د امریکی د متحده ایالاتو د غیر مهاجرت ویزی د درخواست لپاره باید لاندی مراحل ترسره کړی

د نه کډوالۍ ویزې
 هغه مسافرین دی ویزی ته اړتیا لری چی غواړی د لنډی مودی لپاره د سیاحت، سوداګری، زده کړی  اویا د روزنیزواو کلتوری تبادلود پروګرامونو په موخه د امریکی متحده ایالاتو ته سفر وکړی. د غیر مهاجرت د ویزی درخواست کوونکی باید د قونسلی مامور سره د مرکی لپاره  وخت واخلی، ټولی مرکی د مهال ویش له مخی تر سره کیږی.

غیر مهاجر هغه  چا ته ویل کیږی چی د مهاجرت په فرضیه باندی غالب اووسی ، یعنی دا د درخواست کوونکی دنده ده چی قونسلی مامور ته دا ثابته کړی چی په متحده ایالاتو کی د پاتی کیدو نیت نلری.

د غیر مهاجرت د ویزی پوری اړونده فورمی 
د DS-160 فورمی لپاره دلته کلیک وکړی
د انترنیت له لاری د مرکی لپاره وخت اخستل
د مرکی وخت باد د انترنیت له لاری ترلاسه کړی، ددی مطلب لپاره دلته کلیکوکړی
د مرکی د وخت اخستل د ایمیل او یا تیلفون له لاری د منلو وړ نده. تاسو بایددلته کلیک وکړی.
په دی مهال د قنسلی بخش په فیس کښ تغیرات راغلی. د ډیرو معلوماتو لپاره همدلته کلیک وکړیFees for Consular Services to Change on September 12, 2014 (September 14, 2014).
  د لازیات پوهوی او معلومات د امریکا ویزه اخیستل د دولت رسمی کارمندان لپاره ، دیپلوماتان او د بین المللی سازمانونه رسمی کارمندان ته په کاردی دلته کلیک وکریرسمی ویزه

دویزی لپاره درخواست
د امریکی د متحده ایالاتو د غیر مهاجرت ویزی د درخواست لپاره باید لاندی مراحل ترسره کړی
·        د اړتیا وړ اسناد را ټول کړید اړتیا وړ اسنادو لست چی لاندی ذکرشوی وګوری
·        د مرکی لپاره مخکی له مخکی نه وخت واخلی. د غوښتنلیک د بشپړیدو نه وروسته ، تاسو کولای شی چی د مرکی د وخت د اخستلو لپاره دلته کلیک وکړی
·        د یوه قونسلی مامور سره مرکه

