په یونان کې د مهاجرو
شمیر تر ۵۰ زرو واوښت
له یونان څخه ترکیې ته د بیرته ستنول
کیدو د خطر سربیره، اوس هم ډیر شمیر مهاجر کوښښ کوي ځان یونان ته ورسوي او له هغه
ځایه د اروپا شمال پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. د یونان حکومت د مرستو په تمه دی.
د کډوالو کړکیچ اړوند له ترکیې سره د اروپایې
اتحادیې د موافقتنامې تر عملي کیدو وروسته هم یونان ته د مهاجرو د را رسیدو لړۍ
دوام لري. د میلادي اونۍ په پيل کې په یونان کې د مهاجرو شمیر تر ۵۰ زرو لوړ شوی دی.
په یونان کې کړکیچ ته د رسیدگۍ ادارې په حواله په
دغه هیواد کې د کډوالو دقیق شمیر ۵۰۴۱۱ تنه دی.
یوازې د ایډومیني په سرحدي سیمه کې لږ ترلږه ۱۲ زره مهاجر موجود دي. د یکشنیې په شپه ۱۶۶۲ تنه مهاجر د ترکیې له سواحلو څخه د یونان
ټاپوگانو ته رسیدلي دي.
د یونان ساحلي گارد شاوخوا هغه ۱۰۰ تنه مهاجر ژغورلي دي چې د آژه په سمندر کې د
ډوبیدو له گواښ سره مخامخ شوي ول. په اتن کې د کډوالو چارو ادارې په حواله د دوی
له جملې څخه ۸۳۰ تنه یې د خیوس او ۶۹۷ تنه یې د لیسبوس ټاپو ته رسیدلي دي.
د رسمي ارقامو پر بنسټ د یکشنې په ورځ ۸۷۵ او د شنبې په ورځ ۱۵۰۰ تنه مهاجر د یونان ټاپوگانو ته اوښتي دي. دغو
مهاجرو هیله درلوده چې د نوي موافقتنامې د پلي کیدو تر وروستیو شیبو مخکې به د
اروپا د شمال پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي.
په یونان کې د کډوالو د چارو مشر جورجیوس
کریتسیس، د کډوالو د سفر درول یوه هدفي ستونزه بللې. نوموړي په عین وخت کې د اروپا
اتحادیې او ترکیې د غبرگون په هکله نا امیدي څرگنده کړی ده.
په یونان کې د کډوالو د چارو مشر
جورجیوس کریتسیس
کریتسیس زیاته کړی ده چې تر اوسه پورې د اروپایې
اتحادیې مرستې یونان ته نه دي رسیدلي او روان وضعیت یو عاجل غبرگون ته اړتیا لري.
د هغه په اند د مهاجرو مسالې ته د رسیدگۍ له پاره په ټوله ۴۰۰۰ اضافي ځواکونو ته اړتیا ده.
پر ترکیې نیوکې
کریتسیس، وایې چې له اروپایې اتحادیې سره د ترسره
شوي موافقتنامې له مخې ترکیې ژمنه کړی ده چې یونان ته د مهاجرو د سفر مخه نیسي.
دغې موافقتنامې د یکشنبې ورځي راهیسې عملي شکل غوره کړی دی.
په عین وخت کې د دغې موافقتنامې له مخې یونان ته
تازه رسیدلي مهاجر باید بیرته ترکیې ته واستول شي او د هر مهاجر په بدل کې یو بل
مهاجر باید په قانوني توگه د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال شي.
تیر کال د ترکیې له مسیر څخه د یونان او بالکان د
هیوادونو له لارې ۸۵۰ زره مهاجر د اروپا شمال لویدیځ ته راغلي ول. اوس
مهال په ترکیه کې شاوخوا دری ملیونه مهاجر موجود دي چې اکثره یې غواړي د اروپا پر
لور خپل سفر ته دوام ورکړي.