امریکا ژباړونکو ته د ویزې د ورکولو پروگرام کې بدلون راوړی:
د امریکا د متحده ایالاتو یو مقام د امریکا غږ ته ویلي چې د ویزې د ورکولو په پروگرام کې بدلون راغلی دی ترڅو هغه افغانان په هم شامل کړای شي چې په افغانستان کې یې د ناتو په پریکنده ماموریت کې وظیفه ترسره کړیده.
په هغو لسگونوزرو مهاجرینو کې چې په یونان کې بند پاتې دي ډیر یې افغانان دی چې په دغو افغانانو کې هغه کسان هم شته چې یو وخت یې په افغانستان کې د ایتلاف د ځواکونو او یا هم د امریکا د کتحده ایالاتو د قواو سره کار کړی دی.
دغه افغانان وایي دوی د طالبانو له گواښونو سره مخامخ دي او مهاجرت ته اړ شوي دي.
امریکا د هغو افغانانو او عراقیانو لپاره چې د دوی په پوځ کې یې کار کړی وي یوه خاصه ویزه صادروي چې هغه بیا ددغو کسانو د سیاسي پناه د اخیستلو په کار کې هم ډیره مرسته کوي. خو افغان مهاجرین وایي چې ددغه شان ویزې اخیستل ډیر وخت نیسي نو دوی دې ته مجبوره دي چې د خپل ژوند د بقا لپاره مهاجرتونو ته زړه ښه کړي.