د
افغانستان اسلامی جمهوریت-د بهرنیو چارو وزارت تاریخ
افغانستان د اسیا او اروپا په مرکز کې پروت دی چې خپله ټولنه یې د پشتنو ،تاجکو ،ازبکو ،هزاره ؤ،ترکمنو او ځیني وړو ملیتونو(قومونو) ،او کوچیانو څخه چې د کوچي په نوم پیژندل کیږي تشکیل کړي ده.د جغرافیایې له نظره تر ټولو اولینو تمدني زانگو ته نژدې ده چې د ایندوس دورې د وخت اړونده لاسي جوړشوي شیان 2000کاله د میلاد څخه د مخه په هغه کې کشف شوي دي.له ډیرو پخوا زمانو څخه دغه هیواد د منځني ختیځ او چین ،دجنوبي اسیا او اروپا د کلتورونو د تقاطع په نقطه په ځای
شوی
ده.کله چې لوی سکندر د اریانا پخواني هیواد ته داخل شو ،همدغه منطقه وه چې
اوس پکې عصري افغانستان
قرارلري او په
هغه وخت کې اریانا نومول کیده.هغه د هرات او کندهار په شان په ښه ډول جوړشوی
ښارونه د خپلو ځینو ښارونو لکه په سیحون (امو دریاب )کې واقع د ای خانم ښار څخه د
مخه کشف کړل.دغه ولایات چې اوس افغانستان تشکیلوي د اکامنید امپراطوری ،ساتراب د
قلمرو مهم اجزا ؤ. د لوی سکندر د مرگ څخه وروسته د سلووسید امپراطوري چې د شجاع
مقدوني د بی پروا امپراطوری یو د ځای ناستو دولتونو څخه ؤ چې د بلخ د ښار په مرکز
کې یې موقیعیت درلود،افغانستان یی په ریښتوني ډول یو سیاسي ځواک کړ.له همغه وخته د
بلخ ښار د نني مزارشریف سره نژدی د ام البلاد (د شارونو مور) په نوم یادیږي .نو
ځکه یی د مختلیفو تاریخي دورو له پیل څخه یی د مهم یادگاري او فرهنگي مرکز په توګه
خپل حیثیت ساتلی دی .د بیلگې په ډول د اسلام لومړنی ښځینه شاعره رابعه بلخي دلته
استوگنه درلوده،شاعر او فیلسوف مولانا جلال الدین رومي همدارنگه ابن سینا (چی په
اویسینا مشهور ؤ )او د وخت یو د لویو علماؤ څخه د بلخ سره نژدې دنیا
ته راغلی دی.لدې ځایه چې د افغانستان د اقتصاد بنسټ کرهڼه ده ،کلیوالي
ژوندون لا هم د هیواد د ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو مرکز ده.که څه هم چې په عصري
تکنالوجی سره د افغانستان کرهڼې (زراعت) وده کړي ،هیڅوک نشي کولای چې په ټول هیواد
کې دځمکې او هغه چا تر مینځ چې په هغه کې کارکوي د هغه د کاملې همغږی او
احساس د لاسته راوړلو څخه پرته مسافرت وکړي.د تیرو 50 کالونو په اوږدو کې د لرغون
پیژندنې یو زیات شمیر هیئتونه افغانستان ته راغلي دي.پردی بنسټ د هیواد میراث مخکې
له مخکې بډایه او بدلیږي او هر کال نوي کشفیات صورت نیسي .زیاتره دغه لاسي جوړشوي
شیان د کابل په موزیم کې نندارې ته ایښودل کیږي.د 1957م کال پورې نړی د جام د څلي
(منار) په هکله هیڅ نه پوهیده ،دغورد لیرې پراته ولایت په مرکز کې په دریدو سره دا
څلی په نړی کې دوهم لوړ څلی شمیرل کیږي .دمیلاد څخه د مخه په دوهمه پیړی کې د
زردشتي لوی هیواد افغانستان کی نوي دین یا د بودیسم د ژوند فلسفې نفوذ
وکړ.کله چې د لرغوني هندو ،ایندو اریایی خدایانو په هندوستان کې خپل امتیازات
بیرته ترلاسه کړل،افغانستان د رهباني سیمو هډه (د جلال اباد سره نژدې ) بامیان او
د بودیسم د مرکز په نورو سیمو کې مشهور شو .د نړی تر ټولو لویې د بودا مجسمې د
بامیانو په لویو تیږو او پاڼونو کې وکښل شوې ،له همغه ځایه وه چې مسافرو د پیړیو
وروسته چین ، جاپان او د ختیځی اسیا نورو هیوادونو ته بودیسم خپور کړ. دکابل په
ملي موزیم کې او همدارنگه د خارجي موزیم په ټولیو کې ددې دورې
دشانداره هنر یو ځای والی چې د یوناني پخواني مآب ،ساساني ،هندي ، ترکي او کوچي
سبکونو یو ځای والی دی ،نندارې ته وړاندې شوي دي.کوشاني امپراطوری په ټینگار سره د
افغان ددې تاریخي دورې په اوږدو کې (د لومړی څخه تر شپږم ق.م) پورې د خپل ځای څخه
چې د کابل سره نژدې حکمراني کوله .
