د
بالکان لاري باید تړلي پاته شي
له میاشتو
راهیسې له یونان څخه د منځنۍ اروپا پر لور د سونو زرو کډوالو څپه باید پای ته
ورسیږي. د دیپلوماتانو د معلوماتو له مخې د اروپایي اتحادیې سرمشریزه په اصطلاح د
بالکان مسیر بیرته پرانیستل نه غواړي.
نوموړي سیاستوال د اې
آر ډي، تلویزوني چېنل په یوه پروگرام کې وویل چې د دوشنبې په ورځ به د اروپایي
اتحادیې په سرمشریز کې یووار بیا پر دې باندې ټینگار وشي چې له یوه هیواد څخه بل
هیواد ته د کډوالو څپې سیاست باید پای ومومي.
مېرکل د
ترکیې له لومړي وزير سره خبري کوي
په بروکسل کې د
اروپایي اتحادیې په سرمشریزه کې د دغې اتحادیې د ۲۸
غړو هیوادونو مشران په دې هکله سلا مشورې کوي چې څرنگه له ترکیې څخه د اروپا پر
لور د مهاجرو هجوم مخه نیول کیدای شي.
د دغې غونډې تر مخې
ځینو مشرانو د ترکیې له لومړي وزير احمد داوود اوغلو سره لیدلي دي. په دې موخه د
آلمان صدراعظمي انگلا مېرکل د یکشنبې په ماښام له داوود اوغلو سره ولیدل. د
دیپلوماتانو د معلوماتو له مخې د ترکیې حکومت انتقادي ورځپاڼې «زمان» پر وړاندي د
ترکیې د چارواکو د چلن پر موضوع به هم په سرمشریزه کې خبري وشي.
په یونان
کې په زرونو کډوالو بند پاتې دي
د لومړنیو اغزنو کټارو
د رامنځ ته کیدو او د سرحدي ځواکونو د گمارلو تر مخه، مهاجر څو میاشتي د بالکان
مسیر په اوږدو کې په آسانۍ سره له یوه هیواده بل ته اوښتل. مقدونیا اوس له یونان
څخه ډیرو کمو مهاجرو ته له خپل هیواد څخه د تیریدو اجازه ورکوي. له دې کبله په
یونان کې په لسونو زره کډوال په دې هیله بند پاتې دي چې یو وخت به خپل سفر ته
ادامه ورکړای شي.
د آلمان د عدلیې وزیر
هایکو ماس ویلي دي چې هیوادونه په یوازي سر د خپلو پولو په تړلو سره نه شي کولای
چې په نړیواله کچه د مهاجرو ستونزه حل کاندي. د هغه په خبره مهاجر باید پر اروپايي
هیوادونو وویشل شي او پر دې سربیره باید د مهاجرت سبب پر وړاندې مبارزه وشي. د هغه
په خبره د دې شالید په پام کې نیولو سره د سوریې اوربند ډیر مهم دی.
ترکیه
باید رد شوي مهاجر بیرته ومني
اروپایي اتحادیه او تر
ټولو زیات د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل پر دې باندې ټینگار کوي چې ترکیه باید هغه
مهاجر ومني چې د پناه غوښتنې حق نه لري. د اروپایي اتحادیې له لوري د ترکیې سره
درې میلیارده یورو مرسته په پام کې نیول شوې ده، که چیرې دغه هیواد له یونان سره
خپله پوله په ښه توگه خوندي کړي او د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې په اغیزمنه
توگه عمل وکړي.
ترکیه باید د دې له
پاره د ناټو د کښتیو یو ماموریت هم ومني. پر دې سربیره دا چې مهاجر له ترکیې څخه د
اورگاډو په واسطه اروپا ته سفر و نه کړي، نو د انقرې حکومت باید د کډوالو د پالنې
شرایطو کې ښه والی رامنځ ته کړي.
خو دا چې دغه ټولي
هیلې به پوره کړای شي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لا تر مخه ویلي دي چې د دې
له پاره درې میلیارده یورو بسنه نه کوي.
د یونان
له پاره اضطراري مرسته
دا چې د بالکان مسیر د
بندیدو له کبله دا مهال شا او خوا ۳۰۰۰۰ مهاجر په
یونان کې دي، نو د اروپایي اتحادیې د دولتونو او حکومتونو مشران غواړي چې له ترکیې
سره پر ځانگړو سلا مشورو سربیره آتن ته د اضطراري مرستو د ورکړې په هکله پریکړه
وکړي.
په پام کې ده چې د
روانې میاشتې په نیمایي کې د اروپایي اتحادیې په راتلونکي غونډه کې په دې هکله
پریکړه وشي.