د
مهاجر ماشومانو د ښوونځي شخړه ادامه لري
د برېمن
ايالت حزب اختلاف پر ایالتي حکومت سخت تنقيد وکړ. دا د هغه وروسته چي و يوې خصوصي
ښوونځي ته د ادغام د کورس جوړولو اجازه نه ورکړه سوه.
د سانکت يوهانس په نوم دغه کاتوليکي ښوونځي د يادي غوښتنې د ردېدو په تړاو بوګدان ويلي چي هغه په خصوصي ښوونځيو کي د پناه غوښتونکو د ماشومانو د داخلې ملاتړ کوي. خو دغې وزيري ويلي چي د خپل ګوند د پارلماني ډلې په ټينګار دغې پرېکړي ته اړه سوه.
اوس په برېمن کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند د پارلماني ډلې وياند توماس فون بروخ پر ايالتي حکومت سختي نيوکي کړي دي. نوموړي پر ايالتي حکومت د «بې غورۍ» تور لګولی دی. دغه وياند ويلي دي چي د ښونځيو په نظام کي د بېلابېلوالي عنصر يو مهم ستون دی.
اوس د برېمن حکومتي ډلې له ايالتي وزيري بوګدان څخه غوښتي دي چي د ټولو هغو ښوونځيو د استازو سره دي خبري وکړي چي غواړي د پناه غوښتونکو د ماشومانو له پاره د ژبي او ادغام ټولګي او کوروسونه جوړ کړي. د حکومت وياند مصطفی ګيونګور ويلي: «که د رسنيو له پاره د پيغام څخه داسي تأثر پيدا سوی وي چي ګواکي حکومتي ډله و خصوصي ښوونځيو ته د ادغام کورسونو د جوړولو مخالفت کوي»، نو دا سمه نه ده.
د حزب اختلاف څخه
توماس بروخ ويلي چي اوس في الحاله ۶۰۰ د مهاجرو
ماشومان بېله کوم مصروفيت څخه وخت تېروي، ولي چي په ښوونځيو کي د هغوی د ځايولو له
پاره اړين ځايونه نسته. د نوموړي په وينا له همدې کبله بايد په خصوصي ښوونځيو کي د
هغوی له پاره د کورسونو برابرولو له پاره هم هلي ځلي وسي.