د
اسلام په لوري حرکت:
په اوومو او اتمو پيړيو کې افغانان اسلام ته را وگرځيدل چې دلويو سلسلو دنويو ټولنو سبب شو .عزناويانو ( د١١ مى څخه تر ١٢مى پيړى ) غوريانو ( د١٢مى پيړى څخه تر ١٣مى پيړى ) دډهلي په لوري پراته دسرحدونو يوه زياته برخه فتح کړه. دڅرگندونو له مخې حاکمانو ،ليکوالانو،پوهانو ،صنعتګارانو داسيا دټولو سيمو څخه کار کاوه. په غزنى کې فردوسي شاعر خپل حماسي کتاب(شاهنامه) دپادشاهانو کتاب تکميل کړ، چې په هغه وخت کې دفارسي ژبې دفرهنګ دګټى بنياد دى .دزيات وخت لپاره دغوريانو په ورک شوي پايتخت فيروز کوه کي دجام څلى جوړشو.دغه څلى لا هم په مرکزي اسيا کي دلوړو منارونو څخه دى.له دې وروسته چې مغولودهيوادزيات شميربرخه له مينځه يوړه، داميرتيمورلمسيانو هيواد رهبري کړ(پنځلسمه پيړۍ). ښايسته تاريخي اثارلکه دهرات لوى جومات(جامع جومات) او دګوهرشادمقبره داسلام دمشهورترينو شهزادګيو له ډلي څخه پرځاي پاتي دي.وروسته داسلام فرهنګي مرکزدجامي په شان شاعران اودمناتورانو په وجه شهرت ته ورسيد. داميرتيموريودلمسيو څخه شهزاده بابردمرکزي اسياڅخه دازبکانو دتخت او پاچاهي په شاه تمبولو سبب شو.او وړاندي له دي چي لمسيان يي په هندوستان کي دمغلو ديوې امپراطورۍ چې افغانستان دزيات وخت لپاره ددوي په لاس کې وؤپه مينځته راتګ لاس پوري کړي ،خپل دپاچاهي قلمرويي کابل (چيرته چې اوس يي هم دبابربڼ کي مقبره وجود لري)وټاکه.که څه هم چې په دې وخت کي اروپايي ابو ځغليدونکو( دريانودان) په دي موده کي ختيځ په لوريې سمندري لاره تيره کړه دکاروان په پخوانيو لارو کي تګ او راتګ کم شو اودافغانستان ستراتيژيکي او جغرافيايي اهميت راکم شو.

دنني
افغانستان ترکيب:
په ١٧٤٧کال کې احمد شاه دراني په کندهار کې افغانستان رامنځته کړ، ترڅو د افغانستان د خپلواکۍ د حاکميت د ادعا په حق سره له ګاونډي هيوادونو څخه تظمين کړي. له هغه وخته راوروسته افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه پر ځاى پاتې دى. دغه مسئله په خاصه توګه په نولسمه پېړۍ کې له ستونځې سره مخامخ شوه. په هغه وخت کې چې اروپايي قدرتونو انګلستان او روسيې دا کوښښ درلود چې دغه ستراتيژيک سرحد چې د لويې لوبې ( Great Game ) په نوم پېژندل کېده، تر خپل واک لاندې راولي. افغانستان د خپل حاکميت د حق په موخه د افغان – انګليس په درې ګونو جنګونو کې (1919-1839 -43,1878-1880) د دې سره په څنګ کې چې د ايرانيانو او روسانو دښمني په شا وتمبوي، شرکت درلود.اوسنى يا معاصر افغانستان په کال (1880-1901) کې پادشاه امير عبدالرحمن خان لخوا رامنځته شو، هغه چا چې اداري جوړښټونه يې رامنځته کړل، چې تر ننه هم موجود دي.د دولت جوړونې هڅې د ده دلمسيانو هر يوه: حبيب الله خان او امان الله خان لخوا، چا چې غوښتل چې د افغانانو ټولنه او سياسي بنسټونه عصري کړي، دوام درلود.