دلته سیاست، مخالفت، حکومت او هر څه موازي روان دي
کله چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت
حکومت جوړ شو، دلته د بهرنیانو د وتلو او انتخاباتي جنجالونو د لاسه له اقتصاده،
نیولې تر سیاست او دولتي ادارو پورې هر څه مخ په ځوړ روان وو. حتا د نظام د سقوط
او نویمو کلونو ته د هېواد د ستنیدو خبرې کېدې، په روحي رواني لحاظ هم خلک ډېر سخت
نارامه او له هرې خوا تر فشارونو لاندې و، حکومت او ولسمشر غني ته په کار وه، چې
په هره برخه کې جدي اقدمات وکړي او یو لړ مهم تصامیم او پریکړې صادرې کړي، چې
اکثریت دغه پریکړې د حکومت د نوي موازي جوړښت او دباندې د خراب جنګي او سیاسي حالت
په وجه له خنډ او ځنډ او حتا له سقوط سره مخامخ شوې.
تر دې مخکې تېرو څوارلسو کالو کې زموږ په
سیاسي اداري نظام غټه نیوکه دا وه چې دلته ډېر کارونه په نه همغږي ترسره کېږي او
ددې لپاره موازي ادارې رامنځته شوي دي که چیرته دا ادارې له منځه لاړې نشي هر څه
به همداسې بې پلانه او بې ګټې روان وي، خو د نوي حکومت د راتلو سره نه یوازې دا چې
موازې ادارې ختمې نشوې، بلکې په افغانستان کې هره لوبه موازې او غبرګه روانه شوه،
حکومت جوړ شو ورسره موازي د اجراییه ریاست رامنځته شو چې نیم حکومت به عبدالله او
نیم به غني کوي، بیا ددې حکومت مقابل کې پخوانی ولسمشر کرزی له خپله کوره موازي
ارګ جوړ کړی دی او هره ورځ په کې د همدغه مات او ګوډ حکومت پر ضد توطیې او دسیسې
جوړيږي. دلته حکومت کې هر تصمیم او هره مسئله اول د اشرف غني او عبدالله ترمنځ یو
خوا بله خوا کشکول کېږي، له ډېر مشکل سره سره چې کله خبره نهايي او د وزیرانو شورا
نه پاس شي بیا یې مقابل کې کرزی ودریږي، بیا له هغه سره کشمکش روان وي، که د هغه
خبره نه منل کېږي، پخواني ولسمشر کرزی اوس هم له دومره نفوذ او اقتدار نه برخمن دی
چې د خپلو پخوانیو جنګسالارانو او په ده د راټولو شویو مفسیدینو په وسیله هغه
پریکړه چلنجولی شي. خو له دې هر څه سره سره چې کله په یوې مهمې پریکړې او مسئلې د
کرزي رضایت هم حاصل شي، دا ځل طالبان، یا کابل کې نورې مذهبي ډلې د هغې مخالفت پیل
کړي. لنډه دا چې زموږ سیاسي نظام او حکومت له هرې خوا له ګزارونو سره مخ دی او هره
پریکړه او تصمیم یې کله د حکومت د داخلي، کله د سیاسي، کله د جنګي او کله د
مافیايي کړیو له خوا له سخت مقاومت سره مخ کېږي.
په داسې یو مبهم او ګډوډ حالت کې داسې مرجع
نشته چې د خلکو سترګې ور واوړي او داسې رڼايي هم نشته چې دا حالت به تر کنترول
لاندې راولي. موږ چې له امریکې سره پوځي تړون لرو، زموږ پوځ، زموږ ادارې هر څه د
امریکې په پیسو چلیږي، نو دا حتمي ده چې د افغانستان په کورني سیاست، اقتصاد او
امنیت کې هم د امریکې نقش مهم دی، که وغواړي مثبت او منفي دواړه استفاده ورنه
کولای شي. فکر کېږي چې امریکا دلته شته او هغه به موږ پرنږدي چې نویمو کلونو ته
ستانه شو، خو دلته چې موږ ګورو که ښارونه مو نویمو کلونو ته نه دي تللي کلي او
ولسوالۍ خو مو کټ مټ د کمونستانو د وخت په څير د مخالفانو ترکنترول یا هم تر
بریدونو او وحشت لاندې دي. ددې تر څنګ طالبان په څو ډلو تقسیم شوی دي او هره ډله
تر بلې پر خلکو وحشیانه او ظالمانه اعمال ترسره کوي، بله خو د داعش په څير نوې نوي
جنګي ډلې هم د جنګ میدان ته راوتلي، اوس پوښتنه پیدا کېږي چې دا لویدیځ او امریکه
خو زموږ سیاسي متحدین دي دوی ولي دا هر څه ګوري او بیا هم د هغې په له منځه وړلو
کې افغان حکومت سره مرسته نه کوي یا یې کمه کوي او یا هم هغه لازمې هڅې چې په کار
دي نه کوي.
