جگړه اوس لږ څه ارامه شوې خو
اوس هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي:
د افغانستان له ختيځ څخه راپورونه وايي، چې
تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې چې تر دې مهاله دوام لري.
د ننګرهار ولايت چارواکې وايي نښته ځايي مهال شاوخوا ۹:۳۰ بجې پيل شوې ده.
د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال ايوب حسين خيل د پژواک خبري اژانس ته ويلي، پاکستاني پوځ غوښتل د افغانستان په خاوره کې دننه تاسيسات جوړ کړي.

نوموړی وایي پاکستان ته به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره کې تاسيسات او د "تورخم دروازه" جوړه کړي.
ښاغلی حسين خيل وايي، افغان ځواکونه په دې توانېدلي چې پاکستاني پوځيان په شا وتمبوي.
د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي په دغه نښته کې له درنو وسلو کار اخستل شوی او وايي پاکستاني لوري ته زيان اوښتی دی.
تراوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
په همدې تړاو د افغانستان ملي امنيت ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغې ادارې سلاکار محمد حنيف اتمر په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو تحرکات څارلي او "ټولو امنيتي ځواکونو ته يې امر کړی چې د خپلې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره د دښمن او د ملاتړ و پر وړاندې يې پوره چمتو وي".
پاکستاني چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.