هامبورگ پخپله خوښه ستنیدونکو مهاجرو ته ۲۲۰۰ يورو ورکوي

په آلمان کې د هامبورگ ایالت سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دغه ایالت کې پخپله خوښه ستندونکو مهاجرو ته ۲۲۰۰ يورو ورکوي. د دغو چارواکو په خبره د دغي پروژې محبوبیت ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی.
 د فوکس آنلاين آلمانۍ ورځپاڼې د هامبورگ «آبند بلټ» ورځپاني په حواله لیکلي دي چې له هامبورگ څخه پخپله خوښه ستنیدونکو کډوالو په شمیر کې په پرله پسې توگه ډېرښت راغلی.

د دغه بهیر د چټکوالي یو لامل دا دی چې چارواکو د مهاجرو بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو بهیر د گړنډیتوب په موخه د کورنۍ د هر غړي پر سر مهاجرو ته د ۲۲۰۰يورو د ورکړي پروگرام پیل کړی دی.
فوکس آنلاین دا هم لیکلي دي چې پخپله خوښه خپل هیواد ته ستنیدونکي مهاجر په دې پوهیږي چې په آلمان کې یې د قبلیدو چانس ډیر کم دی.
د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې له دغه ایالت څخه ۲۰۵ تنه مهاجر په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې ۱۰۸ تنه نور بیا په جبري توگه له دغه هیواده ایستل شوي دي.
د هامبورگ چارواکي وایې چې د مهاجرو خپل هیواد ته د بیرته ستنولو مصارف په آلمان کې دوی ته د استوگني ځای او نورو امکاناتو برابرو په پرته خورا کم لگښت ایجابوي.
که څه هم ځيني مهاجر د دغي پروژې هرکلۍ کوي، خو پر دغي پروژې بیا ځينو سیاسي او ټولنیزو کړیو سختي نیوکي کړي دي.
د آلمان د فامیلي چارو وزیري مانوئل شویزش، د مهاجرو په کمپونو کې د ماشومانو او ښځو د خوندیتوب تضمینولو په موخه د یوې پروژې اعلان وکړ. د دغه وزارت په حواله د يادي پروژې په ترڅ کې به د مهاجرو په کمپونو کې د ښځو له پاره د مشورې ورکولو مرکزونه جوړ شي.
د دې ترڅنگ ښځو ته جلا استوگنځایونه او د اړونده ادارو ترمنځ د همکارۍ بهتره کولو اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
د آلمان د فامیلي چارو وزارت د ویاند په حواله په لومړي سر کې به د کډوالو په ۲۵ مرکزونو کې دغه پروژه پیل شي. د هغه په خبره د دې کار له پاره یو میلیون يورو بودیجه ځانکړې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د مهاجرو په موقتي استوگنځایونو کې د دې له پاره چې ښځې او ماشومان له ممکنه زور زیاتي څخه وساتل شي د ټولنیزو کارکوونکو خدمات او له کارپوهانو څخه به مشورې واخیستل شي.
 
Top