بلجيم کي افغان مهاجر په جنسي تېري تورن سو

په بلجيم کي يو شپاړس کلن افغان په جنسي تېري تورن کړل سوی دی. پر هغه تور دی چي د يوې ښځينه مرستندويي سره يې زياتی کړی. دا په داسي حال کي چي د پناه غوښتونکو له پاره مخکي له مخکي منفي احساسات تر سترګو کيږي.

په بلجيم هيواد کي د مهاجرو د ساتنې په يو کمپ کي پر يوې ښځينه مرستندويي د جنسي تېري قضيه راپورته سوې ده. د رسنيو د راپورونو له مخي د زنا بالجبر په دغه تور يو شپاړس کلن پناه غوښتونکی تورن سوی دی چي د افغانستان سره تړاو لري. دغه پيښي په بلجيم کي د مهاجر ضد سياستوالو له پاره د مهاجرضد سياست پر مخ بيولو له پاره يو نوی دليل رامنځ ته کړی دی.

د تور له مخي افغان مهاجر په کمپ کي د غذا وېشلو له پاره مؤظفه يوه کار کوونکې مېرمنه تعقيب کړې او د کمپ په زېرخانه کي يې پر هغې جنسي تېری کړی دی. دغه قضيه د فرانسې و سرحد ته نژدې د مېنن په يو مهاجر کمپ کي رامنځ ته سوې ده. پر ياد افغان په رسمي توګه د څارنوال له خوا د جنسي تېري تور لګول سوی دی. اړونده قاضي امر کړی چي دغه افغان دي د ځوانانو له پاره مشخصه زندان ته ور وپېژندل سي، تر څو چي هغه د محاکمې دويم سماعت ته رابلل کيږي.
د سره صليب مرستندويه سازمان ويلي دي چي په تيرو پنځه ويشتو کالو کي په بلجيم کي دا لومړۍ پېښه ده چي د پناه غوښتونکو په کمپ کي رامنځ ته کيږي. د سره صليب وياندي ويلي چي د پيښي څخه دوې اونۍ تر مخه يې په دغه کمپ کي يو روزنير کورس داير کړی ؤ چي موضوع يې دا وه چي څوک بايد د ښځو سره څنګه چلن وکړي. د دغه وياند په وينا په جنسي تېري تورن ځوان هم په دغه کورس کي ونډه اخيستې وه.
د بلجيم پيښي يو ځل بيا په اروپا کي د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو د مهاجر ضد سياسي ډلو مبارزې ته ګټه رسولې ده. دا په داسي حال کي چي د نوي کال په شپه په آلمان کي د بهرني ځوانانو له خوا د سلهاؤ مېرمنو زهيروني په نړيواله توګه لوی خبرونه رامنځ ته کړي ول.
په بلجيم کي د مهاجر ضد سياسي ګوند ولامس بېلانګ سياستوال پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «زه يو ځل بيا دا خبره تکراروم، چي داسي کسان چي ورته بايد کورسونه داير سي چي د ښځو سره بايد څوک څنګه چلند وکړي، هغوی بايد له سره دغه هيواد ته را پرې نه ښودل سي
په بلجيم کي په ۲۰۱۵ کال ۳۵۴۷۶ د پناه غوښتني وسوې چي د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه چنده زیاتي وې.
 
Top