له یونان څخه ترکیې ته
بیا مهاجر استول کیږي
تر دوو اونیو وروسته د لومړي ځل له
پاره له یونان څخه مهاجر بیرته د ترکیې بندري ښار دیکیلي ته استول کیږي. ویل شوي
دي چې د دوشنبې په ورځ ښایي ۱۵۰ مهاجر واستول شي.
د اتینا ۹۸۴، په نوم یونانۍ راډیو د رپوټ له مخې د دوشنبې په سهار په میتیلیني،
کې ۴۵ پاکستاني مهاجر په یوه ترکي کښتۍ کې کینول شوي
دي. په پام کې ده چې دغه کسان د ورځې په اوږدو کې د ترکیې بندري ښار دیکیلي ته
واستول شي.
د رپوټ له مخې د دوشنبې په ورځ ترکیې ته د ټول
ټال د ۱۵۰ مهاجرو بیرته استول پلان شوي دي. د مهاجرو د
بیرته استولو پر ضد د احتجاج په توگه فعالانو د سمندر څنډې ته ورودانگل، څو د کښتۍ
د تگ مخه ونیسي.
د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د مهاجرو په
هکله د تړون له نافذیدو راهیسې، هر هغه مهاجر چې د مارچ میاشتې له شلمې نېټې څخه
وروسته یونان ته راځي، بیرته ترکیې ته استول کیږي. خو تر دې دمخه هغوی د دې اجازه
لري چې د پناه غوښتنه وکړي.
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو د ثبتیدو په
لومړني مرکز کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیسارۍ په وینا کابو ټولو
کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. خو د هغوی د دوسیو تر ارزولو وروسته چې کوم مهاجر رد
شي هغوی بیرته ترکیې ته استول کیږي. خو د پوره پرسونل نه شتون دغه بهیر له ځنډ سره
مخامخ کړی دی.
د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې څخه تر اوسه ۳۰۰ مهاجر د یونان له ټاپوگانو څخه ترکیې ته استول
شوي دي.