هغه د لومړي وزير دفترتاسيس کړ او د ټولو وزارتونو تر منځ يې په ١٩٢٢ کال کې د بهرنيو چارو وزارت هم رامنځته کړ( د محمد دروازي بدخشاني په رهبرۍ ) او زر يې د نړۍ د پرمختګونو د ليدنې په منظور په نړيوال سياحت لاس پورې کړ. پاچا امان الله خان خپله هم اروپا او اسيا ته زيات سفرونه وکړل، چې افغانستان يې په هماغه وخت کې له دې لارې د نړۍ په نقشه کې شامل کړ. هماغه وخت و چې د ملتونو ټولنې د نړۍ په تاريخ کې دلومړي ځل لپاره د نړۍ ټول خپلواک هېوادونه يو ځاى راټول کړل.د پاچا امان الله خان هڅې د افغاني ټولنې د عصري کولو په موخه د ټولنې د کلکو غبرګونونو سره مخامخ شوې، چې د امان الله خان د پاچاهۍ د سقوط او د حبيب الله کلکاني مشهور په امير حبيب الله د لنډې (1929 فبروري څخه د 1929 تر نومبر پورې) پاچاهۍ سبب شو.هغه په ترتيب سره د نادرشاه په واسطه د اخيرني پاچا محمد ظاهرشاه پلار، چې په ١٩٣٣ ميلادي کې يې تاج پر سر کېښود سقوط وکړ.يوه اوږده موده سوله حاکمه وه چې افغانستان يې د بې طرفۍ په مسير کې وساته ( د دويم نړيوال جنګ په موده کې )د ساړه جنګ پر مهال افغانستان د نړۍ د نه تړون کوونکو ملتونو له ډلې څخه و، چې د پرمختګ په موخه د وخت شوروي اتحاد او د امريکا د متحده ايالاتو لخوا يې ملاتړ وشو.

د جمهوريت تاسيس:
په کال ١٩٧٣ کې لومړي وزير محمد داود خان پاچا ظاهر شاه له واکه وغورځاوه او د افغانستان جمهوريت اعلان يې وکړ او لومړى جمهور رييس و.د دواړو لوريو کمونيستي سياسي حزب او مذهبي ډلو محکوميت په دې دوره کې زيات تر سترګو کېده، چې په ١٩٧٨ کال کې يې د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند لخوا د نور محمد ترکي په مشرۍ د کودتاه سبب شو. په هغه وخت کې وضعيت ډېر ژر په خرابېدو شو. اسلامي حزبونه چې د مسلمانانو د اوخوت او ورورولۍ د سازمان لخوا تقويه کېدل، د کمونيستي رژيم پر وړاندې يې پاڅون وکړ. په همدې وخت کې د خلق ډيموکراټيک ګوند په داخل کې په هماغه کال ١٩٧٨ کې په يوه نوې کودتاه سره حفيظ الله امين د پرچم له ډلې څخه قدرت ته ورسېد. د ثبات د نه شتون او د لومړي ځل لپاره د کورني جنګ د ١٩٧٩ په وروستيو کې د شوروي اتحاد د هجوم لپاره لاره هواره کړه، چې د وضعيت د لا خرابتيا سبب شو.شوروي اتحاد ببرک کارمل له ١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٦ پورې قدرت ته ورساوه او د سلو زرو په شا او خوا کې يې خپل عسکر افغانستان ته راوستل، تر څو د مقاومت د ډېرېدو مخه ونيسي.په ١٩٨٦ کال کې د يو نيم ميلويون شهېدانو او پينځه ميليونه مهاجرينو د مقابلې په برکت د وخت شوروي اتحاد په شا تګ ته مجبور شو. د دوى تدريجي په شا تګ د ١٩٨٩ کال پورې لږ څخه د شوروي اتحاد د تجزيې له ١٩٩١ کال څخه دمخه پاى ته ورسېد. په دغه وخت کې ډاکټر نجيب الله د ببرک کارمل پر ځاى د جمهور رييس په توګه وټاکل شو او د ملي روغې جوړې سياستونه يې رامخکې کړي و، دغه هڅې بريالۍ نه وې او په ١٩٩٢ ميلادي کال کې يې د مجاهدينو لخوا رژيم رانسکور شو.