د اړتیا وړ سندونه
اړین اسناد:
پاسپورت
ستاسو پاسپورت باید په امریکی کی د شپږ میاشتی اوسیدونه وروسته هم د اعتبار وړ وی ( د بیلګی په توګه که تاسی هوډمن یاست چی د مارچ په میاشت کی د یوی میاشتی لپاره د امریکی متحده ایالاتو ته سفر وکړی ، ستاسو پاسپورت باید د اکتوبر تر میاشتی پوری د اعتبار وړ وی) مهربانی وکړی د پاسپورت د اخستلو په وخت کی ډاډ تر لاسه کړی چی ستاسو ټول نومونه او د زیږیدنی نیټه په صحیح توګه ولیکل شی دغه کار د ویزی د مراحلو په ترسره کولو کی یو مهم امر شمیرل کیږی.
د مرکی لپاره د وخت ټاکلمهربانی وکړی د امریکی سفارت قونسلی څانګی ته د
ننوتلو په وخت کی د مرکی لپاره و خت د ټاکنی د سند یوه کاپی له ځانه سره راوړی ، پرته له دی نه به قونسلی څانګی ته د ننوتلو اجازه درنکړای شی .
عکس- خپل یو عکس چی اندازه یی 2"×2"(5x5 cm) انچه وی او شاتنی منظره یی سپینه وی او دواړه غوږونه مو په کی ښکاره شی ، باید ستاسو په DS-156 فورمه کی نصب کړای شی.
 د غیر قابل استرداد فیس ورکول
·        تاسو باید فیس د مصاحبه نه مخکی پرداخت کری. د لازیاد معلومات لپاره لطفاً په دا لینک باندی کلیک وکرید ویزه فیس. فیس په نقدی دول یوازی په امرکائی دالر پردخت کیژی. تاسو باید فیس د قنسلی خزانه دار ته ورکری. که چیری تاسو نه اظافه فیس وخیستل شی نو د مصاحبه په وخت کی یی راپور ورکری.
·        لطفاً په یاد یی وساتی: که چیری ستاسو ویزه رد شی  ستاسو فیس بیرته نه درکول کیژی.
·        مرستندویه سندونه ( ستاسو په خوښه ده خو ارزښت لری )
·        امریکی ته ستاسود سفر دهدف شواهد
·        د سفرد پای نه ورورسته د امریکی نه د بیرته ستنیدو شواهد
·        ستاسو د سفر لپاره د بسندویه مالی بودیجی په هکله ستاسو لخوا او یا ستاسو د سپانسر کوونکی لخوا شواهد
·        ستاسو دشخصی مالی وضعیت په هکله شواهد لکه داسی یو سند چی ستاسو د نده تائیده کړی اویا ستاسو بانکی حساب تائید کړی.
·        د امریکی څخه بهر ستاسو د اوسیدو په هکله شواهد( ستاسو په خپل وطن کی )
·        د خپل وطن پوری ستاسو د تړون شواهد چی امریکی ته د سفر نه وروسته تاسو مجبوره کړی چی بیرته خپل وطن ته راستانه شی
·        مهربانی وکړی او دا په یاد ولری چی د ډیرو اضافی سندونو وړاندی کول نشی کولای چی تاسو ته د غیر اقامت د ویزی د صادریدو ضمانت وکړی . د مرستندویه اسنادو هیڅ کوم لست نشته چی د غیر مهاجرت د ویزی د صادرولو ضمانت وکړی. ستاسو د اسنادو رسمی ژباړی او تصدیق ته اړتیا نه لیدل کیږی. تاسو کولای شی چی د خپلو ټولو اسنادو اصلی نقل له ځانه سره راوړی. د مرکی نه وروسته به قونسلی مامور ستاسو ټول اسناد بیرته تاسو ته درکړی.
·        د حقایقو په ناسمو وړاندی کولو اویا په درغلیو باندی د ویزی د لاسته راوړلو کوښښنونه ممکن د ویزی د درخواست په دایمی توګه رد اویا په دایمی توګه امریکی ته ستاسو د ننوتلو مخنیوی وکړی.

اضافی سندونه
اضافی سندونو د ویزی د ټولو ډولونو لپاره ضروری ګنل کیږی. که چیری تاسو د سوداګری اویا سیاحت په موخه سفر کوی (a B1/B2 visa) پدی صورت کی اضافی اسنادو ته اړتیا نه لیدل کیږی. او که چیری تاسو تحصیلی ، دیپلوماتیک اویا رسمی ویزی لپاره درخواست کوی نو پدی صورت کی مهربانی وکړی د خپلی ویزی د کتګوری په هکله پورتنی لینک ته مراجعه وکړی.

ایا غواری پوه شی چی د امریکا ویزه ته درخواستکول څه ډول کیږی؟ نو داویدیو وگوری!

