د پاکستان د پنجاب ايالت حکومت په نزدې ورځو کې په کالجونو او
پوهنتونونو کې د تبليغي جومات د تبليغ خورونې او په لېليو کې په اوسېدو بندېز
لګولى دى.
دا
لومړى ځل دى چې په دې غېر سياسي تنظيم بندېز لګېدلى دى.
د
پېنډۍ په ويسټرج سيمه کې د تبليغيانو لوى مرکز په ذکريا جومات کې دى، چې د امام
مولانا يوسف په وېنا، په دغه جومات کې د ٣٠٠ خلکو د اوسېدو ځاى شته.
مولانا
يوسف زياتوي چې د تبليغيانو دې مرکز ته زيات خلک د افغانستان، خېبر پښتونخوا او
قبايلي سيمو نه راځي، دوه درې ورځې دلته تېروي او بيا د پنجاب ولايت بېلا بېلو
جوماتونو ته د تبيلغ لپاره ځي.
د
تبليغي جومات بنياد په ١٩٢٧م کال کې په هند کې اېښودى شوى دى او نن سبا دا تحريک د
نړۍ د سلو نه په زياتو هېوادونو کې کار کوي او په کروړونو خلک د تبليغ په لار روان
دي.
د
دې تنظيم مقصد خلک د دين لور ته راوستل دي. د ذکريا جومات امام مولانا يوسف وايي:
"مونږ په دې زور راوړو، چې خلک دې د دنياوي کارونو په ځاى خپل ټول وخت د دين
کارونو ته ورکړي".
هغه
په دې اړه زياته کړه چې دلته د راتلونکو پېژندپاڼې کتل کېږي، خو د هغوى نور ريکارډ
مونږ د ځان سره نه ساتو. "مونږ ته نه ده معلومه چې د دوى په زړونو کې څه دي
او نه مونږ د تبليغ نه پرته د دوى په نورو سرګرمو څه نظر ساتو".
ښايي
چې دا يې يوه وجه وي چې د پنجاب حکومت په پوهنتونو کې په تبليغيانو بندېز لګولى دى.
د
پېنډۍ ډي سي او ساجد ظفر وايي چې په چارسده کې د باچا خان پوهنتون له بريد وروسته
مو د امنيت د ټينګښت لپاره دغه قدم پورته کړى دى او ټول وائس چانسلران مو خبر کړي
دي.
"هېڅ
يو ګوند يا تنظيم، که هغه تبليغي جومات وي او که بل وي، خو د انتظاميې د اجازت نه
بغېر څه غونډه يا څه قسم سرګرمي نه شي کولاى".
که
په دې امر عمل وشي او که نه، خو د پنجاب حکومت مذهبي ډلو ته په دې شکل کې اختار
ضرور ورکړى دى، چې هغوى دې په خپله دايره کې اوسي، ګني د تبليغيانو په څېر په دوى
هم بندېزونه لګېدلاى شي.