په
لس گونه مهاجر په اوبو کې له ډوبیدو ژغورل شوي
د آلمان د
سمندري ژغورونې ځواکونه چې د شنبې په ورځ یونان ته رسیدلي دي، د دوشنبې په ورځ یې
د خپل ماموریت په پیل کې ۵۷
تنه مهاجر د مدیترانې په آژه سیمندر کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د
یونان د سمندري ژغورنې عملې د سحر په ۶ بجو د آلمان
د ژغورنې کیشتۍ ته د خطر سگنال ورکړ. ژغورل شوي کسان ټول سوریایې مهاجر ول. هغوي د
یونان د لیسبوس ټاپو د موتیلینه په ساحل کې مسئولینو ته سپارل شوي دي.
په اوس وخت کې د آلمان
سمندري ژغورنې ځواکونه د نړیوال ماموریت په چوکاټ کې د یو محدود وخت له پاره له
خپلو یوناني سیالانو سره مرسته کوي. د «میندن» په نوم ژغورونکې آلمانۍ کیشتۍ د
آلمان په زیلت ټاپو مستقره وه او له هغه ځایه د ژغورنې پر وسایلو تر مجهز کیدو
وروسته د یوې بار وړونکي کیشتې په وسیله د آژه سمندر ته انتقال کړای شوه.
یو سوداگر دغه کیشتې
وپیرله او هغه یې په وړیا توگه «د ډوبیدو په حال کې کیشتیو د ژغورنې له پاره
آلماني ټولنې» ته په اختیار کې ورکړله. د دغې ټولنې د مسئولینو په خبره نوموړۍ
کیشتۍ له خپلې عملې سره دوه ورځې مخکې یونان ته رسیدلې ده.
د ډوبیدو په حال کې
کیشتیو د ژغورنې له پاره آلماني ټولنې تر څنگ د شمالي اروپایې هیوادونو یو شمیر
ژغورونکي ځواکونه هم مهاجر له ډوبیدو څخه ژغوري.
د ۴۸
هیوادونو ۱۲۵ سازمانونه په نړیوالو عملیاتو کې یو بل سره
همکاري کوي. دوی غواړي د یونان ژغورونکي ځواکونو ته روزنه ورکړي او یو په یو ټاکلي
وخت کې د هغوې ملاتړ وکړي.