د مرکی لپاره د وخت اخستل
د مرکی د وخت اخستلو لپاره دلته کلیک وکړی
یادښت: مهربانی وکړی او دا په یاد ولری چی دمرکی لپاره د وخت ټاکل د تیلفون او یا ایمیل له لاری امکان نلری
د مرکی لپاره د وخت تنظیمول یواځی د انترنیت له لاری امکان لری
که چیری تاسو غواړی چی دخپلی مرکی لپاره همدا وس وخت ترلاسه کړی  نو مهربانی وکړی او دلته کلیک وکړی
کله چی نوی صفحه پرانستل شوه مهربانی وکړی او د پاڼی  لاندینی برخی ته مراجعه وکړی او په (Schedule Appointment) باندی کلیک وکړی.
مهربانی وکړی اود وخت د ټاکنی لپاره مخکی له مخکی نه خپل پلان جوړ کړی. په ډیرو حالاتو کی کیدای شی چی  د اداری او امنیتی مراحلو تر سره کول د څلورو نه تر شپږو میاشتو پوری وخت ونیسی. مسافرین باید د پورته ټکو په نظرکی نیولو سره خپل پلان جوړ کړی  او مسافرینو ته  داسی لارښوونه کیږی چی د پلان شوی سفر نه کم ترکمه څلور میاشتی مخکی د ویزی لپاره درخواست وکړی . ټول درخواست کوونکی باید د خپلی مرکی لپاره د انترنیت د پاڼی  له مخی وخت وټاکی.

د مرکی په ورځ له تاسو څخه څه هیله کیږی
د ویزی درخواست کوونکی باید د سفارت د جنوبی دروازی له لاری راشی چی د ایساف د عمومی قرار ګاه او د ملی رادیو تلویزیون خواته واقع ده . د ویزی درخواست کوونکی اجازه نلری چی د مسعود د څلور لاری له خوا  د امریکی سفارت  محوطی ته  داخل شی.
درخواست کوونکی باید د مرکی لپاره د وخت د ټاکنی د سند یوه کاپی له ځانه سره راوړی که چیری ددی سند کاپی ونلری د دننه کیدو اجازه نه ورکول کیږی.
ټول درخواست کوونکی د سفارت محوطی ته د ننه کیدو نه مخکی تلاشی کیږی . د سلاح سره دننه راتلل منع دی او ګرځنده تیلفونونه هم په دروازه کی د تلاشی په وخت کی اخستل کیږی او د مرکی نه وروسته بیرته ورکول کیږی. د تلاشی نه وروسته درخواست کوونکو ته لارښونه کیږی چی د قونسلی څانګی د انتظار خونی ته ولاړشی.

د مرکی پړاونه
همدا چی تاسو د نتظار خونی  ته دننه شی د سفارت قونسلی څانګه به لاندی اقدامات تر لاس لاندی ونیسی
د فیس د ورکولو لپاره د پیسو د تحویلولو غرفی ته مراجعه وکړی
د خپلی ګوتی نښه ورکړی
انتظار وباسی ترڅو د قونسلی مامورینو له جملی نه یو کس تاسی د مرکی لپاره را وبولی. مرکه به د اړتیا سره سم په پښتو، دری اویا انګلیسی ژبی تر سره شی.
  
ویزه او د امریکی په متحده ایالاتو کی د اوسیدو موده
مهربانی وکړی او په یاد ولری چی د ویزی د ختم نیټه د هغی مودی پای نه ښایی چی تاسو د امریکی په متحده ایالاتو کی اوسیدلی شی. بلکه ستاسو ویزه دا ښايی چی په یوه ټاکلی موده کی تاسو څو ځله کولای شی چی امریکی داخل شی .
امریکی ته د دننه کیدو په وخت کی به د امریکی د متحده ایالاتو د امنیتی څانګی یو مامور په امریکی کی ستاسو د اوسیدو په هکله پریکړه وکړی. دغه پریکړه به ستاسو د ویزی د ډول ، امریکی ته ستاسود سفر هدف او د نوموړی هدف د پوره کیدو لپاره د اړتیا وړ وخت په  نظرکی نیولو سره کیږی.

د ویزی د مراحلو د ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ وخت
په کابل تقریباْ کی د ویزی ټول درخواستونه  اضافی اداری او امنیتی مراحلو ته اړتیا لری. که چیری ستاسو درخواست د لا زیاتو مراحلو ترسره کولو ته اړتیا ولری  قونسلی مامور به  د مرکی په وخت کی تاسو ته پدی هکله معلومات درکړی. کله چې ستاسو ویزه چمتو شي نو تاسو به د قونسلي څانګې له خوا خبرشی ترڅوخپل پاسپورت تر لاسه کړﺉ. هیله کوو قونسلي څانګې ته د راتلو په مهال سور کارت  له ځان سره ولرﺉ او په یاد ولرﺉ چه په سور کارت کی لیکل شوي تاکلي وخت قونسلي څانګې ته راشی.