کله چې دلته د امریکې په موجودګۍ کې جنګ
اوږدیږي، بیا ددې تر څنګ د امریکې چارواکي د سیاسي سقوط ډنډورې هم غږوي، هره ورځ د
افغانستان د راتلونکې په اړه بدې او ویروونکي وړاند وینې کوي سړي ته شک پیدا شي چې
امریکه موږ سره صادقه نه ده او د هغو ډلو او ټپلو منطق قوت اخلي چې د ځینو ګاونډیو
هېوادونو د خوشالولو لپاره د امریکې د حضور مخالف دي.
کله چې موږ په عراق، سوریه، لیبیا او یمن
کې موږ د سترو قدرتونو ترمنځ رقابت او هلته د غرب د حضور په نتیجه کې ناامني او
ددغه هېوادونو تباهي ګورو، نو دا شک لا پسې زیات شي چې دلته امریکه د امن لپاره نه
بلکې د ناامنۍ په خاطر راغلې ده.
کله چې د هغه حکومت پر وړاندې د دوی منفي
تبلیغاتو ته ګورو چې ددوی په منځګړیتوب جوړ شوی دی، دا شک نور هم زور اخلي چې
امریکه اخر غواړي څه؟ وطن خو یې هسې هم تر خپل واک لاندې دی، حکومت هم ددوی په
مرستو چلیږي بیا نو ولي وسره مرسته نه کوي چې هغه زور واکي کنټرول کړي چې خپله
امریکې پړسولي او غټ کړي دي، نن د همدغه حکومت د کاواکه کولو او کمزوري کولو هڅې
کوي.
دا ټولې بدګومانۍ، منفي ګرايي او د حالاتو
نه ددغسې منفي برداشتونو جرړه د امریکې او د افغانستان د متحدینو په پالیسیو او
افغان حکومت سره په چلند کې ده. موږ له دې دا نتیجه اخیستی شو چې که امریکه وغواړي
د افغانستان حکومت سره د ملي حاکمیت په ټینګېدو کې مرسته وکړي، حکومت ته اقتدار او
اټارټي ورکړي دا کار کولای شي خو نه یې کوي. دوی کولای شي افغان حکومت سره په
لومړي ګام کې د سولې په ډګر کې جدي همکاري وکړي او د پاکستان په حکومت فشار راوړي
چې د افغانستان په خلاف د طالب په جامه کې جنګ بند کړي، تر هغې وروسته دلته په
نظام کې دننه په هغو کسانو چې حکومت ته مشکلات جوړوي او د افغانستان ملي امنیت ته
خطر پېښوي په نیولو او ډارولو او غلي کیناستلو کې مرسته وکړی، خو موږ وینو چې عملا
د داسې کومې همکارۍ څرګ نه لیدل کېږي او یا دا چې حکومت او خپله امریکه نه ده
توانیدلي که چیرته همکاري موجوده هم وي خلکو ته ددې احساس ورکړي چې دوی په ښه لوري
روان دي.
د غرب د همدغه نه همکارۍ له امله هره ورځ
حکومت په خلکو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکوي، په امریکې ولس بدګومانه کېږي او
ناهیلي خلک له ناچاري ورځې مخالفانو ته پناه وړي یا هم له هېواده پښې سپکوي. دولتي
مامورین د کار
انګیزه له لاسه ورکوي، په خپل راتلونکې
ډاډه نه دي، د جنګ په میدان کې عسکر نه پوهیږي چې د څه شي لپاره وژل کېږي او دا
قربانی د کوم هدف لپاره ورکوي، هغوی سره هم سل او زر پوښتنې پیدا کېږي، ځکه دا خو
اوس پخوانی وخت نه دی چې پوځيان دې د هېواد له سیاسي حالاتو بې خبره پاتې شي، اوس
د ارتباطاتو عصر دی، هغوی هم لکه زموږ په څیر دا مسایل له نږدې څاري طبعي ده چې
دغسې پوښتنې به ورسره پیدا کېږي، چې دا هر څه بلاخره د هغوی په جنګي روحیه او پوځي
انګیزه بده اغیز کوي.
افغانان تر بل هر وخت دې ته په تمه دي او
پوهیږي چې ستونزه یې بین المللي ده او همدا بین المللي دوستان یې ورته حلولی شي،
خو بین المللي دوستانو کې امریکه او لویدیځ هېوادونو ته په کار دي که چیرته دوی په
افغانستان کې د پاتې کېدو او دلته د راتلو داعیې ته ژمن وي چې اول به سیاسي نظام
جوړوي او بیا به ددغه نظام د مخالفینو په ځپلو کې حکومت سره مرسته کوي، نو ددغې
مرستې همدغه وخت دی، که نن مو په کار رانشي سبا مو هم په درد نه خوړل کېږي. د
افغانستان په سیاست کې روان ابهام او ګنګستیا خلک یوازې د لودیځو هېوادونو او
متحدینو نه انګیري، چې دا هر څه د همدوی د صادقانه همکارۍ له لارې پای ته رسیدلی
شي.