د کمونيستي دورې پاى:
د اسلامي احزابو سره په جوړښت د يوه ملي متحد دولت د جوړولو لپاره هڅې روانې وې، چې د برهان الدين رباني يې د اسلامي دولت د لومړني جمهور رييس په توګه وټاکه. دغه ډلې ډېر ژر په يوه کلک اختلاف سره اخته شوې او د کورنيو ګوندونو تر منځ کورنۍ جګړې له سره پيل شوې، چې د هېواد او پلازمېنې کابل د زيات تخريب سبب شوې. په ١٩٩٦ کال کې چې طالبان د پاکستان په فعال او دوامدار او د ځينو نړيوالو نهادونو پر مټ او حمايت ميدان ته واووتل، کابل يې ونيو او د افغانستان د اسلامي امارت په نوم يې يو نوى رژيم رامنځته کړ، چې د افغانانو پر بشري حقونو او په خاص ډول په ښځو يې کلک محدوديتونه ولګول. د افغان دولت نهادونه چې له مخکې څخه په اوږدې داخلي جګړې سره راويښ شوي و، په شا شول، په دې دليل چې اصلي قدرت د کابل د وزارتونو په سلسله نه، بلکې په کندهار کې د ملاعمر د سلسلې په واسطه اداره کېدل. طالبانو هيڅکله ټول افغانستان تر واک لاندې رانه وست او يو دوامدار جنګ يې د نړيوالو د کنارګيرۍ او يوې وحشتناکې وچکالۍ سره – سره پر مخ بېوه، چې د افغانستان ولس يې د قحطۍ تر حده رسولى و. د دې تر څنګ طالبان چې د پاکستان لخوا يې ملاتړ کېده، يو زيات شمېر ترهګرو ته چې د القاعده له لارې به راوستل کېدل، روزنه ورکړه. د خلکو او فرهنګ په مقابل کې يې د نورو جرايمو تر څنګ، د ٢٠٠١ کال په مارچ کې د بودا مشهورې مجسمې ورانې کړې، چې نړيواله شرمنده ګي يې له ځان سره درلوده.
د نوې دورې پيل:
د ٢٠٠١ يو کال د سپتمبر د يوولسمې نېټې د القاعده د تروريستي پېښې وروسته چې د نيويارک په سوداګرديزو ودانيو يې تر سره کړه، نړيواله ټولنه د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ يوې داسې برخې ته داخله شوه، چې د افغانستان نا سم رژيم رانسکور کړي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، د طالبانو د له منځه وړولو لپاره د زور څخه کار اخيستل د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره جايز وګڼل. د اکتوبر په اوومه نېټه متحده ايالات له ډيپلوماټيکو هلو ځلو څخه ستړي او پر طالبانو يې هوايي بمبارد شروع کړ او د مقاومت متحده جبهه چې ځمکني ځواکونه و او د شمال ټلوالې په نوم هم يادېږي، څخه يې خپل ملاتړ وکړ. د دې تر څنګ د شمال د متحدې جبهې نظامي متخصص قوماندان احمد شاه مسعود د القاعده په واسطه د سپتمبر په نمه نېټه ترور شو، شمالي قواوو د ٢٠٠١ کال د نومبر په ١٤ نېټه کابل ونيو.د ٢٠٠١ يو په دسمبر کې د بون کنفرانس په جريان کې د جلالتمآب حامد کرزي په مشرۍ د لنډ مهالې ادارې منځته راتګ، د ايساف د نړيوالو ځواکونو د ځاى پر ځاى کېدو او په کابل کې يې د نړيوالو مرستندويه ځواکونو د شتون لپاره يو هوکړه ليک تصويب کړ.د ٢٠٠٢ کال په جون کې اضتراري لويه جرګه د انتقالي ادراې د معرفي لپاره جوړه شوه، دغې غونډې کرزى د جمهور رييس په توګه وټاکه. د نقشې سره سم په بن کې طرحه شوې لاره تر سره شوه. د يوناما ( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو نمايينده ) په ملاتړ د اساسي قانون سره سم، لويې جرګې د هېواد لپاره نوى اساسي قانون د ٢٠٠٤ په جنوري کې تصويب کړ. دغې جرګې د افغانستان اسلامي جمهوريت تاسيس کړ او د بشر حقونو د ساتنې او د ولسواکۍ د منننې تعهد يې يو ځل بيا هېواد ته راوګرځاوه. د دې سره – سره د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کې د جمهوري رياست لپاره لومړني سراسري انتخابات تر سره شول ، هغه وخت چې جمهور رييس په غوڅ اکثريت ټاکنې وګټلې.پارلماني ټاکنې د ٢٠٠٥ کال په سپمتبر کې تر سره شول، چې د لومړنۍ ملي شورا د منځته راتګ سبب شول. دغه پارلمان له دوو خونو څخه ( مشرانو جرګه ) او ( ولسي جرګه ) څخه تشکيل شوى. د دې تر څنګ ولايتي شوراګانې هم وټاکل شوې. په اوسني وخت کې لکه څه ډول چې د افغانستان په تړون کې مطرح شول او د ٢٠٠٦ کال په فبروري کې په لندن کې په تصويب ورسېد، سازماني اصلاحات او د بيارغاونې چارې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ ادامه لري.