د یو څو پیسو لپاره يي فحشا کړې، وايي شرمنده دی:
"زه بختور وم چې سپين زوړ سړی را
باندې پېښ شو، خو ډېر وېرېدلی او شرمنده یم، څو ځلې مې د ځانوژنې هڅه وکړه، خو بیا
مې مور را یاده شوه چې څنګه درد به پرې تېر شي".
د "ګلوبل پوسټ" په
نامه انټرنېټي خپرنۍ پخپل یوه راپور کې ویلي وو، په یونان کې د افغانستان او سوریې
ځینو نارینه کډوال د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره فحاشۍ ته اړایستل شوي دي.
په یونان کې فحاشي روا ده،
خو دا کار یوازې فحشاځایونو کې جایز ګڼل کېږي.
ګلوبل پوسټ لیکلي وو، دغه
نارینه ان د لسو یورو لپاره هم فحاشۍ ته حاضر وو، خو په ځینو مواردو کې یې ان د
دوو یورو په مقابل کې هم ناروا جنسي اړیکي نیولي دي.