ګلاب منګل: په هلمند کې د پاکستاني پوستو په اړه څېړنې کوو

خبریال: سید جلالزی – د افغانستان د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره د ولسي ملاتړ د جلبولو په موخه هلمند ولایت ته تللی دی.
د ټاپي پروژې، چې له ترکمنستانه تر هنده د طبیعي ګاز نل لیکه ده، د پام وړ برخه په هلمند ولایت کې تیريږي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل نن د جمعه /د ۱۳۹۴ لمریز کال د سلواغې د مېاشتې په دېرشمه/ هلمند ولایت ته ورسید.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، محمد ګلاب منګل د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د قبایلو او سرحدونو وزیرمحمد ګلاب منګل په لښکرګاه کې خبریالانو ته وویل، دې ولایت ته یې د سفر موخه دا ده چې د ټاپي پروژې د پلې کېدو او امنیت په لپاره ولسي ملاتړ ترلاسه کړي.
ګلاب منګل ژمنه وکړه چې د هغو راپورونو په اړه به هم پلټنې وکړي چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې د پاکستاني پوځیانو د را اوښتلو په اړه ورکول شوي دي.
نوموړیي وویل، په دیشو او بارامچې ولسوالیو کې د پاکستاني پوځیانو د رااوښتلو او تاسیساتو جوړلو په اړه د ورکول شویو راپورونو د څېړنې لپاره به له خلکو سره له نږدې وګوري او پوښتنې به ترې وکړي.
 
Top