مخلصو طالبانو ته پرانيستی ليک
محترمو طالبانو : السلام عليکم ورحمة الله
وبرکاته و بعد :
درنو او عزتمندو طالبانو : پدې هيله چي په عافيت کي اوسئ !
غواړم چي د روانو حالاتو په حقله څو خبري در سره شريکي کړم .
معززو طالبانو : لکه څرنگه چي تاسو ته معلومه ده چي ځيني مخلص کسان داسي سته چي اوس هم هغوی پدې عقيده د جگړې ډگر ته روان دي او سرښندني کوي چي جنتونه وگټي او له دې لارې ځانونه د خدای تعالی رضاء ته ورسوي.

خو زه هغو مخلصينو ته وايم چي تاسو د سرونو
قربانولو ته چمتو ياست لږ تر لږه د سرخلاصولو ته هم چمتو سئ او سرونه هم پخپل کار
خلاص کړئ څو له دې لاري داسي کار ترسره کړئ چي په واقعي توگه هغه کار د خدای تعالی
د رضاء سبب وي.
مخصلو وروڼو : نور د دې وخت را رسېدلی چي پخپلو کورونو کښېنئ او نور د خير کارونه لکه درس يا تدريس،دعوت او تبليغ او داسي نور کارونه سر ته ورسوئ .
همداراز که څوک مالي مرستي کوي هغوی دي ئې
هم د خير په نورو کارونو کي خپل مالونه ولگوي دجگړې لپاره دي مالونه نه ورکوي څو
په قتلونو کي شريک نه سي .
داسي کار بايد وکړو چي په فتنه او شر کي مبتلاء نه سو.

نور د دې وخت ندی چي د افغانستان په جگړه
کي جنت ولټول سي.
د دې ډېر لاملونه دي چي څه به يې په لنډه توگه ستاسو سره شريک کړم :

۱ – د جهاد دپاره شرعي امير ضروري دی .
دغسي امير اوس شتون نه لري .
۲ – د جهاد دپاره استقلال او حريت لازمي دی .
دغسي حريت نن امارت نه لري .
د غلامۍ په حال کي جگړه نتيجه نه ور کوي او د غلامۍ په حال کي جهاد تر
سوال لاندي راځي .
۳ – د جهاد دپاره دا ضروري ده چي د حاکم نظام تر نړولو وروسته د بل نظام
د جوړولو يقين وي، په اوسني حال کي بر خلاف پدې يقين دی چي د حاکم نظام
تر نړولو وروسته بل نظام جوړول ناممکن دی .
بلکي يوازي د ظالمو او بې رحمو گاونډيانو ( پاکستان او ايران ) لاسوهني،
چور او چپاول ته لاره هواره ول دي .
۴ – جهاد او فساد يوازي په نيت سره له يوه او بله بېلېږي .
نيت د امير معتبر دی د عادي کسانو نيت ته اعتبار نسته .
نن زموږ اصلي امير د پاکستان جاسوسي اداره ده نه بل څوک .
د هغوی نيت د کلمې اعلاء نه بلکي د هيواد بربادي ده .
نو پدغسي حالاتو کي که څوک غواړي چي په قتلونو او گناهونو کي مبتلاء نه
سي، لار ئې دا ده چي په کور دي کښېني .
د هغه حديث مصداق هم دغسي وخت دی چي عقبه بن عامر رضی الله عنه د نبی
عليه السلام څخه پوښتنه وکړه چي نجات او له فتنو څخه خلاصون په څه کي
دی ؟
نبی عليه السلام وفرمايل :
۱ – ژبه دي په ولکه کي راوله .
۲ – پخپله گناه وژاړه .
۳ – ستا کور دي تا ته ځای در کړي ؛؛
نو پداسي وخت کي په کور کي کښېناستل د نجات سبب دی .
پاته دي نه وي چي زه نه د حکومت سره اړيکه لرم او نه مي بل مقصد سته،
الله جل جلاله پر ما شاهد دی چي زما مقصد يوازي او يوازي د مسلمانانو خير
خواهي ده نه بل څه .
هيله لرم چي زما په خبرو به حقپرست طالبان او نور مسلمانان سوچ وکړي .
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته