خپلې مېرمنې ته د نيږدې کېدو ۷ ساده لارې

نن ( مارچ ۸ ) د نړیوالې ورځې په نوم نومولې شوې. زموږ په ټولنه کې ناپوهۍ، جګړې او نورو تاوتریخوالو د ښځو حقوق هم له هغوی څخه اخیستي دي. کومه مينه چې باید ښځو ( مور، خور، مېرمن...) ته ورکړل شوې وای نه ده ورکړل شوې، یا نه غواړو او یا هم نه پوهېږو چې څنګه دوی ته مینه ورکړو. موږ ځانونه په ډېرو مواردو کې د مېرمنو باداران او دوی غلامانې ګڼو؛ خو داسې نه ده. په اسلام کې هم د ښځو د حقونو په اړه ډېر څه راغلي، که یوازې هغه وڅارو او عمل پرې وکړو د خپلو میندو، خويندو او مېرمنو حقوق به مو ادا کړي وي. د ژوند ملګرې ( مېرمن ) زموږ د ژوند اصلي برخه جوړوي او د هغې ته مينه ورکول د خاوند دنده ده. هیله ده چې لاندې  ژباړه (خپلې مېرمنې ته د نيږدې کېدو ۷ ساده لارې) تاسو ته ستاسو ( مېرمنې او خاوند ) د اړیکو په ښه والي کې ګټه وکړي!
 خپلې مېرمنې ته د نيږدې کېدو ۷ ساده لارې
د مينې په نړۍ کې هر څه ښکلي او جذاب دي. لمړیو کې په یوه بل مينېږی، چې اصلاً له یو بل څخه لرې کېدای نه
شی. تل له یوه بل سره په اړیکه کې یاست یا یو بل ته پیغام لېږی. هر شیبه د یو بل د اړیکو او یو ځای کېدو په اړه نوي څيزونه پیدا کوی. د وخت په تېرېدو سره دا خامه مينه تکميلېږي او ورو- ورو یو بل ته په ښو ملګرو او تلپاتې یارانو بدلېږی او د واده څخه څو کاله وروسته په ناغوښتلې توګه په دواړو خواوو کې ځينې عادات رامنځ ته کېږي.  لږ فکر او هڅه د دواړو خواوو د اړیکو په ښه والي کې حيرانونکي بدلونونه رامنځ ته کوي، چې د تلپاتې او دوام لرونکې مينې بنسټ اېږدي. په واده کې د یوه بل سره پېژندل، ملګري او اوسېدل بسنه نه کوي، بلکې ډېر نور ساده څيزونه دي، چې کولی شي نه هېرېدونکې خاطرې مو په ذهن پرېږدي.
۱. د خوراکي توکو رانیول
هره ورځ له خوبه پاڅېدل او بیا د اړتیا وړ ورځني خوراکي توکو رانیول، ځان ته مه اجباري کوی. کولی شی له دې ورځو څخه په ګټه د خوراکي توکو یو لیست جوړ کړئ. د نویو خوراکي توکو په اړه پلټنه وکړئ. خپل لیست له ځان سره یوسئ او د رانیولو په وخت کې د هغه خوند په اړه فکر وکړئ، چې د دوه کسيزه پخلي په وخت کې به یې ولری.
۲. د اونۍ په پای کې پلي ګرځېدل
کله چې مېرمن او خاوند کولی شي لاس په لاس یو بل سره وګرځي او د یو بل په څنګ کې اوسېدو څخه خوند واخلي، دا به ښه وي چې په دې وخت کې خپل موبایل بند کړئ، تر څو د هغه زنګونه مو صمیمیت له منځه یو نه سي. د شنو او ښکلو ګلونو، ونو او په ګرمه هوا کې له یو بل سره د اوسېدو څخه خوند واخلي.
۳. د اونۍ دوه کسیزه پای
د یو بل سره د اوسېدو لپاره څو ساعته هېڅ ګټه نه لري. د اونې دوې وروستۍ ورځې له کار څه لاس واخلئ، خپل موبایلونه بند کړئ، لږ څه راونيسئ، څو سینمايي فلمونه مخکې له مخکې تیار کړئ او د اونۍ د پای رخصتۍ له یو بل سره تېرې کړئ. دا تر ټولو ښه وخت دی، چې پر چوکیو د یو بل تر څنګ کېنی.
۴. د انګړ ښکلي کول
که هوا ښه وي، کولی شی د کور په انګړ کې باغواني وکړئ. د ګلوونو نيږدې  پلورنځي ته لاړ شئ، د ګلونو تخم واخلئ او یو ځای یې د کور په باغچه کې وکرئ. دا تجربه به مو د څو میاشتو لپاره په ذهن کې یو ښه یاد پرېږدي.
۵. په موټر کې ګرځېدل
په خپل شخصي موټر کې د ښار په منځ کې ګرځېدل دا زمینه برابروي، چې له یو بل سره ښه وخت تېر کړی او ښه چکر ووهی. یوه ټوکرۍ او فرش له ځان سره واخلی، که چېرې کوم مناسب ځای پیدا شو له یو بل سره کېنئ او د غرمې ډوډۍ وخورئ.
۶. یوه ورځ په ښار کې د سیلانیانو په څېر
څو کسانو به د ښار له ښکلو ځایونو څخه لیدنه کړي وي؟ د خپل ښار د ښکلو ځایونو دلیدو لپاره وخت وټاکئ. لکه نيږدې موزیم، تاریخي آثار یا هم  په ښار کې نوی تیاتر، په کوم ځای کې چې ژوند کړی، د هغه د دویم ځل د کشف کول به خوندور وي.
۷. د شپې له خوا خبرې
د خوب په ځای کې د یو بل تر څنګ، د احساساتو د بیانولو تر ټولو ښه وخت دی. دا هغه صمیمیت دی، چې هېڅکله نه پرېږدي له یوبل څخه بېل شئ.

هغه وخت چې مېرمن او خاوند یې له یو بل سره تېروي، د اړيکو د ټيګښت سبب کېږي. هېڅکله دا واقعیت مه هېروئ، چې د اړیکو د لومړيو وختو د شور او هیجان له منځه وړو سره – سره همدا میرمن ده، چې تل به ژوند  او مينه ورسره کوی.
 
Top