د
مهاجرو په بحران کي افغانان له پامه غورځول سوي
د اروپايي
اتحاديې او ترکيې په سرمشريزه کي د سوريې د مهاجرو په تړاو وړانديزونه وسول. خو
داسي معلوميږي چي په دې تړاو افغان پناه غوښتونکي له پامه غورځول سوي دي.
په ترکيه کي اوس د
سوريې د پڼاه غوښتونکو شمېر تقريبا ۲،۷ مليونه دی.
له ترکيې څخه د اروپايي اتحاديې و غړو هيوادونو ته د دغو سوريايي پناه غوښتونکو د
تلو د مخه نيولو له پاره د ترکيې او اروپايي اتحاديې په سرمشريزه کي غور و بحث وسو.
په دغه تناظر کي په ترکيه کي د سوريې د پناه غوښتونکو له پاره ځانګړي مرکزونه د جوړېدو په حال کي دي. په پام کي نيول سوې چي په دغو مراکزو کي د سوريې پناه غوښتونکو ته د روغتيايي خدماتو تر څنګ يو شمېر نوري آسانتياوي بابري کړل سي. په ترکيه کي د سوريې د مهاجرينو د ماشومانو له پاره د زدکړي آسانتياوي هم برابري سوي دي.

له بل اړخه په ترکيه
کي موجوده افغان پناه غوښتونکي له دغو آسانتياؤ څخه بې برخي دي. مرستندويانو
خبرداری ورکړی، چي که د ترکيې پر ساحلونو د پرتو افغان پناه غوښتونکو په وړاندي بې
غوري ادامه ولري، نو ښايي د هغوی ژوند د ګواښ سره مخامخ سي.
د اروپا په پارلمان کي د ترکيې له پاره ځانګړي چارواکي کائی پري د رويټررز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي چي د اروپايي اتحاديې توجه صرف د سوريې پر مهاجرو مرکوزه ده او نورو اړخونو ته پام نه کوي. دغه چارواکي ويلي چي که د سوريې د مهاجرو مسئله حل هم کړل سي، بيا به هم د مهاجرينو بحران پر ځای پاته وي، ولي چي د يو شمېر نورو هيوادونو د پناه غوښتونکو حقونه تر پښو لاندي کيږي.

يو شمېر افغان پناه
غوښتونکو و رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي هغوی حتی د پناه غوښتونکو له پاره د
ملګرو ملتونو د ټولني سره د مرکې څخه هم راګرځول کيږي. دا په داسي حال کي چي دغه
ابتدايي انټرويو يا مرکه زيات وختونه د هغوی د ځای پر ځای کولو پر لار لومړی ګام
ثابتيږي.
تېر کال و ترکيې ته د رسېدلو افغان پناه غوښتونکو شمېر تقريبا ۶۳ زره ؤ. خو په ۲۰۱۴ کال دغه شمېر صرف تر ۱۴ زرو پوري محدود ؤ. په ترکيه کي د افغان پناه غوښتونکو څخه يوه هم حکيمه رضايي ده. د څلورو ماشومانو دغه مور وايي چي غواړي له ترکيې څخه و يونان ته ولاړه سي.

حکيمه رضايي وايي چي
خپل څلور ماشومان يې تر مخه لا د نورو افغان کورنيو سره يونان ته لېږلي دي. دغه
مېرمنه وايي چي ورته اجازه نه ورکول کيږي چي خپلو څلورو ماشومانو ته ځان ورسوي.
دغې افغانې مېرمني د رويټرز خبري آژانس ته د خپلو ماشومانو د تذکرو او اسنادو
ښودلو پر وخت ويلي: «زه هره ورځ په خپلو ماشومانو پسي ژاړم.»
له بل اړخه د اروپايي اتحاديې د اعداد او شمېرو له مخي تېر کال تقريبا ۶۴ زرو انسانانو په ترکيه کي د پناه غوښتنه کړې چي پکښي ۱۱ زره افغانان شامله ول. خو زياته سوې چي په دغو کي صرف د ۴۵۹ د پناه غوښتنليکونه پروسه سوي دي.