ایسلینډ هیواد سیاخت ویزی معلومات

ایسلینډ ویزه فارم پاڼه:اصل او دوه کافیاني ولري،۳۷او۳۸نمبرکرښه یي باید په ابي قلم لاسلیک شوي وي.
·        مطلقه پاڼه به یي خانه پوري شوي او لاسلیک شوي وي اولاندي اسنادبه هم لري
·        ایسلینډ تصدیق پاڼه
·        نوموړی شخص باید خپل دټیلیفون نمبر دویزي په فارم باندي ولیکي ترڅودسفارت/کونسلګرۍ لخوا ورسره داسنادودبرسي کیدلو وروسته ورسره اړیکه ونیول شي

افغان پاسپورټ:چي تاریخ یي لږترلږه (۶) میاشتې وخت ولري،او دوه تشي پاڼي د ویزي دلګولولپاره ولري
·        دپاسپورټ د ټولوپاڼو کافي باید دځانه سره ولری
·        که دځانه سره پخوانی پاسپورټ او یا ویزه ولري،خو۱۰کاله پخوانی پاسپورټ قابل داعتماد ندی

 پیژندن پاڼه:یي باید په پښتو او انګلسي ژبو ژباړل شوي وي.
دمور او پلار پیژندون پاڼه یي باید په پښتو او انګلسي ژبو ژباړل شوي وي.

عکس:ترشاه پاڼه یی باید سپینه وي اوهیڅ ډول لیکنه پري شوي نه وي,د۶۰ نه تر۸۰فیصده پوري مخ باید لوڅ وي. 

فامیلی اسناد
·        دنکاح خط: پښتو اوانګلسي ژبو ژباړل شوي وي.
·        ماشومانو: پژندون پاڼه هم په پورته ذکرشوي ژبو ژبا‌‌ړل شوي وي           
·        واکسینوکارت: که څوږدځان سره د ولري هم بهتره ده.
·        ماشوم ښونځي: ته ځي نود ښونځي د رخصت مکتوب ضروري دی.
·        ماشوم: د والیدینو نه دیو چاسره ځي نو دموریا دپلار نه د اجازت نامي مکتوب پاڼه بایدولري.
·        دویزي فارم: باید موراوپلار امضا‌ء کړي

دعوت نامه  کونکی دغه اسنادباید ورکړي.
·        دعوت نامه باید دمطلوب هیواد داحوالي نفوس نه مهراوامضا‌‌ء شوي وي
·        پیژند پاڼه ،پاسپورټ ،د دندي اسناد،بانکي حساب،د کورادرساوبریښنا لیک ولري

کوور مکتوب:
نوموړی شخص باید خپل شخصي معلومات دنده،پاسپورټ نمبر،دسفرهدف،دپاتي کیدو وخت، په خپله مکتوب پاڼه زکر مهراوامضا‌ء یي کړي.
یادونه:که چیري نوموړی شخص کارکونکی وي نو په سپینه پاڼه به اریزه لیکي.

مالی حالت:
·        تجار: دتیرو ۳ کالو عوایدوپاڼه باید دځانه سره ولري.
·        شخصي اودشرکت بانکي حساب به د۶ میاشتو دځانه سره ولري دبانک نوم او دټیلیفون نمبربه یي په پاڼه زکرشوی وي
·        بانکي کارت یا ماسټرکارټ ولري
·        اوخپله دنده هم زکر کړي
·        دشرکت اود شاروالۍ جوازولري
·        دشرکت مختصرمعلومات ولري

 کارمندوي:د دندی کارډ، درخصتۍ اسناد، دقرارداد اسناد، معاش ء
بانکی حساب د۶ میاشتو دځانه سره ولري دبانک نوم او دټیلیفون نمبربه یي په پاڼه زکرشوی وي/ماسټر کارډ/کرېډیټ کارډ

هوټل: ریزرویشن داوسیدواخري تاریخ.

دالوتکی: دریزرویشن ټیکټ.

دسفر او روغتیا یی بیمه:هرشخص باید خپله دسفر او روغتیا یي بیمه ولري،مبایل شماره،بریښنا لیک ،دکور ادرس امضا‌ء کړي.

یادښت
·        نوموړی شخص به سفارت خاني پخپله راځي
·        سیاحتی ویزه ۹۰ ورځي وخت لري که څوږغواړي چي موده یي ډیره کړي دنو موړي هیواد وزارت خارجه ته دي مراجعه وکړي
·        که څوګ په ایسلینډ هیواد کې پاتي کیدل یا راستانیدل غواړی دهغه خپل کاردی
·        که په سفارت کي نورو اسنادوته اړتیا پیدا شوه راوړل او پیدا کول یي ضروري دي
·        بغیر د پورتنیو مدارکو نه د سفرکارنه تکمیلیږی/ نور نو بیاهسې پیسې او وخت ضایع کول دي
·        ایسلینډ سفارت داسنادو دبرسي کولو وروسته د ویزي جواب ورکوی
·        دویزي د رد کیدلو په صورت کي دویزي اخیستل شوی فیس بیرته نه ورکول کیږي
 
Top