بارک اوباما عبدالله
ته ویلي دي: ولسمشر غني دافغانستان منتخب ولسمشر دی او تاسې ستونزې جوړوئ.
دامریکايي
سرچینو له قوله ، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي: ولسمشر باراک اوباما د ۱۳۹۴ لمریز دکب پر ۱۴ نېټه له افغان سیال ډاکتر غني سره
ویډیويي کنفرانس درلود، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم شتون درلود، دکنفرانس
پرمهال ولسمشر اوباما عبدالله عبدالله داسې مخاطب کړ.
"
محمد اشرف غني دافغانستان منتخب ولسمشر دی او داساسي قانون له مخې افغانستان
خپلواک هېواد دی، دندې او صلاحیتونه یې مشخص دي.
اوباما
زیاته کړه: دهغې سیاسي جوړجاړي له مخې، چې دملي وحدت حکومت یې رامنځته کړی
دی، دلوړ رتبه مامورینو په ګومارنه کې یوازې له تاسې سره مشوره کیږي، نه دا، چې
تاسې دولسمشر دهغه صلاحیتونو پر وړاندې، چې اساسي قانون ورکړي دي، خنډونه رامنځته
کړې.
ولسمشر
اوباما عبدالله عبدالله ته دسولې دپروسې په اړه هم داسې وویل:
دسولې
دپروسې بریا دامریکا له تګلارې سره سمون خوري، خو تاسې ځینې وخت دسولې په
اړه انتقاد امیزه پوښتنې راپورته کوې، چې دا دسولې پروسه له خنډاو ځنډ سره
مخ کوي.