د انتظار تقریبی موده
·        دیپلوماتیکی او رسمی ویزی: له دوو نه تر څلورو هفتو پوری 
·        تحصیلی ویزی : تقریبا دوو میاشتو پوری 
·        د B1/B2 ویزی د سیاحینو او سودا ګرو لپاره : له څلورو نه تر شپږو میاشتو پوری
مهربانی وکړی او په یاد ولری چی  د ویزی د درخواست د مراحلو د ترسره کولو لپاره  یاده شوی موده  د هری قضیی شخصی شرایطو ته په نظر سره توپیر لری
مهربانی وکړی او دا ټکی په یاد ولری چی د ویزی د ترلاسه کولو نه مخکی هیڅکله د سفر لپاره پیسی مه لګوی. د ویزی د ترلاسه کولو نه مخکی د سفر لپاره د پيسو د لګولو په صورت کی د امریکی سفارت قونسلی څانګه هیڅ پړه په غاړه نه اخلی. مونږ به هیڅکله ددی لپاره چی تاسو خپل دسفر نیټه ټاکلی اویا مو مخکی له مخکی نه ټکټ رانیولی د ویزی د مراحلو ترسره کول ګړندی نکړی .

د ویزی د درخواست ردیدل
که چیری ستاسو د ویزی درخواست ردشی ددوهم ځل  درخواست  لپاره  لمړنی درخواست د منلو وړ ندی. خو که چیری ستاسو فعلی شرایط نظر هغه وخت ته چی ستاسو درخواست رد شوی وه ښکاره توپیر موندلی وی پدی صورت کی تاسو کولای شی چی له سره درخواست وکړی.
د مروجه باور پر خلاف. د تحصیلی اویا د لیدلنی کتنی د ویزی لپاره کومه خاصه سهمیه نشته . د قونسلی څانګی مامورین ټولو هغو کسانو ته چی د شرایطو سره سم وی  دویزی صادرول تصویبوی . د ویزی درخواست هغه وخت ردیږی چی درخواست کوونکی د مرکی په وخت کی د غیر مهاجرت د ویزی لپاره د شرایطو سره سم ونه ګنل شی.  په خواشینی سره  د امریکی دمتحده ایالاتو د قانون سره سم هر کس د ویزی د صادرولو لپاره د شرایطو سره سم نه وی. که چیری ستاسو د ویزی درخواست رد شی تاسو کولای شی د دوهم ځل لپاره درخواست وکړی. خولدی سره سره مونږ ددوهم ځل لپاره درخواست کولو مشوره ، به  له اضافی اویا نوو معلوماتو څخه چی د افغانستان سره ستاسو پیاوړی اجتماعی او اقتصادی اړیکی وښایی  او یا داچی ستاسو د ژوند په شرایطو کی د بدلون ښکارندوی وی،  نه  ورکوو.
 که چیری ستاسو د ویزی درخواست رد شی. هغه ۱۳۱ امریکایی دالره چی د ویزی د درخواست فیس ده تاسو ته بیرته نه درکول کیږی.
د تابعیت او مهاجرت د ۲۱۴ مادی سره سم د ویزی د درخواست د رد په هکله د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره مهربانی   وکړی د  www.VisaDenials travel.state.gov انټرنیټی سایټ ته مراجعه وکړی.

رسمی ویزه
د لازیات پوهوی او معلومات د امریکا ویزه اخیستل د دولت رسمی کارمندان لپاره ، دیپلوماتان او د بین المللی سازمانونه رسمی کارمندان ته په کاردی دلته کلیک وکری: رسمی ویزه.

د کډوالۍ ویزې
د کډوالې ويزو په هکله د پوښتنو او معلوماتو په موخه دا ځای کېکاږﺉ
 
Top