توسک:
اقتصادي مهاجر دې اروپا ته نه رازي
د اروپایې
اتحادیې د شورای مشر دونالد توسک، یونان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له
لومړي وزیر الیکسس سیپراس سره د مهاجرو د کړکیچ د حل په برخه کې خبرې کړي دي.
د اروپایې اتحادیې د
شورای رئیس دونالد توسک د د پنچشنبې په ورځ (مارچ په اوومه) له ترکیې سره د دغې
اتحادیې د مشرانو تر کلیدي غونډې مخکې یونان ته سفر کړی دی.
توسک همدارنگه د
بالقان مسیر هیوادونو له مشرانو سره تر لیدنې کتنې وروسته یونان ته سفر کوي. مهاجر
د شمالي اروپا هیوادونو ته د ځان رسولو له پاره د بالکان هیوادونو له مسیر څخه
استفاده کوي.
د اروپایې اتحادیې د
شورای رئیس د یونان له لومړي وزیر الیکسیس سپراس سره د یو کډ خبري کنفرانس په ترڅ
کې د مهاجرو په مخاطب کولو سره وویل: «اروپا ته مه رازئ. د قاچاقبرانو پر خبرو
باور مه کوئ. وروسته تر دې به هیڅ یو اروپایې هیواد، ترانیزیټي هیواد نه وي.»
توسک د مهاجرت د کړکیج
په برخه کې د یوې گډې حل لارې پیداکولو په موخه په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې د
مشرانو تر غونډې مخکې بالکان هیوادونو او یونان ته سفر وکړ.
هغه خپل سفر د سه شنبې
په ورځ له اتریش څخه پیل کړ او بیا یې د سلوانیا، کرواسیا او مقدونیا هیوادونو له
مشرانو سره ولیدل. ټاکل شوې ده چې نوموړی به له یونان څخه ترکیې ته سفر وکړي.
مقدونیا، د صربستان،
سلوانیا، او کرواسیا په گډون د بالکان هیوادونو مهاجرو د تیریدو له پاره سهمیه
ټاکلې ده. دا د دې سبب گرځیدلی دی چې په زرگونه مهاجر په یونان کې بند پاتې شي. د
ملگرو ملتونو سازمان په حواله په یونان کې د مهاجرو بند پاتی کیدل کیدای شي پر یو
بشري ناورین واوړي.
اروپایې اتحادیې د
چهار شنبې په ورځ مهاجرو ته د ۷۰۰ میلیونه
ایرو ځانگړي کولو خبر ورکړی وو، څو یونان پر دغو پيسو د مهاجرو ستونزو ته رسیدگي
وکولی شي. توسک په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «اروپایې اتحادیه یونان یوازې نه
پریږدي.».