له روس سره روا تړون
او له پښتون سره ناروا سوله
ډنډ
غوري شپږ میاشتې د هغه تړون پر بنسټ امن وو، چې سیمه اییزو چارواکو او قومي مشرانو
په خپلو کې لاسلیک کړی و؛ تر تړون ورسته د چور چپاول او مرګ له ویرې سلګونه کډه
شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې.
خو د تړون بیرته ماتولو لپاره د تړون له لاسلیک سره سم د حکومت له
منځه او بهر هڅې پیل شوې، ځکه د تړون پر بنسټ د سیمې خلکو طالبان له خپلو سیمو و
ایستل، په سیمه کې به د عام المنفعه پروژه مخه چا نه شوای نیولی، د وسلو د مافیا
کار بار په دې سیمه کې پای ته ورسید، په ډنډ غوري کې پراته نږدې څلويښت زره پښتانه
کورونه له چورچپاول څخه خوندي شول او سیمه اییزې ملیشې هم چې د امنیتي ارګانونو تر
نامه لاندې واکمنې وې له سیمې ووتې.
ښايي د ډنډ غوري د سولې په هوکړه کې ځينې نیمګړتیاوې هم وي؛ خو که ګټې
او زیانونه یې سره پرتله کړو ګټې یې تر زیانونو څو چنده زیاتې دي.
کله چې د حکومت د ننه کړۍ وپوهېدې چې په شمال کې پښتانه د یو ځای کېدو
او امن کېدو په حال کې دي، نو د تړون پر ضد یې تبغلیات پیل او بالاخره یې د سیمه
اییزو چارواکو په مرسته دا تړون مات کړ.
د تړون له لاسلیک سره سم همدې کړیو او افغاني کلتور ضد رسنیو داسې
تبلیغات وکړل چې ګواکي دا تړون له طالبانو سره شوی.
که فرض کړو دا تړون له طالبانو سره شوي وي، بیا مو هم ګټه کړې ، ځکه
زموږ حکومت څوارلس کاله له طالب سره په مخامخ خبرو ونه توانید، خو څو کسان
وتوانیدل له هغوی سره یو تړون وکړي نو ځکه دا د یوې ملي سولې لپاره ښه ګام وو.
وړمه ورځ په ښه حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازي احمدضیا مسعود په
تخار کې یوې غونډې ته وویل، چې خلک باید وسلې را واخلي او سوله ناشونې او همدراز
یې د ډنډ غوري تړون طالبانو ته د یوې سیمې د سپارلو په مانا وباله.
اوس پوښتنه داده که د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی خلک وسلې اخیستلو ته
هڅوي، هغه سولې ناشونې او خیالي بولي او یو بل پښتون وزیر ګلاب منګل د سولې تړون
مشري کوي او خلک د ټوپک پر ځای قلم او سولې ته هڅوي نو خلک باید د کوم یوه ګریوان
ونیسي؟
په موضوع کې یو څه حساسیت موجود دی، چې ښايي ډير خلک یې درک نه شي
کړی، احمدضیا مسعود او ده ته ورته ډیرو چارواکو ته ټول پښتانه طالبان ښکاري، او که
طالبان ورته ښکاره نه شوي د دوی واک پای ته رسیږي.
که دوی د پښتون ولس پر ضد همداسې ګامونه وانخلي او هغه طالب ونه بولي،
نو بیا یې اوسنۍ چوکۍ له لاسه وزي او له ملیاردونه ډالر ګټو چې په پښتون وژنه یې
تر لاسه کوي محرمیږي.
که فرض کړو چې ډنډغوري حکومت طالبانو ته وسپارلو او بیا د ډنډغوري
تړون د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د احمدشاه مسعود او روسانو تر منځ له تړون سره
پرتله شي، نو هر انسان چې په سر کې د عقل په نوم معنوي پدیده ولري له روسانو سره
شوی تړون له شرمه ډک او د افغانستان په تاریخ کې یو تور داغ بولي؛ خو د ډنډغوري له
تړون حکومت ډیر څه تر لاسه کړل.
کله چې کندوز سقوط شو طالبانو پر پلخمري د برید نیت درلود او د سیمې د
خلکو په وینا طالبانو پوره توان درلود چې پلخمري په څو ساعتونو کې سقوط کړي؛ خو
ډنډغوري خلک یې پر وړاندې ودریدل او طالبانو ته یې وویل، چې قوم له حکومت سره
هوکړه کړې نو ځکه باید طالبان له دې سیمې پر پلخمري برید ونه کړي.
حکومت په ډیره اسانۍ د یوه داسې ولایت د سقوط مخه ونیوه چې ښايي ترې
ورسته طالبانو څو نور ولایتونه هم نیولی وای.
