نظرپوښتنه:
اکثريت المانان په مهاجر ضد پيښو شرميږي
د (ARD) تلويزيوني
شبکې ځانګړي نظر پوښتني روښانه کړې ده چي د المانانو اکثريت په خپل هيواد کي د
مهاجرو پر ضد پيښو شرميږي.
د آلمان (ARD) تلويزيون د دوشنبې په ماښام د خپلو هغو نظر
پوښتنو پايلي خپرې کړې، چي پکښي پر بيلا بيلو موضوعاتو د المانانو نظرونه پوښتل
سوي ول. په دغه نظر پوښتنه کي له مهاجرو سره د آلمانانو چلن او د سياست په تړاو هم
پوښتني سوي دي.
د دغې نظر پوښتني
پايلي ښيي چي د پوښتل سوو کسانو۸۳ سلنه
المانان شرم احساسوي، کله چي دوی د مهاجرو پر ضد له تاوتريخوالي ډکو احتجاجونو
خبريږي. د پوښتل سوو کسانو ۷۶ سلنه په
دې نظر دي چي الماني سياستوال بايد لا زياتي هڅي او اقدامات وکړي چي د پناه
غوښتونکو ضد بريدونو مخه ونيول سي.
۷۷ سلنه د اروپايي حل پلوي کوي
د دغي نظر پوښتني له
پايلو روښانه سوې ده چي يوازي ۳۴ سلنه
پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي الماني سياستوال د خارجيانو او پناه غوښتونکو د
ساتني له پاره په کافي اندازه اړين اقدامات کوي.
خو د پوښتل سوو کسانو ۵۸
بيا فکر کوي چي الماني سياستوال په دې ترڅ کي بې کفايته دي. په دغه نظر پوښتنه کي ۱۰۰۵
نارينهذاو ښځي پوښتل سوي دي.
د پوښتل سوو کسانو ۷۷
سلنه د پناه غوښتونکو د بحران له پاره کډ اروپايي حل مهم بولي. خو د پوښتل سوو۲۰
سلنه بيا فکر کوي چي بايد دغه بحران ته ملي حل پيدا کړل سي.
د پوښتل سوو اکثريت په
دې تړاو ډاډه نه دي چي ايا دا ډول يو حل به د عملي کېدو وړ وي که څنګه. د پوښتل
سوو کسانو ۳۲ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو بحران پر
اروپايي سطحه ممکن دی. خو ۶۴ سلنه بيا
دغه د عملي کېدو وړ نه بولي.
د نظر پوښتني د پايلو
له مخي د پوښتل سوو کسانو ۶۳ سلنه د دې
ملاتړ کوي چي د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کي بايد يو حد وټاکل سي.
په آژه سمندر کي د
ناټو هغه ماموريت چي مقصد يې ترکيې او يونان ته د مهاجرو د ورتگ مخه نيول دي، د
پوښتل سوو کسانو ۵۱ سلنه يې سم بولي.
په دې نظر پوښتنه کي د
پوښتل سوو کسانو ۴۹ سلنه بيا د اروپايي هيوادونو پر سرحدونو د
کنټرول د بيرته رامنځ ته کولو پلوي کوي. خو په عيني حال کي بیا ۴۹
سلنه پوښتل سوي پر سرحدونو د کنترول مخالفت کوي.