اروپايي
اتحاديې مهاجرو ته ۷۰۰ مليونه يورو ومنلې
اروپايي
اتحاديې د مهاجرو سره د مرستو له پاره د ځانګړي صندوق طرحه ومنله. په عيني حال کي
د يونان لومړي وزير څيپراس ويلي چي د بالکان د لاري بيا پرانستل کېدل هيڅ امکان نه
لري.
د هالنډ د بهرنيو چارو وزير بېرت کوندرس وويل چي د يادو اضطراري مرستو منل ښيي چي «اروپايي اتحاديه په داسي سخت وخت کي د يونان تر اړخ ولاړه ده.» هالنډ د اروپايي شورا دوره يي مشري په غاړه لري. ويل سوي چي ځانګړي سوي مقدار پيسې به د مهاجرو د بنسټيزه اړتياؤ لکه خوراک، اوبه، د سرپټي ځايونه او طبي مراقب تر هودې د وتلو له پاره مصرف کړل سي. په دې ترڅ کي د روان مېلادي کال له پاره ۳۰۰ مليونه يورو مرستي په پام کي نيول سوي دي. خو د هغه وروسته په راتلونکو دوو کالو کي به هر کال ۲۰۰ يورو د ياد مقصد له پاره مصرفيږي.
هغه
شبنامه چي په ايدوميني کي د مهاجرو تر منځ وېشل سوې
«هيڅ
امکان نه لري»
په عيني حال کي د يونان لومړي وزير الېکسس څيپراس هغه اعلان په سخته غندلی دی، چي پکښي د ايدوميني پر بندو راغلو مهاجرو ږغ سوی ؤ چي مقدونيې ته دي واوړي. دغه اعلان پر شپې پاڼو يا شبنامو ليکل سوی ؤ چي د مهاجرو تر منځ وېشل سوي دي. په دغو پاڼو کي بشپړ تفصيل ليکل سوی چي مهاجرو څنګه کولای سي چي د مقدونيې تر سرحدي موانعو څخه ليري پر نورو مشکلو لارو ځان مقدونې ته واوړوي.

په عيني حال کي خبرونه
رسېدلي چي د دغه شبنامې د هداياتو سره سم په زرهاؤ پناه غوښتونکي په ناقانونه توګه
و مقدونيې ته اوښتي چيري چي زياتره د پوليسو له خوا نيول سوي دي. الېکسس څيپراس
دغه ډول اعلان د مهاجرو د ګواښ سره مخامخ کول بللي او ويلي يې دي چي د ايدوميني
دننه موجود مهاجر دي د يونان پر حکومت اعتماد وکړي او په دغه سيمه کي جوړ سوي کمپ
ته دي ځانونه ورسوي. هغه ويلي چي «د بالکان د لاري بيا پرانستل کېدل هيڅ امکان نه
لري.»