دا
شيدې په پنجاب کې توليدېږي د مضبوط پاکستان لپاره
وچې شيدې له بهره راوړي او د لاهور مردارې اوبه په کې ګډوي ځکه هلته د پاکو اوبو سرچينې د نشتون
برابرې دي. بيا دا
افغانستان ته صادرېږي او دلته يې په خرڅلاو پسې دوکانداران نه رسېږي،
نو دا زموږ
ملي سوداګر وچې شيدې نشي راوړلى؟ اوبه نشې په کې ګډوى، پېک کولى يې نشي او بيا يې
بازار ته نشي وړاندې کولى؟ ستاسو په اند ستونزه چېرته ده؟ ددې پنجابي شيدو څو بديل
افغاني توليدونه شتون لري، هيله ده د توليداتو نومونه او د ترلاسه کولو پتې يې
شريکې کړئ ترڅو افغانان ددې پرځاى په خپل هيواد کې توليد شوې شيدې واخلي.