د افغانستان لنډ تاريخ

يادونه: افغانستان ٥٠٠٠ کلن تاريخ لرې . ګرانه ده چې ټول تاريخ وليکو خو دلته به يې ډيرې مهمې پيښتې په لنډ ډول بيان کړو:
 مونږ دلته دعيسی عليه السلام زيږيدنې نه مخکې او وروسته د اصطلاح په کاروو چې د عيسی عليه السلام زيږونه مخکې او وروسته معنا لري.

·         دعيسی عليه السلام له زيږيدنې مخکې د ٦٠٠ او ١٥٠٠ تر منځ دې هيواد کې کوچيانو او مالدارانو ژوند کاوه. دا هيواد تل د اسيا د څلور لارې په نوم شهرت درلود.
·         دا هيواد د عيسی عليه السلام له زيږيدنې مخکې ٣٣٠ نه تر ٦٠٠ د داريوش د امپراتورۍ ختيځ ولايتونه وو.
·         له زيږيدنې مخکې٣٠٠ او ٣٢٧ د داريوش د دريمې امپراتورۍ په پيل کې سنکندر کبير دې هيواد ته راغی او ددرې کالو له پاره يې بلخ خپله پلازمينه وټاکله.

·         له زيږيدنې وروسته ٤٨ تر ٢٤١ د کوشانيانو پير ؤ چې پلازمينه يې په کاپيسا کې وه. دوريښمو لار په همدغه پير کې پر افغانستان تيره شوه. دا *د يونانی بودايانو د تمدن پير ؤ.
·         له ٢٤١ تر ٩٦٢ ( زيږيدنې وروسته) د شک او ترديد يو پير ؤ چې په همدې پړاو کې د اسلام سپيڅلې دين هيواد ته راغی.
·         له ٩٦٢ تر ١١٨٦ ( زيږيدنې وروسته) د غزنويانو د امپراتورۍ پير ؤ چې د ژمې پلازمينه به بوست (لشکرګاه) او د اوړی پلازمينه به غزنی ؤ.
·         له ١١٨٦ تر ١٢٢٠ ( زيږيدنې وروسته) د غوريانو امپراتوری د غزنويانو د امپراتورۍ ځای نيسی او غزنی ورانوي.
·         له ١١٨٦ تر ١٢٢٠ ( زيږيدنې وروسته) چنګيزخان پر افغانستان بريد کوي او هيواد تر سلو کالو د مغلو په منګولو کې پريوځي.
·         له ١٣٦٤ تر ١٥٠٦ ( زيږيدنې وروسته) ګوډ تيمور هيواد نيسی اوهرات خپله پلازمينه ټاکي.
·         له ١٣٦٤ تر ١٥٠٦ (زيږيدنې وروسته) بابر په کابل کې د مغلو شاهي جوړوي.
·         ١٧٤٧ (زيږيدنې وروسته) احمدشاه دراني د افغانستان د نوی دولت بنسټ ږدي.
·         له ١٨٢٦ تر ١٨٦٣ (زيږيدنې وروسته) د امير دوست محمد خان پير او د افغان انګليس لومړی جګړه (١٨٣٩ تر ١٨٤٢).
·         له ١٨٦٣ تر ١٨٧٩ (زيږيدنې وروسته) د امير شيرعلی خان پير.
·         له ١٨٨٧ تر ١٨٧٩ (زيږيدنې وروسته) د افغان انګليس دويمه جګړه ( امير محمد يعقوب خان پير).
·         له ١٨٨٠ تر ١٩٠١ (زيږيدنې وروسته) امير عبدالرحمان خان په کابل کې مرکزې حکومت جوړ کړ.
·         له ١٩٠١ تر ١٩١٩ (زيږيدنې وروسته) امير حبيب الله خان سوله ايز حکومت کوي او هيواد پر مخ ځي.
·         له ٩١٩١ تر ١٩٢٩ (زيږيدنې وروسته) غازي امان الله د نويتوب (عصريتوب) پر لور چټک ګامونه اخلي. په دې پير کې د افغان انګليس جګړه دې ته لاره اواروي چې افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد په توګه وپيژندل شي.
·         ١٩٢٩ (زيږيدنې وروسته) امان الله خان د سقاو ځوئ د اړودوړ په پايله کې هيواد پريږدي.
·         له ١٩٢٩ تر ١٩٣٣ (زيږيدنې وروسته) نادرشاه ګډوډۍ او انارشۍ پای ته رسوي.
·         له ١٩٣٣ تر ١٩٧٣ (زيږيدنې وروسته) ظاهرشاه د خپل پلار نادرشاه تر مرګ وروسته د هيواد د چارو واګې په لاس کې نيسي او هيواد د ثبات او پرمختګ پر لور بيايي.
·         له ١٩٧٣ تر ١٩٧٨ (زيږيدنې وروسته) د ٤٠ کلنې پاچاهې وروسته د ظاهر شاه د تره ځوئ سردار محمد داود دهيواد د چارو واګې په لاس کې اخلې او په هيواد کې د لومړی ځل له پاره د جمهوريت اعلان کوي.
·         ١٩٨٧ (زيږيدنې وروسته) داود خان د يوې پوځي اړودوړ په پايله کې وژل کيږي او نور محمد ترکی د افغانستان دموکراتيک جمهوريت په نوم د هيواد چارو واګې سمبالوي. څو مياشې وروسته نورمحمد ترکی وژل کيږي او حفيظ الله امين ځان د دولت رئيس اعلانوي.
·         له ١٩٧٩ تر ١٩٨٩ (زيږيدنې وروسته) روسان پر هيواد يرغل کوي او خپل لاس پوڅی ببرک کارمل پر چوکۍ کښينوی.
·         له ١٩٨٦ تر ١٩٩٢ ( زيږيدنې وروسته) د ډاکتر نجيب الله دافغانستان د جمهوري رياست دوره وه.
·         له ١٩٨٩ تر ١٩٩٢ (زيږيدنې وروسته) له لس کلنې جګړې وروسته روسان له دې هيواده وتلو ته اړ کيږي.
·         ١٩٩٢ (زيږيدنې وروسته) د افغانستان واګې د صبغت الله مجددی په مشرئ د مجاهدينو د حکومت لاسته ورځي.
·         له ١٩٩٢ تر ١٩٩٦ (زيږيدنې وروسته) د صبغت الله مجددی دوه مياشتنې دورې پوره کيدو سره استاد برهان الدين ربانې د چارو واګې په لاس کې اخلې او دجهادی تنظيمنو په لاس دافغانستان د بدمرغۍ او ړنګيدلو زمانه بيل کيږي.
·         ١٩٩٦ (زيږيدنې وروسته) داکتر نجيب الله د طالبانو مليشو په لاس وژل کيدل.
·         له ١٩٩٦ تر ٢٠٠١ (زيږيدنې وروسته) د ملا محمد عمر په مشرئ د طالبانو په نامه د اسلامی امارت پير.
·         له ٢٠٠٢ (زيږيدنې وروسته) تر اوسه د حامد کرزې په مشرئ د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت پيل.
 
Top