حکومت د سولې یوه وړه تجربه وکړه هغه په دې مانا که طالبان د پاکستان
د لاس الې وې او تر اخره د سولې خبرو ته نه حاضریږي نو باید بل بدیل موجود وي، چې
هغه له ولس سر د ډنډ غوري په څېر هوکړې دي، چې طالبان له خپلو سیمو وباسي او کله
چې له طالب سره ولس نه وي نو یوه شپه هم ګوزاره نه شي کولی.
دې ورته ګڼې ګټې وې، چې حکومت له دې تړون څخه تر لاسه کړې؛ خو کله چې
دا تړون مات شو تر ټولو ستر لامل یې د حکومت د ننه یوه خبیثه کړۍ، سیمه اییز
زورواکان او د ملي شورا یو شمېر هغه غړي و، چې د ډنډ غوري په تړون سره یې عواید
سقوط شوي وو.
د بغلان خلکو وړمه ورځ یو خبري کنفرانس درلود او ویې ویل چې تر اته
سوه زیاتو ملکي وګړو ته په تېرو دوه اونیو کې مرګ ژوبله اوښتې، چې لویه برخه یې
ښځې او ماشومان دي همدراز دوی وویل، چې نږدې لس زره کورنۍ له جګړې کډه شوې او د
دیرش زره په شاوخوا کې نورې کورنۍ تر ګواښ لاندې دي.
خو پوښتنه داده چې د ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین خلک د چا له ګواښ سره
مخ دي؟
لومړی: سیمه اییز زورواکي:
په بغلان کې ګڼ زور واکي او خپل سري وسله وال موجود دي، ددوی یوه برخه
کسان د جهادي او قومي مشر په نوم په امنیتي ځواکونو کې ځانګړی سهم لري، د ډنډغوري
خلک وریږي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دا کسان به دوی د خپلو ځمکو او
جایدادونو له امله په نښه کړي.
دویم: خپل سرې ملېشې:
داسې ګنګوسې دي، چې د بغلان د یوې ولسوالۍ خلکو او د سمنګانو ولایت یو
شمېر اوسېدونکو پلان جوړ کړی، د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کورونه چور او
دلته د پښتون نسل په دې سیمه کې نابود کړي، ددې کار ځېنې علامې را برسیره شوې هم
دي.
د بغلان خلکو په خبري کنفرانس کې وړمه ورځ وویل، چې په ډنډ شهاب الدین
او ډنډ غوري کې ځينو ملېشو د خلکو باغونه اره کړي، د خلکو له کورنو یې دروازې او
کړکۍ ایستلې او دې ته ورته نور جنایتونه یې کړي، چې دا د چور او چپاول غوره بېلګه
کيدای شي.
دریم: طالب:
تر بل هر ځای طالب ډنډ غوري ډیر زیانمن کړی او دغه پدیدې بالاخره فرصت
طلبو کړیو ته دا فرصت په لاس ورکړ، چې د پښتون پر ضد ګام واخلي.
طالبانو د ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي،
چې له روغتیا او پوهنې محروم والی یې د بېلګې په توګه یادولی شو.
څلورم: مافیا:
د تیلو او حکومت د بد نامولو ګډې مافیا د ډنډغوري خلک د توپونو خولې
ته وتړل او حکومت یې اړ کړ چې په دغه سیمه کې په پټو سترګو عملیات پيل کړي.
د تیلو مافیا چې کله په نړیواله کچه د تېلو را ټیټې شوې بیې حس کړې نو
اړتیا یې ولیده چې خپلو تیلو ته د پخوا په څیر په لوړه بیه بازار ولري، چې دا کار
د برېښنا د مزو په پرې کولو سره کېدای شوای، او د خلکو د معلوماتو له مخې په
ډنډشهاب الدین کې یې یوه سیمه اییز قوماندان ته پیسې ورکړې او نوموړي قوماندان د
برېښنا ستنې اره کړي.
د حکومت د بدنامولو مافیا هم د تیلو له مافیا سره په ګډه دا کار وکړ،
ځکه دغه کړۍ له یو لوري غوښتل دا وښيي، چې د ډنډغوري هوکړه ناکامه او دغه سیمه د
طالبانو په واک کې ده، نو ځکه یې د برېښنا مزي پرې کړل.
دغه ډلې همدراز په حکومت په لویه کچه هم فشار راوړي او د امریکایانو
له ګنګوسو سره سم باید حکومت ملت ته ضعیف معرفي شي، چې ددې کار لپاره ارزانه او
آسانه لاره دا وه چې پر شپږ میلونه انسانانو برېښنا بنده کړي.
ډيرې خبرې شته چې د ډنډغوري او بغلان په اړه وویل شي هلته حاکمې کړۍ
رسوا شي چې په دې لیکنه کې د ټولو یادول ناشوني دي نو ځکه په همدې بسنه کوو.